فوټبال؛ ریال ماډریډ بارسولونا ته ماتې ورکړه
د هسپانیې د لالیګا په لیګ کې نن د فوټبال د دوو مخکښو کلبونو بارسولونا او ریال ماډریډ ترمنځ سیالي ترسره شوه چې ماډریډ وګټله. سیالي د بارسولونا په کوربتوب ترسره شوه چې دوه د یو په مقابل کې ریال ماډریډ وګټله. د ماډریډ لوبډلې لپاره دواړه ګولونه جوډ بالینګهم ووهل او بارسولونا ته یوازینی ګول ایلکای ګونډیګان ترسره کړ. د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته ریال ماډریډ د نومرو په جدول کې اول مقام ته ورسېده او بارسولونا په درېیم مقام کې قرار لري.