مشهور پاکستانی کرکټر: خوشحاله یم چې د افغان لوبغاړو د روزنې موقع په لاس راغلې
مشهور پاکستانی کرکټر یونس خان وايي خوشحاله دی چې د افغان لوبغاړو د روزنې موقع په لاس ورغلې. د پاکستان د کرکټ د ملي ټيم دا پخوانی مشهور توپوهونکی او بل پاکستانی کرکټر عمرګل په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ لهخوا د بېټنګ/توپوهنې او توپ اچونې د لنډمهالي سلاکارانو په توګه ګمارل شوی. یونس خان پرون په خپل فېسبوک باندې لیکلي چې ان له ۲۰۱۱ کالهیې له افغان کرکټ بورډ سره خبرې روانې وې چې د افغان لوبډلې روزونکی شي. یونس خان او عمرګل به د متحده عرب اماراتو په تمریني کمپ کې له افغان لوبغاړو سره مرسته کوي. Читать дальше...