نوموړي د مې پر ۲۰مه، په خپاره کړي ويډيو بیان کې ويلي چې حکومت اراده لري چې زخمي زده کوونکو ته معاوضه ورکړي.
په غور ولایت کې وروستیو مرګونو او ویجاړوونکو سېلابونو د ۶۵ کلنې بيبي عایشې هر څه اخیستي دي. هغه اوس سرپناه نه لري او وايي چې تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې. نور جزییات په راپور کې:
جماعت اسلامي د مې پر ۱۹مه په پېښور کې د"غزې میلیون مارچ" په نوم غونډه وکړه چې پکې د ګوند مرکزي او صوبایي مشرانو او پلویانو ګډون وکړ. جلسې ته په خپله وینا کې د ګوند مشرانو وویل چې ملګري ملتونه او د انساني حقونو نور سازمانونه دې د اسراییل او فلسطین ترمینځ د اوربند لپاره عملي هڅې وکړي. ویډیویي رپورټ:
د ایران دولتي خبري اژانس "ارنا" د مې په ۲۰مه په یوه بیان کې تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور چارواکي د هیلیکوپټرې نسکورېدو پېښه کې مړه شوي دي. ژغورونکو د پېښې ځای کې مړي موندلي دي.
د مې پر ۱۹مه په کراچۍ کې هندوانو د دوی د نجونو د تښتولو او ورسره د جنسي زیاتي کولو د پېښو ضد احتجاجي لاریون کړی دی. احتجاج کونکو وايي د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د ډيفنس په سیمه کې د پاریه کماري په نوم یوه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. پولیس وايي چې د پېښې مقدمه يې درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي. ویډیویي رپورټ
د ایران سرکاري خبري اژانس ارنا د مې پر ۲۰مه په یو بیان کې تایید کړې چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره نور یو شمېر چارواکي د هیلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي. ژغورونکو نن سهار (مې ۲۰مه) د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې مړي موندلي دي.
په اسلام اباد کې د مې پر ۱۹مه فعالانو د کشمیري شاعر احمد فرهاد د ورکېدنې ضد احتجاج وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۵مه، نامعلومو کسانو احمد فرهاد له خپل کور څخه بيولی دی او لا هم ورک دی. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې احمد فرهاد دې خوشې کړل شي او یا دې عدالت ته وړاندې کړل شي. ویډیویي رپورټ:
احمد ظاهر، مولا داد سلطان، حضرت علي او حبیب الله په هغو څلورو خبریالانو کې دې چې پرضد يې مقدمې دایرې شوې دي.
دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ارنا د مې پر ۲۰ په یو بیان کې کړې ده. بیان لیکي چې ژغورونکو نن سهار د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.
د ایران دولتي تلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل دولتي هیئت، د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي. ژغورونکو نن سهار د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.
په دې اړه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي دې ژوندي پاتې وي، هیلې په مړاوي کېدو دي.