Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

امریکا د افغانستان زلزله ځپلیو ته ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

0
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلیو سره ۱۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه. 


د افغانستان لپاره د امریکا استازي توماس ویسټ په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویليؤ چې په دغو بېړنیو مرستو سره به اغېزمنو ته د څښاک پاکې اوبه، د سرپناه بستې (خېمې او وسایل یې) د پخلي وسایل او کمپلې برابرې شي.  


ښاغلي ویسټ ویلي د دې زلزلې له زیانمنو سره خواخوږي ښيي او امریکا له دې شرایطو د افغانانو په راوتلو کې ملګرې ده. 


د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ یوې زورورې زلزلې زرګونه کسان مړه او ټپیان کړل.  


لسګونه زره خلک دمګړۍ بې کوره دي او عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *