د بنګلادېش ملي ګوند څنګه انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړ؟
نارسمي پایلې ښيي چې د بنګلادېش ملي ګوند (بي اېن پي) د هېواد په پارلېماني انتخاباتو کې زیاتره څوکۍ ګټلې دي. دا په شاوخوا دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې هغه ګوند د واکمنېدو په درشل کې دی. بي اېن پي طارق رحمان د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی دی. په همدې حال کې جماعت اسلامي د فبرورۍ ۱۲مې د انتخاباتو پایلو سموالی تر پوښتنې لاندې راوستی دی. لنډمهالي حکومت پر پخواني واکمن عوامي لیګ بندیز لګولی نو ځکه یې په انتخاباتو کې برخه وانخیستای شوه. پېښور مېشتی خبریال عقیل یوسفزی، چې د بنګلادېش انتخاباتو په اړه د خبریالۍ لپاره ډاکې ته تللی دی، وايي بي اېن پي یو منځلاری ګوند دی. دی وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې ځوانانو د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد پرضد احتجاجي غورځنګ پیل کړی وو خو په انتخاباتو کې یې زیاتې څوکۍ و نه ګټلای شوې. موږ له عقیل یوسفزي سره د مرکې په پیل کې ورڅخه د بنګلادېش د انتخاباتو نارسمي نتیجو په اړه پوښتلي دي. بشپړه مرکه واورئ.