Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 15.04.2022

روسیې فینلنډ او سویډن ته خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته له دې چې فینلنډ او سویډن وویل، له ناټو سره یوځای کېږي، د روسیې پخواني ولسمشر او د ولادیمیر پوتین نژدې متحد دیمیتري میډودیف خبرداری ورکړ چې که دا دوه هېوادونه د ناټو غړي شول، روسیه به په بالتیک سیمه کې اتومي وسلې ځای پر ځای کړي. ښاغلي میډودیف ، چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی، پرون (پنجشنبې) وویل، سویډن او فینلنډ ته د ناټو د غړیتوب ورکولو په صورت کې روسیه باید په بالتیک سمندرګي کې خپل پوځي طاقت له هر نظره پیاوړی کړي.

ګوتریش: د اوکراین جګړه به د ځینو هېوادونو پر اقتصاد اغېزه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، د اوکراین جګړه به د ډېرو پرمختیايي هېوادونو په اقتصاد کې، چې د خوراکي موادو د بیو له زیاتېدو سره مخامخ دي، بدلون راوړي. انتونیو ګوتریش په دې اړه په یوه راپور کې وویل، د نړۍ بېوزله هېوادونه چې تر دې وړاندې له کرونا وبا، اقلیمي بدلون او د کافي منابعو له کموالي کړېدل، اوس د خوراکي موادو او انرژۍ له کموالي سره هم مخامخ دي. ښاغلي ګوتریش دا وضعیت د پرمختیايي هېوادونو لپاره ویجاړونکی توپان وباله.

بریتانیا ناقانونه کډوال روانډا ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ یوه طرحه اعلان کړه چې پر اساس به یې له دغه هېواده نارینه پناه غوښتونکي روانډا ته لېږل کېږي او تر هغو به په دغه افریقايي هېواد کې اوسي چې قضیې څېړل کېږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پرون روانډا ته د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټیل تر روانېدو مخکې صدراعظم بوریس جانسن دا طرحه په کینټ ښار کې اعلان کړه. د بریتانیا په جنوب کې دا ښار له نورو هېوادونو بریتانیا ته په وړو بیړیو کې د تګ لومړنی ټپال دی. اغلې پټیل پرون په روانډا کې په دې اړه د دغه هېواد له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه. Читать дальше...

د پاکستان پوځ: امریکا د عمران خان په ګوښه کېدو کې لاس نه لري

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د خپل هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان دا ادعا رد کړه چې ګنې د امریکا متحدو ایالتونو د نوموړي په ګوښه کېدو کې لاس درلود. عمران خان د د دې اوونۍ په لومړیو کې د پارلمان له لوري سلب اعتماد شو. عمران خان په پیل کې ویلي و چې د مخالفانو اقدام یې بهرنۍ دسیسه ده. ده وروسته د تور ګوته امریکا ته ونیوله. امریکا او د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو په ځلونو دا ادعا رد کړې ده. عمران خان په لومړیو کې د عدم اعتماد رایې مخه ونیوله او ویې ویل چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د ده خلاف دسیسه تایید کړې ده. Читать дальше...

د افغان کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت، ایران، پاکستان او ملګروملتونو د چارواکو ترمنځ به د کډوالو په اړه څلور اړخیزه غونډه راتلونکې میاشت جوړه شي. د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي چې د دې غونډې هدف دا دی چې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او حللار ورته وموندل شي. د دې غونډې په اړه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي د تورونو په عکس العمل کې د افغانستان په څو ولایتونو کې مظاهرې وشوې. د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت وايي، د ملګروملتو... Читать дальше...

یونسکو غواړي په افغانستان کې د لیک لوست پروګرام پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو کلتوري – علمي موسسه، یونسکو غواړي چې د افغانستان په ګوټ – ګوټ کې د افغانانو لپاره د لیک لوست پروګرام پیل کړي. د یونسکو مسوولانو مېرمن سارا ایل عطار او مېرمن پرنیان وحیدي په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر سره خبرې وکړې.  په دې کتنه کې اغلې عطار وویل چې له ۲۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او ورته څرګنده شوې چې افغانان د زده کړو استعداد او لېوالتیا لري نو غوره ګڼي چې د دغو استعدادونو د لا ودې لپاره نور کار وکړي.  د طالبانو د پوهنې وزارت... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *