Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23
24
25
26
27
28

افغانستان کې د پاکستان په بمبارۍ کې د يوې کورنۍ ۱۸ غړي وژل شوي

0
د افغانستان د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پاکستان په بمبارۍ کې د يو کور ۱۸ غړي وژل شوي دي. د طالبانو حکومت ويلي چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱مه شپې مهال د پکتيکا په برمل او د ننګرهار په غني خېلو او بهسودو کې بمبارۍ کې ولسي وګړي وژلي چې غچ به یې اخلي. بلخوا د پاکستان حکومت ادعا کړې چې بمباري یې "کره" وه او د هغو افغانستان مېشته "وسلوالو مرکزونه یې په نخښه" کړي چې په وروستيو کې په خیبر پښتونخوا او اسلام اباد کې په بریدونو کې ککړ ول. خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي. په دې اړه د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *