Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2024

Новости за 22.05.2024

له کرغزستانه نور پاکستاني زده کوونکي خپلو کورونو ته ستانه شول

Mashaalradio.com 

د کرغزستان په سرښار بشکيک کې د مې ۱۷مې او ۱۷مې ترمنيځ شپه کې ځايي خلکو په پوهنتونونو کې بهرني زده کوونکي ووهل. د چارواکي په وينا دا تشدد کوونکي د مصريانو او ځايي خلکو ترمنځ د نښتې يوې ويډيو پارولې وو. په ۴۱ زخمیانو کې ډيری یې پاکستانيان وو. که څه هم کرغزي چارواکو د امنيت ډاډ ورکړی دی خو هلته پاتې پاکستانيوو زده کوونکو هم ځانونه محفوظ نه ګڼل چې حکومت یې پاکستان ته ليږدول پيل کړي دي. د مې تر ۲۲مې پورې نيږدې ۳۰۰۰ شاګردان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دې اړه د وسیم سجاد ويډيو راپور وګورئ.

د رئیسي د جنازې مراسم او د څو اعدام شویو د مور " مبارکي "

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنازې درې ورځني مراسم داسې مهال پيل شول چې یو شمېر ایرانیان یې په مرګ خوښي ښيي. د ازادي راډیو د ایران څانګې، فردا راډیو له یوې مېرمنې سره چې د کورنۍ ۱۱ غړي یې په ۱۹۸۸ کې د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا اعدام شول، خبرې کړې دي.

په شرنه کې د کتاب لوستنې اونۍ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

د افغانستان په پکتيکا کې د لوست عادت عامولو لپاره د کتابونو د لوست اونۍ لمانځل شوې ده. په دې لمانځنه کې د ګډون لپاره شرنې ته ګڼ ځوانان ورغلي وو. هغلته سیاسي، ديني، ادبي او تعليمي کتابونه پراته وو چې ځوانانو ولوستل. د کتاب لوستنې اونۍ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي دي. نجیب الله الوخيل د کتاب لوستنې د لمانځنې اونۍ په اړه ويډيو راپور جوړ کړی دی.



په اسلام اباد کې د بیان ازادۍ لپاره د خبریالانو احتجاج

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې خبریالانو د بیان ازادې د تروړنې په خلاف مظاهره کړې ده. دوی د کوټې انتظامیې لخوا د بلوڅ فعالانو د خبري غونډې مخنیوي لپاره د مې پر اتلسمه د کوټې پریس کلب تړل وغندل. خبریالانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د بیان ازادۍ مخه دې نه نيسي. د کوټې انتظامیه وايي چې د ناامنۍ د خطر تر راپور وروسته یې پریس کلب د لږ وخت لپاره تړلی وو. خو د بلوچ یکجهتي کمېټې يوې مخکښې ماهرنګ بلوڅ ويلي چې پر ګوادر ښار د اغزن تار د غځولو په اړه یې سیمينار کاوه چې انتظامیې یې د مخنيوي کوښښ وکړ. د اسلام اباد د مظاهرې په اړه د ګوهر مسید ویډيو راپور وګورئ.

په پېښور کې بلدیاتي استازو د تنخا او فنډ لپاره مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د خیبرپښتونخوا بلدیاتي استازو په پېښور کې د وزیراعلی د کور مخې ته د مظاهرې په وخت غوښتنه وکړه چې حکومت دې ورته هغه فنډ او تنخاوې ورکړي چې په ايين کې ورته بېلې شوي دي. دوی وايي چې د ځايي حکومتولۍ انتخابات وشول او چارواکي هم وټاکل شول خو دوی د کارونو کولو لپاره پیسې نه لري. د خیبر‌پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور بیا ويلي چې لومړی به د بلدیاتو په قانون کې بدلونونه کيږي بیا به نور مسایل حليږي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډيو راپور وګورئ.

بېروزګاره ځوانان څنګه پر ځان تکيه کولای شي؟

Mashaalradio.com 

په عراق کې تر جنګونو وروسته بېروزګاري زياته شوې ده، خو د هغه هېواد ځوانان له دې ستونزې څخه د ځان خلاصولو لپاره نوې لارې لټوي. د بېلګي په توګه په موصل ښار کې يو ځوان پخپله موټر جوړ کړی دی او د کورنۍ له رستوران سره مرسته کوي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *