هند د کرکټ په نړیوال کپ کې پاکستان ته ماته ورکړه
هند د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام په لوبه کې پاکستان ته په ۶۱ منډو ماته ورکړه او دویم پړاو ته ووت.د پاکستان کپتان سلمان علي اغا پچه وګټله او لوموړی یې هند ته د بېټنګ بلنه ورکړ. د هند لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سر ۱۷۵ منډې وکړې. د هند له خوا پیلیز لوبغاړي ایشان کیشن په زړه پورې لوبه وکړ او په ۴۰ بالونو یې ۷۷ منډې وکړې.د پاکستان له خوا صایم ایوب درې وکټونه واخیستل. سلمان اغا، شاهین اپرېدي او عثمان طارق یو، یو لوبغاړی اوټ کړ.په ځواب کې د پاکستان لوبډله له پیله تر فشار لاندې راغله او هغسې لوبه یې ونه کړای شوه چې دا سیالي وګټي. د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۸ اوورونو کې د ۱۱۴ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول. د پاکستان له خوا تر ټولو ښه لوبه عثمان خان وکړه او په ۳۴ بالونو یې ۴۴ مندې وکړې. د پاکستان اووه لوبغاړي داسې اوټ شول چې شخصي منډې یې تر ۱۰ کمې وې.د فبرورۍ پر ۱۵مه د پاکستان او هند تر لوبه وړاندې په دوو نورو لوبو کې ویسټ انډیز د نیپال لوبډلې او د امریکا لوبډلې بیا نمېبیا ته ماته ورکړه.د فېبرورۍ پر ۱۶مه افغانستان له محتده عرب اماراتو، انګلستان له اټالیا او سريلنکا له اسټرالیا سره لوبه کوي. د کرکټ نړیوال جام لوبې د فېبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شوی او پای لوبه به یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.د پاکستان لوبډله په اې ګروپ کې ده. دوی په خپله لومړۍ لوبه کې نېدرلېنډز ته او په دویمه کې یې د امریکا لوبډلې ته ماته ورکړې وه.د افغانستان لوبډله په ډې ګروپ کې اچول شوې ده. دوی په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ او په دویمه کې تر ډېرې نادرې او دلچسپې بازۍ وروسته له جنوبي افریقا ماته خوړلې وه.په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.د کرکټ نړیوال جام لومړي پړاو لوبډلېاې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیزډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات
