د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اتحاد د چمن پرلت په ملاتړ د مې پر ۲۱مه په ټول بلوچستان کې پیه جام هړتال کړی وو. په دې لړ کې له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلونکې ټولې وړې او لويې لارې د هر ډول ټرافيک لپاره تړلې وې. د چمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې روان دی. پرلتوال غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې د هغوی لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي او د پخوا په شان دې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر افغان تذکرې او پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه د هغوی دا غوښتنه نه ده منلې. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د ماحولیاتي بدلون له کبله بارانونه بې ترتیبه شوي دي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې سېلابونو کروندګرو ته تاوانونه اړولي دي. له دې سره سم کروندګر د تخمونو او درملو لوړو بیو له ستونزو سره مخامخ کړي دي. بلخوا چارواکي وايي چې د کروندګرو لپاره یې پر یو شمېر پروژو کار روان کړی دی.
د خېبر پښتونخوا په کواټ کې دوه ورځنی هنري نندارتون پای ته رسېدلی دی. د اغوش سکول په نوم تعليمي اداره کې دا نندارتون د مې پر ۱۹مه پيل شوی وو. په هغه ښوونځي کې يتيمو ماشومانو ته وړيا زدکړې ورکول کېږي. د سکول ماشومانو وويل هغوی ډېر خوشحاله دي چې په اداره کې يې هنري نندارتون جوړ شوی وو. ويډيو رپورټ
د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مې پر ۲۰مه، د قزاقستان په سرښار استانه کې په دې اړه د کرغزستان د بهرنیو چارو له وزیر جین بیک کلوباییف سره لیدلي دي.
د هند تر انتظام لاندې کشمیر يو انځورګر او هنرمند وايي چې له ناهيلۍ او بدو عادتونو څخه د ځان ژغورلو لپاره يې انځورګرۍ او سندرو ته مخه کړې ده. د سرينګر ښار اوسېدونکی شاهد شبیر وايي چې هلته يې د اوږدې مودې ناارامۍ له وجې ژوند ډېر اغېزمن شوی دی چې په نتيجه کې یې يوشمېر خلک په نفسیاتي يا رواني ناروغیو اخته شوي او یا یې نشو ته مخه کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور.
دا له هغه وروسته ده چې د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د مې پر ۲۰مه د رييسي مرستيال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکه.