د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن ومړ
د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن د زړه د حملې له امله ومړ. نوموړي ۵۲ کاله عمر درلود چې نن د تایلنډ په کوساموي ښار کې یې ساه ورکړه. د کرکټ د مشورې وېب پاڼې کرک اېنفو د راپور پر بنسټ نوموړی په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د اسټرالیا لپاره لومړنۍ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه وکړه، وروسته د پنځوس اورېزه لوبو لپاره هم وټاکل شو او ان تر ۲۰۰۷ میلادي کاله يې نړیوال کرکټ وکړو. شین وارن په خپل وخت کې د اسټرالیا مهم ورو توپ اچونکی بلل کېده چې په ښي لاس يې لیګ بریک ګوګلي توپ اچونه کوله. نوموړي په ۱۴۵... Читать дальше...