پر اوکراین د روسیې یرغل او ملګروملتونو کې د افغانستان پر مثبتې رایې غبرګونونه
وروسته له هغه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد فایق، پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د دې سازمان پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه، دغه پرېکړې ګڼ غبرګونونه راوپارول.
په مسکو کې د افعانستان سفیر سید طیب جواد، د دې سفارت په ټویټرپانه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره نیوکه وکړه او ویلي يې دي چې ملګرو ملتونو کې د روسیې محکومیت ته مثبته رایه ورکول، د افغانستان د ګټو خلاف عمل دی.
ښاغلي جواد د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته د ښاغلي فایق له خوا مثبته رایه"حیرانونکی" ګڼلې او لیکلي یې چې دغه پرېکړه د نورو "چارواکو او اړوند ډپلوماټانو" سره په همغږي نه ده شوې.
خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد فایق په خپل ټویټر کې د ۹ مواردو په لیکو سره له خپلې پریکړې یو وار بیا دفاع کړې ده.
ښاغلي فایق لیکلي، افغانستان د ملګرو ملتونو سره په همغږي او د اوکراین خلکو څخه د ملاتړ، پر افغانستان د پخواني سره پوځ د یرغل او د دې یرغل په پایله کې د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې او بدبختیو دوام، له سوله ییز ژوند افغانستان د خلکو ملاتړ کړې ده.
ښاغلي فایق لیکلي: "دا ملاتړ د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ او د دوستو هېوادونو سره په ملګرتیا چې د سلګونه زره افغانانو کوربه توب کوي او په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د بشري بحران د مخنیوي پروګرام له لارې د میلیونونه ډالرو نغدي مرستو ژمنه کړې شوی دی."
تردې وړاندې د طالبانو حکومت د روسیي او اوکراین په جګړه کې بې طرفي اعلان کړې او له دواړو هېوادونو يې غوښتي چې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي.
طالبانو دغه شان د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکه د افغانستان په استازیتوب، د ښاغلي فایق ملاتړ شخصي نظر بللی.
افغانستان له دې وړاندې هم د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال په خپل بېطرفه سیاست سره د کوم قُطب ملاتړ نهو کړی.
په ورته وخت کې په لندن کې مخکینی افغان ډپلوماټ، عزیز معارج په دې تړاو آزادي راډیو ته وویل: "خپله نصیر احمد فایق نه د طالبانو حکومت له خوا او نه هم د ملت له ټاکل شوی. دا یو کس دی چې امریکا په خپلې خوښې ټاکلی او خامخا به دی د غرب پالیسي مخ ته وړي؛ افغانستان همېشه په نړیوالو مسایلو کې د عدم انصلاک او بې طرفي غوره کړې ده. فایق چې د روسیې په اړه څه وایي، د امریکا د پالیسي له مخې خبره کوي."
د نصیر احمد فایق دغه پرېکړه، د دې د همکارانو له غبرګون سره هم مخ شوی دی، په ملګرو ملتونو د افغانستان د استازولۍ لومړي سکرتر، لطف الله لطفي هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک ته د افغانستان مثبت رایه او د روسیې محکوم کول،"په نړیوالو موقعیتونو کې د بې طرفۍ د دایمي دریځ څخه انحراف" دی.
د ملګرو ملتونو دا کمسارې بېړنۍ عمومي غونډه د دغه سازمان د امنیت شورا په غوښتنه رابلل شوې وه.
غونډه کې د ملګرو ملتونو له ۱۹۳غړو د افغانستان په ګډون، ۱۴۱ غړو دې پرېکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرېکړه لیک پر اوکراین د روسیې یرغل غندي او له دغه هېواده غواړي چې خپل ځواکونه په سملاسي ډول له دغه هېواده وباسي.