Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2024

Новости за 15.05.2024

هند د چابهار بندر د پراختيا لپاره د ۳۷۰ مېليونو ډالرو پانګونه کوي

Mashaalradio.com 

هند د چابهار بندر د پراختيا لپاره له ایران سره د ۳۷۰ مېليونو ډالرو ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړی دی. نوی دلی وايي، دا د ايران، منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره له هند سره د تجارت د بدیلو لارو د برابرولو په ترڅ کې يو مهم ګام دی. د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور

عبدالله جان وايي قبايلي ضلعو کې د محرومۍ احساس ختمولو سره ډېرې ستونزې هوارېدای شي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په "مشال مرکه" کې مشر خبريال عبدالله جان مېلمه کړی دی. نوموړی له تېرو ۳۵ کلونو راهيسي په پېښور کې خبريالي کوي. نوموړی وايي په پاکستان کې امنيتي حالات تر هغې پوري نه شي سمېدلای، تر څو چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره جدي خبرې اترې ونه شي. د ده په خبره دواړو هېوادونو ته پکار ده چې د اختلافاتو له مينځه وړلو لپاره مينځلاريتوب خپل کړي. عبدالله جان داراز وويل چې په قبايلي ضلعو کې د محرومۍ احساس ختمولو سره ډېرې ستونزې هوارېدای شي. بشپړه مرکه واورئ.



پکتيا کې سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنه کوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له سېلابونو زیانمن خلک د بیړنیو مرستو او د زیانمن شویو بنسټونو د بیارغونې غوښتنه کوي. هغوی وايي، وروستیو بارانونو او سېلابونو يې کورونو، لارو او کرنیزو فصلونو ته زیانونه اړولي دي. ویډيويي راپور.

کروندګرو د برېښنا د نه شتوالي پرضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د بېلا بېلو سيمو کروندګرو د بجلۍ يا برېښنا د نه شتوالي پرضد د مې له نهمې په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. کروندګر وايي پرلت به تر هغه وخته روان وي، ترڅو مرکزي حکومت د هغوی د بجلۍ د ستونزې د هواري لپاره عملي ګامونه نه وي پورته کړي. د کروندګرو په وينا، که سمدستي ورته په ورځ کې اته ساعته بجلي ورکول پيل نه شول نو فصلونه او باغونه به يې له تندې تباه شي. بلخوا د پاکستان وزیر اعظم ويلي چې په بلوچستان کې کروندګرو ته د شمسي يا لمرينې برېښنا ورکولو پروسه ګړندۍ کوي. ويډيويي راپور.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *