پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په لاکونو خلک پاکستان او نورو هیوادنو ته کډوال شو. په دوی کې ګڼ سندرغاړي او نور هنرمندان هم شامل وو. دا هنرمندان په داسې وخت کې د راتلونکي په اړه اندېښمن دي چې د پاکستان حکومت د ټولو افغان وګړو اېستلو ته دوام ورکړی دی. دوی وايي که بیرته افغانستان ته ولېږل شي نو ژوند به یې له خطرسره مخامخ شي. نومیالی سندرغاړی بریالی ولي هم له دې هنرمندان دی چې اوسهمال په پاکستان کې مېشت او د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دی.