Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د تحريک تحفظ ايين پاکستان احتجاج: په ځينو ښارونو کې بازارونه تړلي دي

0

د تحریک تحفظ ايين پاکستان تر اعلان وروسته، د فرورۍ پر اتمه، په ټول ملک کې احتجاج او کاربندېز روان دی.په اتحاد کې شامل ګوندونه چې تر ټولو غټ هغه یې تحریک انصاف دی، تور پورې کوي چې د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ پر اتمه نېټه په شویو ټولټاکنو کې د درغلي شوې وه چې د دوو کالونو په پوره کېدو سره يې د احتجاج په توګه یادونه کوي. خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت او د پاکستان انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي.

د تحریک انصاف مشرانو پر خپلو اېکس پاڼو تصويرونه او ويډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې بند دوکانونه ښکاري. هغه ګوند دعوه کړې چې د احتجاج په توګه بازارونه تړل شوي او پر سړکونه کم موټران ښکاري.

د مشال راډيو خبريالان وايي چې په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، کوټه، مردان، چارسده، صوابۍ او ځينو نورو ښارونو کې ځيني بازاروانه او دکانونه تړلي وو.

د هغه احتجاج اعلان په قامي اسبملۍ کې د تحریک انصاف په ملاتړ جوړ شوي اپوزیشن او د تحریک تحفظ ايين پاکستان مشر محمود خان اڅکزي د ۲۰۲۵ کال د دیسمبر پر ۲۱مه نېټه کړی وو. نوموړي ویلي وو چې د فرورۍ پر اتمه به د تورې ورځې په توګه لمانځي او په ټول هېواد به احتجاج او کاربنديز کوي.

تحريک انصاف وايي د فرورۍ اتمې دا احتجاج یې "دوه کاله مخکې په انتخاباتو کې د شويو درغليوو" له امله دی. د هغو ټاکنو په نتيجه کې منځته راغلي، د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت دا نه مني. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن هم ويلي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او شفاف وو.

تحريک انصاف دا تور هم پورې کوي چې د مسلم ليګ (ن) اتحادي حکومت د پوځ په لاس جوړ شوی او پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان یې په ناقانونه توګه بندي کړی دی. د پاکستان پوځ همیشه په سیاست کې ګوتې وهل رد کړي دي البته عمران خان د ملي امنيت لپاره ګواښ بولي.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *