Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 02.10.2023

د کرکټ له مرستیال روزونکي رییس احمدزي سره مرکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سه شنبه ماسپښین په تمریناتي لوبه کې له سریلانکا سره مخ کېږي.. د افغانستان د لوبډلې مرستیال روزونکی رئیس احمدزی تمریني لوبې مهمې بولي او وایي چې دا لوبې د نړیوال جام د لا ښه تیاري په برخه کې اغېزمنې تمامیږي. له رییس احمدزي سره سلطان محمد سرور مرکه کړې ده.

ملګرو ملتونو پاکستان د بشري حقونو فعالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو په لیست کې اچولی

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو په راپور کې ويل شوي دي چې دی هېوادونو کې ۲۲۰ کسان او ۲۵ سازمانونه د اقوام متحده سره د بشري حقونو په خوندي کولو کې د مرستې کولو په وجه د خطر سره مخ دي. دا راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل په غونډه کې وړاندې شو. غونډه به تر ۶ اکتوبر پورې په جينيوا کي دوام لري.

وایرسي لچ یا اشوب چشم څه ډول ناروغي ده؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر وایرسي لچ یا اشوب چشم غږېدلي یو. په وروستیو کې په پاکستان کې د سترګو په دې ناروغۍ ګڼ خلک اخته شوي دي. روغتیاپالان وايي، وایرسي لچ یا اشوب چشم مشخص علاج نه لري خو له یو کسه بل ته خپرېدای شي. په خپرونه کې د دې رنځ په اړه تفصیلي معلومات درکوو او ورڅخه د ځان ساتلو پر لارو چارو هم غږېدلي یو. بشپړه خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا: په یوه ورځ کې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا تاییدوي چې پاکستاني پولیسو د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې ۸۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. په پاکستان کې د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو د لړۍ دوام لري. په اسلام اباد کې د مېشتو افغان کډوالو شورا وايي چې یوازې د یکشنبې په ورځ د پاکستاني پولیسو په عملیاتو کې د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې ۸۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي دي. د دې شورا مشر میراحمد روفي ازادي راډيو ته وویل: "سره له دې چې په ټول پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د... Читать дальше...

سرچینه: ترکیې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو یو نوی ډیپلومات منلی

Pa.azadiradio.com 

یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې ترکیې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت لپاره د محمدزبیر ودان په نوم د طالبانو یو نوی ډیپلومات منلی او د طالبانو دې استازي د سفارت د لومړي سکرتر په توګه خپله دنده پیل کړې ده. سرچینه چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې زیاته کړه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه ډیپلومات د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په په توګه خپل کار پیل کړی دی. د سرچینې په حواله، دغه ډیپلومات ته په کابل کې د ترکیې سفارت... Читать дальше...

په میدان وردګ کې د پهلوانۍ لوبغاړو د انتخاب لپاره سیالۍ پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګ کې د پهلوانۍ لوبغاړو د انتخاب لپاره سیالۍ پیل شوي دي. د سپورټ امریت مسوولان وايي، په دغه سیالیو کې د ولایت د ټولو ولسوالیو او مرکز څخه ۱۵۰ پهلوانانو ګډون کړی دی. بلخوا لوبغاړي هم خوشحال دي، خو وايي، که يې چارواکي مالي ملاتړ وکړي نو په نړۍ کې به ریکارډونه جوړ کړي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:



د کندهار ځینې بڼوال: د انارو حاصلات زیات دي، خو ډېره برخه یې چاودلي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال يې د انارو حاصلات زیات دي، خو ډېره برخه يې چاودلي او د شپتي په نوم نباتي مرض يې کړی دی. د دوی په خبره د انارو د چاودېدو له کبله اړه دي چې تر پخېدو د مخه يې وشکوي او بازار کې يې په کمه بیه وپلوري. بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، له کندهاره د انارو صادرات پیل شوي او هره ورځ شاوخوا ۵۰ موټره انار پاکستان ته صادرېږي. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران له اوکراین سره د پیوستون په هدف غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران له اوکراین سره د پیوستون په هدف نن په کییف کې غونډه کوي. د اروپایي ټولنې د اکثرو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین پلازمېنې کییف کې جرګه شوي چې له دغه جګړه ځپلي هېواد سره خواخوږي څرګنده کړي. دغه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د اروپایي ټولنې له خوا له اوکراین سره د پوځي ملاتړ د احتمالي کمېدو اندیښنې را ولاړې شوي دي. دا اندېښنې وروسته له هغه را ولاړې شوې چې د اروپایي ټولنې په غړي هېواد سلواکیا کې چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، پوپولستي یا عام پلوه ګوند... Читать дальше...

ډبلیو ایف پي: له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو اصلي بیه ښځې پرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' ویلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو اصلي بیه ښځې پرې کوي او خبرداری یې ورکړی چې که بېړنۍ بهرنۍ مرستې ور ونه رسېږي نو یو میلیون میندې او ماشومان به له مرستو بې‌برخې شي. مرسلین ارسلا د بهرنیو مرستو د کمېدو پر مسئلې له مدني فعالې ډیوې امرخېل سره مرکه کړې او په سر کې یې دا ترې پوښتلي چې ولې بهرنیانو له اړمنو افغانانو سره د خپلو مرستو کچه کمه کړې؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

د افغانستان کرکټ بورډ: اجي جدیجا د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه تازه خبر کې ویلي چې هندی 'اجی جدیجا' یې د ملي لوبډلې لپاره د مشاور یا سلاکار په توګه په دنده ګومارلی دی. د روانې اکټوبر میاشتې په ۲مه نېټه د کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د هندوستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدیجا چې د کرکټ لوبې د روزنې اوږده مخینه لري د کرکټ په راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام کې به د افغان ملي لوبډلې د سلاکار دنده ترسره کړي. د کرکټ له ملي لوبډلې سره سلاکار یا منېټور خورا ارزښتمن روزونکی ګڼل کېږي چې د لوبغالي، مقابلو لوبډلو، آب او... Читать дальше...

کرکټ؛ د افغانستان الف او د عمان ملي لوبډلې سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ الف لوبډله د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي. افغان کرکټ بورډ ادارې د اکتوبر په دویمه نېټه لیکلي چې د روانې میاشتې په ۹مه نېټه به د افغانستان الف لوبډله، چې افغان ابدالیان یې بولي د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې دوه یو ورځنۍ او پينځه شل اوریزې سیالۍ ولوبوي. دغه سیالۍ به د عمان په کوربتوب د یاد هېواد په پلازمېنې مسقط کې ترسره شي او د اکتوبر تر ۲۳مې نیټې به دوام وکړي. کرکټ بورډ لیکلي، یادې سیالۍ د دواړو هېوادونو د بورډونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه ترسره کيږي. Читать дальше...

اروپایي هېوادونه نن کیف کې اوکراین سره د پیوستون غونډه لري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې، چې روسیې د اوکراین پر جنوبي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د اروپایي ټولنې غړي نن په کیف کې له اوکراین سره د پیوستون په پار غونډه جوړوي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هغوی د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تاریخي غونډې د ترسره کېدو په حال کې دي. د بورېل په خبره غونډه کې د اروپایي ټولنې د کاندیدو هېوادونو او د دغې ټولنې د راتلونکو غړو استازی هم شامل دي.هغه لیکلي:" مونږ دلته یو چې د اوکراین له خلکو سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړو". Читать дальше...

پاکستان: اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده. د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله راپور ورکړی، چې تېرو ورځو کې دغو سیمو کې تر اته سوو پورې افغانان نیول شوي دي. که څه هم د پاکستان چارواکو ویلي چې نیول شویو افغانانو هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل، خو د پاکستان اردو ژبي سما تلویزیون ویلي چې ۴ سوه افغانان وروسته له هغه بیرته خوشې شوي چې معلومه شوه د اوسیدو کارډونه یې درلودل. د پاکستان پولیسو ویلي د نیولو شویو افغانانو له ډلې... Читать дальше...

ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغان میندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ ضد مرستې نه شو رسولی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمي له امله له افغان مېرمنو سره د مرستو د بندېدو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. دې ادارې نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تر ټولو لوړه بیه ښځې پرې کوي او د بودجې د کموالي له امله څه باندې یو میلیون مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ په وړاندې د تغذیې مرسته نه‌شي ترلاسه کولی. "ډبلیوایف‌پي" داسې مهال دا خبره کوي چې د دې ادارې له قوله، لا له وړاندې ۴ میلیونه مېندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې... Читать дальше...

د مستونګ او هنګو بریدونو ضد په کوټه او کراچۍ کې احتجاجونه شوي

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مستونګ او د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د جمعې پر ورځ د شویو بریدونو ضد د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کوټه، کراچۍ او نورو ښارونو کې احتجاجونه وشول. احتجاج کونکو له حکومته په پېښو کې د ککړو کسانو د نیولو او د پېښې قربانیانو سره د مالي مرستو غوښتنه کوله. د سېپتېمبر پر ۲۹مه په مستونګ او هنګو کې په دریوو جلا جلا بریدونو کې لسګونه ووژل شول. تفصیل په دې ویډیوراپور کې.

باوري سرچينې: ترکيې د طالبانو يو نوی ډيپلومات منلی

Pa.azadiradio.com 

باوري سرچینو ازادي راډیو ته منلې، چې ترکیې د طالبانو یو نوی ډيپلومات منلی دی. سرچینو دغه ډيپلومات محمد زبیر ودان یاد کړی، چې په وینا یې انقره کې یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه کار پیل کړی دی.  په ترکیه کې د افغانستان سفارت د مدیریت چارې د پخواني جمهوري نظام د ډيپلومات امیر رامین له خوا مخته وړل کیږي، خو په سفارت او په استانبول کې د قونسلګرۍ دننه د طالبانو او پخواني نظام ډيپلوماتان په ګډه کار کوي.  ترکیې که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د افغانستان په سفارت او... Читать дальше...

سوداګرۍ خونه: د کندهار د انارو صادرات زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې سږ کال د کندهار د انارو صادرات ښه دي او تر دې دمه یې ۱۵ زره ټنه صادر کړي دي. د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: " د انارو فصل سږ کال ښه دی، څو میاشتو کې چې انار را رسیدلي، د ۷ میلیونو په ارزښت صادر شوي دي. صادرات اوس هم روان دي. زه په دې باور یم چې د صادراتو ارزښت به یې تر دې هم زیات شي. سرحدونو کې ځینې مشکلات شته. انار تر ډېره پاکستان او هند ته انتقالیږي." محلي رسنیو د کندهار د کرنې ریاست په حواله ویلي، چې سږ کال د انارو حاصلات لس فیصده زیات دي. Читать дальше...

د جاپان په تېزرفتاره اورګاډي کې غېږنیونه

Mashaalradio.com 

تاسو به د پهلوانۍ، غېږنیونې، رېسلېنګ یا کبډي مقابلې عموماً په مخصوصو میدانونو کې لیدلې وي خو په جاپان کې بیا په یو چټک ځغلېدونکي اورګاډي کې دا مقابلې شوي. د دې مقابلو لپاره یو اورګاډی ځانګړی کړل شوی وو چې د سر ښار ټوکیو نه ناګویا ته یې سفرکاوه او ۷۵ مساپر پکې سپاره ول. په مقابله کې برخه اخیستونکو ټول هغه کرتبونه کارول چې د دې لوبې لپاره ځانګړي دي. په دې اړه نور تفصیل په د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو په دې راپور کې:

اوکرایني چارواکي: پر خرسون د روسیې تازه بریدونو یو تن وژلی او د ۲ماشومانو په ګډون ۶ نور ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وایي، چې روسي پوځیانو تېره شپه د اوکراین پر خرسون سیمه د توپونو تازه برید کړی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د خرسون د والي اولکساندر پروکودین په حواله ویلي، چې دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي. برید کې د ارتودوکس یوه کلیسا هم زیانمنه شوې ده. د اوکرایني چارواکو په خبره، روسي پوځیان چې د دنیپر سیند چپې غاړې ته ځای پر ځای شوي، نژدې هره ورځ د خرسون پر مرکزي ښار او نورو ازادو شویو ځایونو د توغندیو او توپونو ډزې کوي.

د عدم تشدد نړیواله ورځ؛ تشدد ځپلي افغانان یې د محرومیت څه کیسې لري، حاکم وضعیت څنګه دی؟

Pa.azadiradio.com 

نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد نړیواله ورځ ده، چې د هند د خپلواکۍ د غورځنګ د مشر مهاتما ګاندي د زوکړې په مناسبت نومول شوې ده. دا ورځ هر کال د تاوتریخوالي د له منځه وړلو او د سولې د ترویج په موخه نمانځل کیږي. خو یو شمیر افغانان وایي، چې سیاسي-پوځي تاوتریخوالی لا هم له دوی قرباني اخلي. دا هم د یوې تشدد ځپلۍ مېرمنې خبره، چې د خپل ژوند ترېخ داستان په یوه جمله کې کوي او وایي:  "یو یې درې کلن و، اصلاً خپل پلار یې په یاد نه و چې پلار یې څوک دی، هر چا ته به یې پلار ویل." دا هغه ځوانه ښځه ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۱ کونډه شوې ده. Читать дальше...

مصر: د پولیسو په یوه مرکز کې اورلګیدو لږ ترلږه ۲۵ تنه ټپیان کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د مصر د اسماعیلیه ښار د پولیسو په یوه مرکز کې نن دوشنبه د اورلګېدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ژوبل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس په دې اړه د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی دی. په هغو تصویرونو کې، چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي، ښکاري چې له یوې څو-پوړیزې ودانۍ لوګي پورته کېږي. د دې اورلګېدنې علت نه دی مشخص شوی.

د بشري حقونو د څارسازمان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکوونکو ته شرایط ډېر سخت دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څارسازمان، هیومان رایټس واچ یوه چارواکې وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو لپاره اوس شرایط ډېر سخت دي. د دې سازمان د آسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن تیره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، چې ترټولو سخت شرایط له هغو مرستندویه سازمانونو سره د مالي مرستو کموالي رامنځ ته کړي چې په دې هیواد کې د بشري چارو فعالیتونه سرته رسوي. پتریشیا ګاسمن د ښځو پرکار د طالبانو له خوا لګول شوي بندیزته په اشاره وویل، چې په افغانستان کې اوسني وضعیت د مرستندویه کارکونکو لپاره چې... Читать дальше...

افغان ښځینه والیبالرانې: د چین اسیایي سیالیو کې ګډون مو نورې افغان ښځې د خپلو خوبونو تعقیب ته هڅوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم یوشمېر غړې په دې باور دي چې په چین کې په اسیایي لوبو کې د دوی ګډون له دې پلوه هم ډیرمهم دی، چې هغه به نورې افغان ښځې تشویق کړي چې د خپلو خوبونو له تعقیبه لاس وانخلي. د دې ټیم یوې غړې مرسل خدري فرانسپرس اژانس ته ویلي ، د دې په باور د دوی ګډون افغان ښځو ته لویه هیله ورکوي، چې خپل خوبونه تعقیب کړي او لاس ترې وانخلي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته له رسیدو راهیسې پرنجونو او ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ د ورزش په برخه کې هم پرهغوی بندیزونه لګولي دي. د افغان... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *