د کرکټ په نړیوال جام کې نن زمبابوې له ویسټ انډیز سره لوبه کوي
د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال جام کې د فبرورۍ پر ۲۳مه په یوازېنۍ لوبه کې ویسټ انډیز له زمبابوې سره سیالي کوي. ټاکل شوې چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سم د ماښام پر شپږنیمې بجې پیل شي. دا لوبډلې د دویم پړاو په لومړي ګروپ کې دي او دا یې لومړۍ لوبه ده.تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۲مه په ترسره شویو دوو لوبو کې، لومړی انګلستان د سريلنکا لوبډلې او بیا جنوبي افریقا هند ته ماته ورکړه.په لومړۍ لوبه کې د سریلنکا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د انګلستان لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه.د انګلستان لوبډلې په پیل کې هغسې په زړه پورې لوبه ونکړای شوه لکه څنګه چې تمه کېده خو وروسته یې بیا ښه بازه وکړه او سریلنکا ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ.د سريلنکا لوبډله بیا په تېرو څو لوبو کې د ځلېدو برعکس له پیله په مشکل کې ګېر شوه او د سر لوبغاړي یې بې له د پام وړ بازۍ کولو اوټ شول.د انګلستان د بالرانو د په زړه پورې بالنګ په نتیجه کې د سريلنکا ټول لوبغاړي د ۹۵ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.د لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان ویل جېکس وو چې نه یوازې یې ۲۱ منډې وکړې بلکې په ۴ اورونو کې یې یوازې ۲۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.د انګلستان لوبډله به خپله راتلونکې لوبه د فبرورۍ پر ۲۴مه د پاکستان په وړاندې ترسره کوي او د سريلنکا لوبډله به د فبرورۍ پر ۲۵مه له نیوزيلېنډ سره لوبېږي.د فبرورۍ ۲۲مې په دویمه لوبه کې د جنوبي افریقا لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په ۱۸۷ منډې وکړې. په ځواب کې د هند ټوله لوبډله یوازې پر ۱۱۱ منډو اوټ شوه. دا د دویم پړاو یا اتو غوره لوبډلو ترمنځ روانې لوبې دي. دویم پړاو ته وتلې اته غوره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.په لومړي ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او زمبابوې شامل دي.په دویم ګروپ کې انګلستان، نیوزيلېنډ، پاکستان او سريلنکا شامل دي.هره لوبډله به درې لوبې کوي او له دواړو ګروپونو به د سر دوې لوبډلې نیمو پای لوبو یا سیمي فاینل ته وځي.ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سريلنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووریز نړیوال جام د پای لوبه د مارچ پر اتمه ترسره شي.
