Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 03.04.2022

د میانمار له واکمن پوځ د چین د ملاتړ دوام

Pa.azadiradio.com 

چین د میانمار له واکمن پوځ څخه د خپل ښکاره ملاتړ په دوام کې ویلي چې د وضعیت بدلون ته له پام پرته له خپل دغه ګاونډه ملاتړ کوي. د چین د رسمي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خپل میانماري سیال ته ویلي چې چین غواړي له میانمار سره "تجارت او همکارۍ ژورې کړي". د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د میانمار پوځ واک ته ورسېد او د انګ سان سوچي په مشرۍ ملکي حکومت‌یې ړنګ او مشران‌یې بند ته واچول. د میانمار پوځي واکمنان له ولسي مقاومت سره مخ دي چې د ملګرو ملتونو ځینو کارپوهانو دغه مقاومت ته کورنۍ جګړه ویلې. Читать дальше...

عمران خان: زما مخالفینو او امریکا زما د ليرې کولو لپاره توطئه جوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د حکومت د وزیرانو او ګوندي ملګرو په وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان شنبه ماښام ډاډ ورکړ چې د پارلمان رأی‌ګیري کې به بریالی کېږي. نن د پاکستان په پارلمان کې د عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کېږي. عمران خان تور ولګاوه چې مخالفینو یې امریکا سره لاس یو کړی او د ده د لیرې کولو لار یې جوړه کړې ده. عمران خان زیاتوي: "تر هغو چې وروستی توپ نه‌وي اچول شوی د لوبې فیصله نه‌شي کېدای، نو په هېڅ صورت زړه ته دا مه‌اچوئ چې (سبا) به څه نتیجه راووځي. ستاسو مشر دې کې ماهر دی او هېڅوک نه‌پوهېږي چې څه به کوي. Читать дальше...

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هلمند کې کروندګرو د کوکنارو لومړی حاصل واخیست

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر بشپړې واکمنۍ لاندې د هلمند کروندګرو د کوکنارو لومړی حاصل ټول کړ. په یوه وېډیويي راپور کې چې اسوشیټډ پرس خبري اژانس برابر کړی ښکاري چې د نادعلي د کوکنارو له کروندو بزګر حاصل ټولوي او د کوکنارو په یوه لویه کرونده کې لسګونه کارګر د شیرې د راټولولو په حال کې دي. دا سیمه یو وخت د ناټو له ملاتړ برخه‌من افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې لومړۍ کرښه وه. سره له دې چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو د مخنیوي ژمنې کړې وې، خو لا هم په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي. د محب‌الله په نوم یو... Читать дальше...

کاناډا: د ۴۰ زره افغانانو د انتقال د پروسې په برخه کې له خپلې ژمنې نه‌تېرېږو

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د کډوالو او اتباعو وزیر وایي د هغو ۴۰ زرو افغانانو د انتقال د پروسې په برخه کې له خپلې ژمنې نه‌تېرېږي چې له کاناډایانو سره‌یې اوږه په اوږه کار کړی دی. شان فریزر په یوه مرکه کې زیاته کړه چې تر دې دمه ۱۰ زره افغان کډوال کاناډا ته رسول شوي او دا لړۍ لا هم په جدیت روانه ده. دا اوونۍ په یوه پرواز کې له تاجکستانه شااوخوا ۳۰۰ افغانان کاناډا ته ورسول شول. په دې سره د هغو افغانانو شمېر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کاناډا ته رسېدلي ۱۰ زرو ته ورسېد. دا معلومات د کاناډا د کډوالۍ چارو... Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي مخ په زیاتېدو ده

Pa.azadiradio.com 

د افغان ماشومانو ترمنځ د شري ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده. دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان کړې ده. د دغه سازمان د شمېرو په اساس روان میلادي کال لږ تر لږه ۴۳ زره افغان ماشومان په شري اخته شوي چې له ډلې یې  ۲۱۴ ماشومان مړه شوي هم دي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو مړینو ۹۷ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او د تېر کال په مقایسه دا شمېره ډېره لوړه تللې. د روان کال د مارچ په نیمایي کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري ضد واکسین کمپاین پیل کړ، خو د دې ادارې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *