Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 11.03.2022

ماښام خټک انګریزۍ ته د ژباړل شویو ټپو کتاب چاپ کړ

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې اورئ چې کراچۍ کې مېشت لیکوال، شاعر او مدافع وکیل ماښام خټک ټپې انګریزۍ ته ژباړلي او کتاب یې چاپ کړی دی. پر دې سربېره د زما داغستان کتاب د یوې بلې برخې ژباړه هم درته لرو. مشال راډیو هره اوونۍ دغه ادبي او کلتوري خپرونه تاسو ته وړاندې کوي چې پکې د معاصرو لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره د هغوی پر فن او کار خبرې کوو.

بابر افتخار: د پاکستان پوځ له سیاست سره کار نه لري

Mashaalradio.com 

جنرال افتخار دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې پاکستان کې یو ځل بیا بحثونه پیل شوي چې دي چې پوځ په سیاسي چارو کې دخیل دی او داسې ګنګوسې دي چې د مخالفه ګوندونو له پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) سره پټې رابطې لري.

بنو کې پښتون قامي جرګه: ارزښت او هیلې

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د مارچ پر اوومه مشال راډيو ته ویلي ول چې د بنو د جرګې د اجنډې واک یې ګډونوالو ته سپارلی او هغوی اختیار لري چې له خپلې پوهې سره سم، د پښتنو د مسلو د هواري لارې پیدا کړي.

پارلېمنټ لاجز پېښه: مولانا فضل الرحمان د احتجاج ختمولو اعلان وکړ

Mashaalradio.com 

شیخ رشید دعوه وکړه چې د جمعیت علمای اسلام (ف) د رضاکارانو د سازمان انصارالاسلام له مشرانو سره یې "پینځه ساعته" مذاکرات وکړل او ورته یې وویل چې له پارلېمنټ لاجز دې ووځي، خو هغوی دا خبره و نه منله، نو ځکه یې پولیسو ته د هغوی د ګرفتارۍ امر وکړ.

د پاریس په مرکزي کوڅه کې د ګڼو څارویو ننداره

Mashaalradio.com 

د پاریس شانزې لیزې کوڅې ته هر کال له نړۍ ګڼ سیلانیان ورځي. خو د مارچ پر شپږمه هغه کوڅه څارویو ته ځانګړې شوې وه. د فرانسې د کرنیزې یا زرعي مېلې ګډونوال سره د خپلو څارویو هلته ورغلي ول او له دې یې موخه دا وه چې خلک د شپنو له ژوند او کاره خبر کړي. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *