Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

Новости за 20.04.2022

له ځنډ وروسته؛ نړيوال بانک افغانستان کې پر درې پروژو کار پيل کړی دی

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک په افغانستان کې پر هغو دریو پروژو بیا کار پیل کړی دی چې د کرنې، روغتیا او کورني معیشت پر مسایلو تمرکز کوي. خو دې بانک د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تعلیم پر پروژو کار لاهم نه دی پیل کړی. له دې پرېکړې باخبرو دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته دا خبر تایید کړی دی. نړیوال بانک د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې د شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې وځنډولې. د یوې سرچینې په وینا چارواکو له تعلیم پرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیون... Читать дальше...

د خوړو نړيوال سازمان: د افغانستان ليرې پرتو سيمو ته بشري مرستې رسوو

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په يو شمېر لرې پرتو سیمو کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو خبر ورکوي. د دې مرستو خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی دی چې د ملګرو ملتو په وینا د افغانستان تر نیمایي ډیر استوګن بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري. د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) وایي، چې په غزني، هرات، پروان، کندز او خوست کې یې له زرګونو کورنیو سره مرستې کړې دي. تر ټولو نوې مرستې یې پرون په غزني کې له اووه زره دوه سوه کورنیو سره وې چې پیسې یې پرې ویشلې دي. ډبلیو ایف پي په یو لړ ټویټونو کې پرون... Читать дальше...

له امنيتي پېښو وروسته د طالبانو ژمنه؛ امنيتي تدابير پراخوو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په لویدیځ کې پر عبدالرحیم شهید ښوونځي ترسره شوی برید چې پرون ترسره شو يو شمېر نړيوالو غندلی دی. تر دې بريد وروسته چې پر کور دننه او بهر وغندل شو طالبانو ژمنه وکړه چې امنيتي تدابير به پراخ کړي. د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دشت برچي کې د سې شنبې د ورځې تر چاودنو وروسته د امنیتي ادارو د غونډې پرمهال دا پریکړه وشوه: « په راتلونکې کې ان شاء الله په هغو سیمو کې به زموږ د هېوادوالو د امنیت لپاره جدي پاملرنه وشي. ټولو امنیتي ادارو غونډه وکړه چې په دې برخه کې باید... Читать дальше...

د پاکستان د نوې کابينې لوړه؛ د بهرنيو چارو وزير لا نه دی ټاکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د کابینې د دیرش غړیو د لوړې مراسم ترسره شول خو د بهرنیو چارو وزیر یې لاهم نه دی ټاکلی. په دې کابینه کې د اوو سیاسي ګوندونو غړي شامل دي، ځیني سیاستوال دې حکومت ته په دې نظر ګوري چې دوام به ونه کړي. فرانس پریس اژانس څرګندوي چې داسې ښکارې چې د بهرنیو چارو وزارت به بلاول بوټو ته وسپارل شي. بلاول د پخوانۍ صدراعظمې بینظر بوټو زوی دی چې په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې ووژل شوه او د بلاول نیکه ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۷۹ کال کې پوځي حکومت اعدام کړ. که چیرته ۳۳ کلن بلاول بوټو... Читать дальше...

د عبدالرحيم شهيد پر ښوونځي بريد په نړيواله کچه وغندل شو

Pa.azadiradio.com 

نړیوالو د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي پرونۍ چاودنې غندلې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما)، د سره صلب نړیوالې کمېټې، د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا)، د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي، یو شمېر افغان سیاستوالو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزی، عبداله عبداله، همداراز د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې دا چاودنې په سختو ټکیو غندلي دي. جرمني اژانس د کابل د پولیسو د ویاند خلیل ځدراڼ په وینا وایي... Читать дальше...

جو بايډن د اوکراين په اړه له خپلو متحدانو سره غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن له خپلو متحدانو سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د دې خبرو په ترڅ کې دا مساله وڅېړل شوه چې څرنګه له اوکراین سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستې کولی شو. اغلې ساکي زیاته کړه چې پر دې هم ولسمشر له نورو مشرانو سره وغږېده چې د اوکراین د جګړې له امله په څه ډول له روسیې سره حساب کتاب کېدلی شي.

امريکا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ميليونونه ډالره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د څه باندې اته څلویښت میلیونه ډالرو نوې مرستې اعلان وکړ. په اسلام اباد کې د متحد ایالتونو سفارت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا د هغو بشري مرستو یوه برخه ده چې واشنګتن یې له افغانانو سره ژمنه کړې ده. د سفارت په ټویټ کې چې پرون خپور شو له پاکستانه مننه شوې ده چې افغان کډوالو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

روسيې د اروپايي ټولنې يو شمېر ډيپلوماټان له خپل هېواده ايستلي

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایي چې د اروپایي ټولنې د دوو هېوادونو شپږ دېرش ډيپلوماټان یې له خپلې خاورې ايستلي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې یو ویشت ډيپلوماټان د بلجیم او پنځلس د هالنډ دي. دې ډیپلوماتانو ته یې دوې اونۍ وخت ورکړی دی چې له روسیې ووځي. د فبروري له لومړۍ نېټې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی اروپایي هیوادونو تر اوسه د روسیې تر درې سوه ډېر ډیپلوماتان شړلي دي. د دې په ځواب کې روسیې د هالند، بلجیم او تر دې مخکې د چک جمهوریت، بلغاریا او څو نورو هیوادو یو شمېر ډیپلوماتانو ته ځواب ورکړی دی.

د اسلامي همکاريو د سازمان استازی: زده کړه د نجونو اساسي حق دی

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د خبرو د اجنډا په سر کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو مساله شامله وه. د اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼه کې لیکلي دي چې پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم، لکه له افغانانو سره پر بشري او اقتصادي مرستو، همداراز له ترهګرو سره پر مبارزې خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی دی چې دا د نجونو اساسي حق دی چې ښوونځيو ته ولاړې شي. د بشري حقونو او د افغانستان د نجونو او... Читать дальше...

کندهار روغتيايي مسؤلين: يوه مياشت کې ماينونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د مېروېس روغتون مسؤلين وايي، د ماينونو په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه ماینونه او نا چاوده توکي د تېرو جګړو له امله پر لويو لارو او د اوسېدنې په ځينو سيمو کې پاتې دي. دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي کلني راپور کې چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د شمېرو پر بنسټ یې خپور کړی وو، ویلي چې په دې هیواد کې په لاس ښخ شوي ماینونه او ناچاوده مهمات یو لوی خطر دی. نور جزيات د لاندې لېنک په کښېکاږلو اورېدلی شئ:

ګارډین: داعش د طالبانو پر وړاندې مهمه ننګونکې ډله ده

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لوېدیځ کې د سې شنبې په ورځ په چاودنو کې د ګڼو کسانو وژل کېدو او ټپي کېدو د یو شمېر خپرونو پام ځان ته اړولی دی. ګارډین: بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین لیکلي، چې طالبان د داعش پر ماتولو ټینګار کوي، خو د ورځپاڼې په وینا څېړونکي داعش ته د طالبانو پر وړاندې د یوې مهمې امنیتي ننګونې په سترګه ګوري. د اسلامي دولت ډلې، چې د داعش په نوم يادېږي، خراسان څانګې د کابل په لویدیځ کې د شیعه افغانانو په سیمه کې پخوا د خونړیو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. د ورځپاڼې په وینا یوازې د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *