Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 22.10.2023

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی: د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټراټ وايي د پاکستان پر وړاندې سیالي به له جذبې ډکه وي او د پوره چمتووالي ډاډ یې وښود. تمه ده چې افغانستان او پاکستان به د اکټوبر په ۲۴مه نېټه د نړیوال جام په ۲۲مه سیالۍ کې سره د هندوستان د چنای په ښار کې سیالي وکړي. ښاغلي ټراټ زیاته کړه، د پاکستان پر وړاندې سیالۍ ته ډېر لېواله دی او په باور یې« د دواړو لوبډلو ترمنځ شته رقابت به سیالي ډېره جالبه کړي» په روان نړیوال جام کې دا د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو لپاره پینځمه سیالي ده، افغانستان تر... Читать дальше...

نړیوال جام؛ هندوستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په روان نړیوال جام کې هندوستان په پرله پسې توګه خپله ۵مه سیالي هم وګټله او د نومرو په جدول کې یې اول مقام ونیو. د یاد نړیوال جام په ترڅ کې ۲۱مه سیالي د کوربه هند او نیوزیلینډ ترمنځ په درمشالا کې ترسره شوه چې هند د ۴ ویکټو په توپیر وګټله. نیوزیلینډ ته د هند له لوري د توپوهنې بلنه ورکړل شوې وه چې یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو اورونو کې د ۲۷۴ منډو هدف ټاکلی و. مخکښ منډه جوړونکی یې ډیرل میچل و چې ۱۳۰ منډې یې کړې وې. هندوستان ته بیا محمد شامي ۵ لوبغاړي وسوځول او د نن سیالۍ غوره لوبغاړي هم وټاکل شو. Читать дальше...

د غزې ملکیانو ته د اسراییلو خبرداری او په اروپا کې د فلسطینیانو په پلوۍ لاریونونه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پوځ وایي، د پلان شویو علمیاتو له پيل څخه مخکې به غزه کې د حماس ډلې خلاف هوایي عملیاتو ته زور ورکړي. د اسراییلي پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دا بریدونه د عملیاتو پر مهال خپلو ځواکونو ته د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره کوي.

د اکتوبر پر ۲۳مه د افغانستان ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن پیلېږي

Mashaalradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي او ختمولو په موخه واکسیني کیمپېن پیل شي. له ګوزڼه د پاک افغانستان (پولیو فري افغانستان) په نوم ادارې، چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت پورې تړلې ده، د اکتوبر پر ۲۲مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې ویلي دي چې د اکتوبر له ۲۳مې څخه کیمپېن په کندوز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني کې پیلیږي. هغې ادارې په بیان کې له میندو او پلرونو غوښتي چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: د هرات زلزله ځپلي سرپناه ته سخته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، UNDP وایي د هرات زلزله ځپلي سرپناه ته سخته اړتیا لري. دې پروګرام نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې ژمی را روان دی او هغه هم یو سوړ ژمی. سرچینه زیاتوي زلزله ځپلي اوبو، خوړو او د معیشیت په برخو کې نورو مرستوته اړتیا لري. د دې پروګرام په وینا، دوی سړکونو او همداراز ډېرو برخو کې مرستو ته اړتیا لري. د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام د هرات زلزله ځپلوته د سرپناه پر اړتیا ټینګار داسې مهال کوي چې په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تېره اوونۍ په یوه... Читать дальше...

خوړو نړیوال پروګرام: د هرات زلزله ځپلي له بېړنیو مرستو زیات د خپل ژوند سمولو لاسنیوي ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، په هرات کې زلزله ځپلي له بېړنیو مرستو زیات، د خپل ژوند د سمولو لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري. دې پروګرام نن یکشنبې په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې بیا خبرداری ورکړی چې بودیجه یې په چټکۍ په خلاصیدو ده. سرچینې د شهزاده په نوم د یوې مېرمنې څرګندونې خپرې کړي چې وایي، هرڅه یې له لاسه ورکړي دي. د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، نوموړې د هغو ۹۵ زره کسانو له ډلې یوه ده چې د هرات له زلزلې ژوندۍ پاتې شوې او د دې پروګرام مرستې یې ترلاسه کړي دي. په عین حال کې د ملګروملتونو... Читать дальше...



د جرمني صدراعظم په خپل هېواد او نورو سیمو کې د صهیونیزم ضد تاوتریخوالي پر زیاتیدو غوسه څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم اولاف شولز د حماس او اسراییل ترمنځ د روانې میاشتې په لومړیو کې د جګړې له پیلیدو راهیسې په جرمني او د نړۍ په نورو برخو کې د صهیونیزم ضد تاوتریخوالي پر زیاتوالي غوسه څرګنده کړه. ښاغلي شولز په ختیځ دیساو Dessau ښارکې د یوې نوې کنیسې د پرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی و. د دې ښار وروستۍ کنیسه یا د یهودانو عبادت ځای ۸۵ کاله مخکې د نازیانو له خوا ویجاړ شوی و. د جرمني په یو شمېر ښارونو کې د اسراییل بیرغونه څېرې شوي او تېره اوونۍ هم ناڅرګنده کسانو د برلین یوې کنیسې ته اور اچوونکي دوه بمونه  ګوزارکړي وو.

د بار وړونکو موټرو په اړه د طالبانو د حکومت نوې پریکړه؛ د خلکو غبرګونونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له دې پرېکړې، چې مسافر وړونکي موټرې نور بارونه نه‌شي لېږدولی او دغه شان لوړ ماډل مسافر وړونکو بسونو څخه به اضافه چوکۍ هم ليرې کړي د هرکلي په ترڅ کې وايي، په دې سره به په سورلیو کرایه لوړه شي. د مزار شريف اوسېدونکی شمس الله الهام چې کابل ته په ۵۸۰ډوله موټر کې تګ راتګ کوي، ازادي راډیو ته یې وویل: "که چېرې دغه اقدام عملي شي، پر بار بنديز ولګي، دوی به دغه جريمه له عام ولس څخه پرې کړي." دغه شان د يو شمېر نورو ولايتونو... Читать дальше...

پاکستان نه د افغان کډوالو ستنیدل؛ له ستونزو شکایت او د مرستو غوښتنه لري

Pa.azadiradio.com 

ظاهراً په دې وروستیو کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی دی. د هغو معلوماتو له مخې چې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه خپاره کړل، یوازې د شنبې په ورځ ٣ زره او ١٤٩ افغان کډوال د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د جمعې او پنجشنبې په ورځو له پاکستانه څه باندې شپږ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، راستانه شوي... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: ترافیکي پېښو ۶ میاشتو کې تر زرو زیات کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، تېرو شپږو میاشتو کې په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۱۰۲۹ تنه مړه شوي او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن په کابل کې رسنیو ته وویل، دا شمېر مرګ‌ ژوبله په ۲۲۸۸ ترافیکو پېښو کې اوښتې ده. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند د ترافیکي پېښو لوی لامل، د موټر چلوونکو بې‌پراويي ښودلې ده. عبدالمتین قانع همدا ډول په تېرو شپږ میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ۸۲۱۰ جنايي پېښو د ثبت خبر ورکړی او زیاتوي، له دې... Читать дальше...

بلوچستان کې د سردار اختر مېنګل په مشرۍ د "امن" په نوم لاریون کېږي

Mashaalradio.com 

هغه ګوند پر خپله رسمي اېکس پاڼه، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، لیکلي دي چې د اکتوبر پر ۲۲مه د خپل مشر سردار اختر مېنګل په مشرۍ د یوې "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ) پر ضد" کوي. هغه ګوند تور پورې کوي چې ریاستي ادارو د سیاسي مخالفینو ختمولو لپاره هغه ډله جوړه کړې ده خو د پاکستان حکومت دا تور ردوي.

د غزې ملکیانو ته د اسراییلي پوځ خبرداری؛ له شمال څخه جنوبي سیمو ته کډه شئ

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ یوځل بیا په غزې تړانګه کې ملکیانو ته خبرداری ورکړ چې د دې سیمې جنوبي برخې ته کډه شي او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په شمالي برخه کې پاتې شول هغوی به د تروریستي سازمان شریک وګڼل شي. د اسراییل د پوځ اشاره حماس ته وه چې د اکتوبرپه اومه نیټه یې پراسراییل پراخ برید وکړ. د غزې د شمالي برخې اوسیدونکو ته دغه خبرداری د معلوماتي پاڼو او د موبایل پیغامونو له لارې ورکړل شوی دی. اسراییل له غزې سره په پوله کې زیات شمېر سرتېري او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي او نژدې ده چې په سیمه کې ځمکني عملیات پیل شي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: د هرات زلزلې تر نېمایي زیاتې قربانیان ښځې دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د ښځینه قربانیانو او اغېزمنو نوې شمېرې خپرې کړي. دا راپور چې پرون "un women" په خپله وېب‌پاڼه خپور کړی په کې لیکل شوي، د دوی ارزونې ښيي چې د اکتوبر تر ۱۷مې په هرات کې د زلزلو په پایله کې د مړو شویو بالغو کسانو ۵۸ سلنه یې ښځې وې. همدا ډول د ټپیانو ۶۰ سلنه ښځې جوړوي او هغوی چې لا درکه دي، ۶۱ سلنه یې ښځې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ټوله کې د هرات په زلزله ځپلو کې د اغېزمنو ۵۳ سلنه ښځې یادې کړي او لامل یې هم دا ښودلی چې د زلزلې پر مهال ډېرې ښځې په کورونو کې وې. Читать дальше...

په نایجېریا کې حکومت سلګونه ځوانانو ته ودونه کړي دي

Mashaalradio.com 

د نایجېریا په کانو ایالت کې حکومت سلګونه بې وزله ځوانانو ته واده کړی دی. هلته بې وزلي زیاته ده نو ځکه ایالتي حکومت ډله ییز ودونه کړي دي او ناویانو ولور یې هم پرې کړی دی. په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

د هرات کارګران: له زلزلې وروسته بې کاري زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې یو شمېر هغه کسان چې په ورځنیو مزدوریو بوخت دي وایي، په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو امله وزګاره شوي. احمد بهزاد چې د ساختماني چارو کارکوونکی دی وايي،د هرات له زلزلې مخکې به يې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ عاید درلود، خو اوس وزګار دی. هغه ازادي راډيو ته وويل، په زلزلو کې یې کور وران شوی او کار و بار هم نه لري. نوموړی ادعا کوي او وایي: "د زلزلې له پیل راهیسې موږ بې‌کاره یو، کار ته نه یو تللي، د وېرې او اندېښنې له امله اوس کاروبار بند دی، لګښتونه هم تاسو پوهېږئ کله چې کار نه وي، لګښتونه... Читать дальше...

نواز شریف وايي له هېچا غچ نه اخلي

Mashaalradio.com 

د پاکستان مسلم لیګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ویلي دي چې له هېچا غچ نه اخلي او د هېواد د مسلو د هواري او راتلونکې لپاره کار کول غواړي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته هېواد ته ستون شو او په لاهور کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه. شریف په داسې حال کې پاکستان ته ستون شوی چې ورباندې د شتمنیو په اړه د سمو معلوماتو نه ورکولو، درغلیو او له توشه خانې څخه د یو ګاډي خرڅولو په تور یوشمېر مقدمې دي او په یوه قضیه کې ورته عدالت د بند سزا هم اورولې ده. نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او قضیې سیاسي بولي. Читать дальше...

لندن کې نژدې سل زرو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کې ګډون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د لندن پولیس وایي، نژدې سل زره کسانو د برېتانیا په پلازمېنه کې په هغه لاریون کې ګډون کړی چې د فلسطینیانو ملاتړو ډلو له خوا تنظیم شوی او یو له هغو لاریونونو دی چې په اروپا کې ترسره کیږي. لاریون کوونکو، د فلسطین لپاره ازادي، په غزه کې بمبارۍ بنده کړئ او د اسراییل نژادي تبعیض دې پای ته ورسیږي، شعارونه لیږدول. د لاریون ډیری ګډونوالو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او ځینو یې د پنځو، شپږو، اوو اواتو په ویلو سره اسراییل یو ترهګر دولت دی او فلسطین آزاد کړئ، شعارونه ورکول. د فرانسې، هسپانیا او ایټالیا پو... Читать дальше...

اسراییلو د غزې له شماله فلسطینیانو ته د وتو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ یوځل بیا په غزې تړانګه کې ملکیانو ته خبرداری ورکړ چې د دې سیمې جنوبي برخې ته کډه شي او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په شمالي برخه کې پاتې شول هغوی به د تروریستي سازمان شریک وګڼل شي. د اسراییل د پوځ اشاره حماس ته وه چې د اوکتوبرپه اومه نیټه یې پراسراییل پراخ برید وکړ. د غزې د شمالي برخې اوسیدونکو ته دغه خبرداری د معلوماتي پاڼو او د موبایل پیغامونو له لارې ورکړی دی. اسراییل له غزې سره په پوله کې زیات شمېر سرتېري او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي او نژدې ده چې په سیمه کې ځمکني عملیات پیل شي.

بایډن وايي د اسراییلو او اوکراین بریا د امریکا ملي امنیت لپاره مهمه ده

Mashaalradio.com 

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې په روانو شخړو کې د اسراییلو او اوکراین بریا یې د هېواد د ملي امنیت لپاره مهمه ده. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر بلل کېده، په بیان کې لیکلي، "تاریخ دا درس راکوي چې هر کله ترهګر او امران (دېکتاتوران) د خپلو کړنو حساب ور نه کړي نو د لا زیاتو مړینو او ویجاړیو لامل کېږي." بایډن امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې هغو شخړو ته دې په دې سترګه نه ګوري چې له هېواده یې "خورا لیرې" دي. دا تر هغې وروسته ده چې نوموړي له اوکراین او اسراییلو سره د پوځي مرستو... Читать дальше...

د چمن سوداګرو او مزدورانو پر پوله د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد پرلت وهلی دی

Mashaalradio.com 

د چمن د سوداګرو د ټولنې مرستيال مشر ولسيار اڅکزي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سيمې د خلکو د ژوند ټوله تکيه له سپين بولدک سره پر ازاد تجارت ده او دا چې د هغې پر وړاندې خنډونه ورته هېڅ د منلو نه دي.

هلمند مېشتي: ښځینه ډاکټرانې کمې او هغه هم اکثره غیرې مسلکي دي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند یو شمېر اوسیدونکي وايي، له یوې خوا په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی او بلې خوا اکثره دغه ډاکټرانې غیرې مسلکي دي. دوي وايي، دا ښځینه ډاکټرانې څو چنده فیس ترې اخلي، خو د ناروغانو سمه درملنه نه شي کولای. دا ډله خلک غوښتنه کوي چې روغتیایي چارواکي دې د یادو ډاکټرانو کتنځایونه وتړي او مسلکي ډاکټرانې دې ورته پیدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره واروئ... Читать дальше...

سبا د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پيلیږي

Pa.azadiradio.com 

سبا دوشنبې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پيلیږي. د پولیو فري افغانستان وېبپاڼې ویلي چې دغه کمپاین په کندوز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني کې پیلیږي. په ورته وخت کې، له میندو او پلرونو غوښتل شوي چې خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې واکسین کړي. په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې سږ میلادي کال په دې هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ... Читать дальше...

بایډن: د اسراییل او اوکراین د روانو جګړو بری زموږ د ملي امنیت لپاره ډېر مهم دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د اسراییل او اوکراین لپاره په روانو جګړو کې بریا زموږ د ملي امنیت لپاره ډیره مهمه ده. ښاغلي بایډن بیګا ناوخته په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي،تاریخ موږ ته دا درس راکړی چې کله ترهګر او دیکتاتورانو قیمت نه دې پرې کړی، دوی د لازیاتو مرګونو او ویجاړیو لامل شوي دي. هغه امریکایانو ته محتاطانه خبرداری ورکړی چې دغو شخړو ته د لیرې شخړو په توګه ونه ګوري. نوموړي د اوکتوبرپه نولسمه په یوه وینا کې له دواړو هېوادونو د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړه او یوه ورځ وروسته یې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *