Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

Новости за 16.10.2023

ویسټ: مرستندویه سازمانونه دې افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټام ویسټ په هرات کې له بلې زلزلې وروسته پرمرستندویه سازمانونو غږ کړی چې له زیانمن شویو مرستو ته دوام ورکړي. ښاغلي ویسټ نن دوشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخوانۍ ټویټرپاڼه کې ویلي چې پرون سهاریو واربیا زلزلو د هرات سیمه ولړزوله او هلته یې ناوړه بشري وضعیت لاپسې خراب کړ. هغه ویلي، مرستندویه سازمانونه چې د سرپناه، څښاک اوبو او درملو په ګډون د افغانانو د نورو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې کوي باید خپل ملاتړته دوام ورکړي. نوموړي تردې مخکې د اوکتوبرپه... Читать дальше...

د خوړو نړیواله ورځ؛ ډبلیو ایف پي: ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو موندلو سرچینو ته حیران دي

Pa.azadiradio.com 

د اکټوبر په ۱۶مه د خوړو د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو.اېف.پي) وايي ۱۵ میلیونه افغانان په دې نه پوهېږي چې خپل خواړه له کوم ځای څخه ترلاسه کړي. WFP دا خبره د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي دي چې دوی ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې تر ژمي مخکې لږ تر لږه ۷ میلیونه اړمنو خلکو ته مرستې برابرې کړي. ډبلیو.اېف.پي تر دې مخکې ویلي و چې سږ کال یې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو اړمنو سره د مرستو بهیر درولی دی. Читать дальше...

پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ سوومه ورځ؛ اوکرایني چارواکي: نن یې هم نږدې ۱۰۰ بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

نن د اکتوبر شپاړسمه پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ سوه ورځې پوره شوې. د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر ویلي روسي پوځیانو نن هم پر اوکراین ۸۷ هوایي او لس توغندیز بریدونه کړي دي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې ننني بریدونه د سر او مال زیانونه هم لري، خو کره ارقام یې نه دي وړاندې کړي. په همدې حال کې د اوکراین په جنوب او ختیځ کې اوکرایني پوځیان د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکوي. اوکرایني چارواکو ویلي چې پوځیانو یې د روسیې ګڼ شمېر بریدونه شنډ کړي هم دي. پر اوکراین... Читать дальше...

د اسراییلو او حماس د جګړې لسمه ورځ او بې پایلې سیاسي هڅې؛ ولسمشر بایډن ممکن سیمې ته لاړشي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل او حماس د جګړې نن لسمه ورځ ده او تراوسه د دغې جګړې مخنیوي ته سیاسي هڅو پایله نه ده ورکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې څلور ورځې مخکې اسرایل ته تللی و، شپږو عربي هېوادونو ته له سفر وروسته نن دوشنبه بیرته د اسراییل تل ابیب ښار ته رسیدلی دی. دغه عربي هېوادونه چې بلینکن ورغلی، اردون، فلسطین، سعودي عربستان، قطر، بحرین او متحده عربي امارات یاد شوي دي. نړیوالو اژانسونو لیکلي چې د عربي هېوادونو مشرانو په غزه کې روان وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د اسراییلو د عملیاتو پر مهال یې د ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی. Читать дальше...

سیف د چلډرن: د هرات زلزلو نږدې ۲۰ زره کسان اغېزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان وایي، په هرات کې د څه باندې یوې اونۍ په موده کې څلورو زلزلو نژدې شل زره کسان اغېزمن کړي دي. سیف د چلډرن نن په خپله وېبپاڼه کې د دغو زلزلو له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه دیارلس سوه او د ټپیانو ۱۸۰۰ یاد کړی چې په خبره یې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې زرګونه کسان په هرات کې تر زلزلو وروسته خېمو کې ژوند کوي او دغه خېمې د توپانونو او تندو بادونو له ګواښ سره مخامخې دي. په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د هرات زلزلې له هرات ښاره بهر... Читать дальше...

د هرات د زلزله ځپلو د ګرځنده تشنابونو ستونزه؛ یوه مېرمنه: ماشوم مې له همدې امله ضایع شو

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولايت کې زلزله‌ځپلي د نورو ستونزو تر څنګ د ګرځنده تشنابونو له نشتوالي شکايت کوي. د هرات يو شمېر اوسېدونکي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د هرات په مرکز او شاوخوا ولسواليو کې له زلزلې څخه د خپل ژوند د ژغورلو په موخه په خېمو او موټرونو کې شپې او ورځې تېروي، وايي چې دا مهال يې اساسي ستونزه د ګرځنده تشنابونو نشتوالی دی. د هرات اوسېدونکې فردينې ازادي راډيو ته وويل، د تشنابونو نشتوالي په خلکو کې د بېلابېلو ناروغيو خپرېدو لامل شوي دي. هغه زیاتوي: "له هغه وخت راهیسې چې په هرات کې زلزله پیل... Читать дальше...

افغان کډوال په تاجکستان کې ولې پاتې کېدل نه غواړي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو فیصله کړې ده، خو زیاتره افغانان نه غواړي چې دا هېواد پرېږدي، خو د افغانستان په بل ګاونډي هېواد تاجکستان کې قیصه بیا برعکس ده. هلته تللي افغانان بیا نه غواړي چې پاتې شي او هڅه کوي دا هېواد پرېږدي. دا چې ولې؟ تفصيل يې په دې ويډيويي رپورټ کې وګورئ..



د اسیا پاسفېک د کډوالو د حقونو شبکه: افغانستان خپله بشري ناورین سره مخ دی، کډوال په زوره مه ور استوئ

Pa.azadiradio.com 

د اسیا پاسفېک د کډوالو د حقونو شبکه وايي، د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړه په اړه سخته اندېښمنه ده چې ټول بې اسناده پناه غوښتونکي له دې هېواد څخه باسي. دې شبکې په یوه اعلامیه کې چې پر خپله وېبپاڼه یې خپره کړې ده، ویلي دي چې له دې امله اوس افغان او نور پناغوښتونکي په پاکستان کې د نیولو او زنداني کولو د ګواښ ترڅنګ له وېرې سره مخ دي. د کډوالو د حقونو شبکې د دې پرېکړې د اخیستلو غوښتنه کړې چې په وینا یې په دې سره به د پناغوښتونکو حقونه خوندي او دوی ته په وخت سره د ثبت شرایط برابر شي. په اعلامیه کې... Читать дальше...

طالب چارواکي: د هرات پرونیو زلزلو لږ تر لږه ۲ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي

Pa.azadiradio.com 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په هرات کې پرونیو زلزلو لږ تر لږه ۲ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او زیات نور یې یوه اندازه ویجاړ کړي دي. د دې وزارت ویاند جانان سایق نن ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې خلک په بېړني ډول سرپناه، خوراکي او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. سایق زیاتوي: "کوښښ اوس په دې روان دی چې یو خو خوراکي توکو ته ډېره اړتیا ده او ورسره په ضمن کې کومې نقدي مرستې چې راځي چې مظلوم ملت ته سرپناه پرې جوړه شي. سرپناه ته ډېر ضرورت دی، ځکه چې ژمی راځي او بیا په خېمه کې ژوند هم ډېر ګران وي. Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي منشي: هرات د خېمو په ښار بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا د نړیوال سازمان، ډبلیو ایچ او عمومي منشي تدروس ادهانم ګیبریسیوس وایي، د افغانستان هرات ښار د خېمو پرښار بدل شوی. نوموړی زیاتوي، کورنۍ په خلاصه فضا، پارکونو اوکوچنیو خېمو کې شپې سبا کوي، ځکه د نورو زلزلو او له زلزلو وروسته ټکانونو له وېرې نشي کولای کورونو ته ننوځي. هغه نن په خپله ټولنیزه شبکه ایکس پاڼه کې ویلي چې د ډبلیو ایچ او د افغانستان څانګې ټیمونه د شریکانو ملاتړکوي چې په یوشمېر ځایونو کې د روغتیایي خدمتونو خېمې دروي ترڅو خلک وکولای شي روغتیایي خدمتونه ترلاسه کړي. د روغتیا نړیوال... Читать дальше...

متحده عربي اماراتو د هرات د زلزلې ټپیانو ته ګرځنده روغتون فعال کړی

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وایي چې متحده عربي اماراتو د زلزله ځپلو د درملنې لپاره دغه ولایت کې یو ګرځنده روغتون فعاله کړی دی. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او زلزله ځپلو ته د رسیدو کمیسیون ویاند احمد الله متقي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه روغتون تخنیکي وسایل په پنځو الوتکو کې هرات ته لیږدول شوي دي. متقي وایي: " د متحده عربي اماراتو له خوا یوه سیاره شفاخانه راوړل شوله. دې شفاخانه کې ۴۵ تنه ډاکټران دي او ۴۰ تنه تخنیکي پرسونل دی. څلوریشتو ساعتونو کې دغه شفاخانه جوړه او مخکې... Читать дальше...

هندي ویانده او د خوشال خان خټک شعرونه

Pa.azadiradio.com 

پوشپا کماري په ال انډیا راډیو کې د پښتو ژبې ویندویه ده. پوشپا، چې ماسټري یې په پښتو ژبه کې کړې، په دې ویډیو کې د خوشال خان خټک شعرونه وايي. . ملالۍ بشیر هند ته د یوه سفر پر مهال له پوشپا کماري سره خبرې کړې. بشپړه ویډیو دلته وګورئ.

اسراییلو د غزې پر جنوبي برخې بمباري کړې ده

Mashaalradio.com 

اسراییلیو ځواکونو د غزې پر تړانګه تازه بمباري کړې ده چې پکې یې د سیمې جنوبي برخه هم په نښه کړې ده. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو وزیر تر اعلان وروسته له غزې سره پر پوله د مصر لوري ته په مرستندویه توکو بار لارۍ ولاړې دي او د پولې پرانیستو انتظار کوي. اخوا اسراییلیو ځواکونو په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره پر پوله ټانکونه درولي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

په تخار کې د کورني تاوتریخوالي له کبله ۴ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې د کورني تاوتریخوالي په پایله کې  څلور تنه وژل شوي دي. په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه د مرکز تالقان په خس کپه سیمه کې شوې ده. د هغه په خبره، د کورنۍ څلور غړي د هغوی د زوم له‌خوا په یوه شخړه کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي. ساپی وایي چې د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی او په دې اړه د دوی پولیسو پلټنې پيل کړي دي. تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه او دا څرک هم نه لګېږي... Читать дальше...

افغان خبریال چې د پېښورد سکرو په ګودامونو کې مزدوري کوي

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پېښور ته په کډه شویو کې یو افغان خبریال جمیل وصال هم دی. هغه تر کډوالۍ وروسته د مالي مجبوريو له وجې په پېښور کې د سکرو په ګودامونو کې مزدوري کوي. دی تر کومو کړاوونو نېرېږي؟ تفصیل د وقاص سحر په ویډیو کې.

د انګلستان پر وړاندې د افغانستان بریا ته غبرګونونه؛ ځینې افغانان: دې لوبې واقعي خوشالي راکړه

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له تاريخي بري وروسته يو شمېر افغان ځوانان وايي، پروني بري افغانانو ته کم‌سارې خوشالي ورکړه. افغان توپ اچونکي راشدخان تېره شپه په خپله توپ اچونه د انګلستان وروستی لوبغاړی مارک ووډ وسوځاوه او د کرکټ په ۲۰۲۳ نړيوال جام کې افغانستان د انګلستان پر واړاندې يو تاريخي بری خپل کړ. د افغان کرکټ لوبډلې پروني بري په کور دننه او بهر خپل مینه‌وال خوشاله کړي او په پرله‌پسې ډول پر ټولنيزو شبکو د خپلو خوښيو او احساساتو اظهار کوي. يو شمېر دوی ازادي راډيو سره په خبرو... Читать дальше...

په پېکېنګ د 'یوه کمربند یوې لارې کنفرانس' جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او استازي د یوه کمربند یوې لارې په کنفرانس کې د ګډون په هدف د چین پلازمېنې پېکېنګ ته رسېدلي دي. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس دغه مشران د منځنۍ ختیځ، اروپا، افریقا او اسیایي هېوادونو یاد کړي دي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي هم په دغه کنفرانس چې سبا ترسره کېږي، ګډون کوي. بلومبرګ مجلې راپور ورکړی چې طالبانو له چین او پاکستان سره هوکړه کړې چې د 'یوه کمربند او یوې لارې پروژه' له افغانستان سره ونښلول شي. کارپوهان په دې نظر دي چې له افغانستان... Читать дальше...

ډبلیو ایف پي: ١٥ میلیونه افغانان د راتلونکي څاښت خواړه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، په افغانستان کې پنځلس میلیونه خلک نه پوهېږي چې د راتلونکي څاښت خواړه به یې له کومه کېږي. 'ډبلیو ایف پي' د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د اکټوبر په شپاړسمه نمانځل کېږي ویلي، د افغانستان دغه بې‌وزله وګړي د ټولو افغانانو یو په درېیمه برخه جوړوي. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه د هرات زلزله بل ناورین بللی چې په خبره یې بشري وضعیت ورسره نور هم کړکېچن شوی دی. په افغانستان کې د 'ډبلیو ایف پي' مطبوعاتي مسوول فلیپ کروپ ازادي... Читать дальше...

د لادرکه بلوڅانو د موندلو سازمان د ورکو کسانو د شمېر په اړه د نګران وزیراعظم بیان رد کړی

Mashaalradio.com 

د دې تنظيم مشر نصرالله بلوڅ د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې له دوی سره يوازې له بلوچستانه لږ تر لږه د۶،۸۳۰  هغو کسانومونه ثبت دي چې د ده په تور، د امنيتي ځواکونو لخوا لادرکه کړل شوي دي.

وېسټ: د افغانستان شیعه مذهبه ټولنې له تاوتریخجن افراطیته ډېر رنځ ګاللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د افغانستان د شیعه مذهبه ټولنې له تاوتریخجن افراطیت څخه ډېر رنځ ګاللی دی. وېسټ نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه د پلخمري د وروستي برید په تړاو دغه څرګندونې کړي او ویلې یې دي، برید خواشینی کړی دی. د پلخمري په امام زمان جومات کې د تېرې جمعې په ورځ ځانمرګي برید لږ تر لږه ۷ شیعه لمونځ کوونکي ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل. داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

په پولنډ کې نوی حکومت جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ اوسېدونکي نن دوشنبه د یوه نوي حکومت د جوړېدو په تمه دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد کې د پرونیو ټاکنو له مخې حاکم ولسپال ګوند ونه شوای کولای چې د پارلمان اکثره څوکۍ ترلاسه کړي. دغه ټاکنې مخالفو ګوندونو ته لاره پرانېزي چې د یوه لوی بدلون له مخې نوی حکومت رامنځته کړي. د پولنډ حاکم حکومت له ۲۰۱۵ کال راهیسې له اروپایي ټولنې سره د یو شمېر قوانینو او تګلارو پر سر نانندرۍ درلودې، خو اپوزیسیون ګوندونو ژمنه کړې چې له اروپایي ټولنې سره به اړیکې رغوي او هغه تګلارې به له منځه وړي چې ډیموکراتیک اصول کمزوري کوي.

په لاطيني امريکا کې د اوبو بند ژغورلو لپاره خلکو سرکلي کړې

Mashaalradio.com 

د لاطيني امريکا په وېنېزويلا هېواد کې د هغې سيمې د اوبو په تر ټولو لوی بند کې د چټلۍ د مخنيوي لپاره رضاکارانو د خپل سرونو خريلي دي. د يو غيردولتي ادارې په وينا د ورېښتانو په مرسته به په بند کې د خامو تېلو مخنيوی ممکن شي.د اسوشېټېډ پرېس اژانس ويډيويي رپورټ.

یونان کې د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د عملیاتو پر مهال ۳ مړي موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

د یونان ساحلي ګارډ وايي چې د خپل هېواد په ختیځ کې یې 'سیمي' ټاپو ته نږدې د یوې کوچنۍ بېړۍ له ډوبېدو وروسته د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د ۳ تنو مړي موندلي دي. فرانس پرېس خبري اژانس ته څو سرچینو ویلي چې لږترلږه دوه تنه لا هم بې درکه دي. په وروستیو کلونو کې د سوریې، افغانستان او پاکستان زرګونه کډوال له ترکیې د اوبو او وچې له لارې یونان ته تللي دي. یونان د خپلې خاورې او ترکیې ترمنځ په ایجې سمندرګي کې د اروپا د پوله ساتې ادارې په مرسته ګزمې زیاتې کړي دي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *