Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 23.03.2022

"پاکستان ورځ" ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

د پاکستان ورځې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر او وزيراعظم په ولس غږ کړی چې د ټولنیزې او اقتصادي پرمختيا لپاره په ګډه کار وکړي. په دې موقع د هر کال په شان د مارچ په ۲۳مه، د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې په يو لړ مراسمو کې د وسلو ښودنه وکړه. په دې وسلو کې ميزايل او ټينکونه شامل وو. پر دې ورځ د پاکستان هوايي ځواکونو پيلوټانو کرتبونه هم وښودل. په دې مراسمو کې د نړۍ د ځينو هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو.   د پاکستان ولسمشر عارف علوي دې غونډې ته په خبرو کې وويل چې د قوم په نوم یې پېغام دا دی چې هېواد... Читать дальше...

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان غونډه څومره اغيزناکه ده؟

Mashaalradio.com 

د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸مه غونډه وشوه چې پکې د افغانستان پر حالاتو هم خبرې او بحثونه وشول. د دې کانفرانس مقضد څه دی او ایا د ستونزو په هواري کې عملي اقدام کولی شي؟ دا د مشال راډيو تر رڼا لاندې د دې خپرونې موضوع ده.

د اوکراین ولسمشر: د روس بمبارۍ ماریپول ښار په کنډرو بدل کړی

Mashaalradio.com 

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زیلینسکي وايي د روس د څو ورځو "بې رحمانه بمبارۍ" محاصره شوی ساحلي ښار، ماريپول په کنډرو بدل کړی دی. زیلینسکي د مارچ پر ۲۲مه د ايټلي پارليمان ته د ويډيو له لارې وينا پرمهال وويل چې په ماريپول ښار کې هېڅ نه دې پريښودل شوي، تشې کنډرې دي. "دا ښار چې تر جګړې مخکې يې څلور لکه ابادي وه، اوس يوازې ملبه پاتې ده. زرګونه عام وګړي يې وژل شوي او نور يو شمېر يې خوندي ځايونو ته د وتو لپاره د لار موندلو په لټه کې دي." نوموړي تر دې مخکې د امريکا کانګرس او د بريتانيې ولسي جرګې (هاوس... Читать дальше...

ځینې افغان نجونې زده‌کوونکې: کله چې د طالبانو له پرېکړې خبر شوو پر موږ قیامت شو

Pa.azadiradio.com 

له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د دروازو د تړل پاتې کېدوپه تړاو د طالبانو پرېکړې د نجونو زده‌کوونکو تند غبرګونونه راپارولي دي. دوی وایي لوست‌یې حق دی او طالبان باید دوی ته د درس ویلو اجازه ورکړي. هغه نجونې چې اووه میاشتې د خپلو ښوونځیو د دروازه د خلاصون په تمه وې، نن بیا په سرو سترګو ناستې دي چې د ننني جنسیتي تبعیض درد بیانوي. نن چهارشنبه د طالبانو حکومت یو ځل بیا له شپږم ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته د تګ مخنیوی وکړ. هدیه او قدریه دوه هغه خویندې چې د ښوونځیو... Читать дальше...

پر ماریوپول د جګړې دوام؛ مسکو په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارونې احتمال نه‌ردوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د بندري ښار ماریوپول د نیولو لپاره او د کیف ښار شااوخوا جګړه داسې مهال دوام لري چې روسیې په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د کارونې احتمال نه‌دی رد کړی. د کرملېن یوه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، د هستوي وسلو برید هغه مهال شونی دی چې د ده په ټکو د هېواد د موجودیت په وړاندې یې ګواښ رامنځته شي. د کرملېن دغه دریځ د امریکا د دفاع وزارت غبرګون هم پارولی دی.  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د جګړې له پيل څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې د هستوي وسلو ستراتېژیک ځواکونه‌یې لومړی درجه احضاراتو ته راوستلي دي. Читать дальше...

د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د تړلو دوام ته پراخ غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام پرېکړه، په کور دننه او له هېواد بهر له سختو غبرګونونو سره مخ او غندل شوې ده.  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کې  دا عمل د تأسف وړ بللی. د یوناما مشرې دیبرا لانیز هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته، ښوونځیو ته د نه‌تلو اندېښمنوونکي راپورونه‌یې اورېدلي. مېرمن لاینز د پوښتنې په ډول لیکلي، نه‌پوهېږي چې لامل به‌یې څه وي؟... Читать дальше...

طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانیستل وځنډول

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مارچ پر ۲۳مه له شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونو د خلاصېدو یوازې څو ساعته وروسته د دغو  ښونځیو د بیا تړلو امر وکړ. د طالبانو د د تعليم وزارت ويلي چې دا سکولونه به هله پرانیستل کيږي چې د اسلامي قانون سره سم پلان ورته جوړ شي. د تعليم وزارت وياند، عزير احمد ريان د مارچ په ۲۳مه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دا حکم ورته د طالبانو مشرتابه ورليږلي. هغه زیاته کړه: ((د نجونو ټولو هغو ښوونځیو او ليسو ته چې له شپږم ټولګي څخه پورته دي خبر ورکول کېږي چې ديادو مکاتبو او ليسو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي. Читать дальше...

د هرات د زندان د مخکېنۍ مشرې کورنۍ: عالیه عزیزي لا هم د طالبانو په بند کې ده

Pa.azadiradio.com 

د تېر جمهوري نظام د هرات ولایت د زندان مشرې عالیې عزیزي کورنۍ وایي هغه لا هم د طالبانو په بند کې ده. د عالیې عزیزي یو کوچني زوی تازه په یوه خپره کړې وېډیو کې ویلي چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې له خپلې مور هېڅ احوال نه‌لري. په دې ۱۶ ثانیه‌یي وېډیو کې چې په خواله رسنیو خپره شوې، کوچنی محمد حسین چې ځان د عالیې عزیزي زوی معرفي کوي، د خپلې مور د ازادۍ غوښتنه کړې او ادعا کوي چې هغه د طالبانو په بند کې ده. عالیه عزیزي د تېر جمهوري نظام پولیسه چې د هرات ولایت د ښځو د زندان مشره وه، د کورنۍ د ادعا له مخې یې په نا مشخص تور طالبانو بندي کړې ده. Читать дальше...



د نوي ښوونیز کال پرانیسته؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې بیا منع شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت که څه هم نوی ښوونیز کال پرانیست، خو له ژمنو سره سره‌یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته د پیل اجازه ورنه‌کړه. نن سهار د طالبانو حکومتي اژانس باختر د پوهنې وزارت له قوله یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي. خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو له پرېکړې وروسته هم، د طالبانو د حکومت چارواکي په افغانستان کې د تعلیم لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د اعلامیې یوه... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله پر اوکراین د روسیې د یرغل غندنې ته رایې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ډیپلوماتان وايي تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن پر اوکراین د روسیې د یرغل د غندنې لپاره رایې ورکړي او پر کرملېن به تور ولګوي چې په دې هېواد کې یې یو وېروونکی بشري بحران رامنځته کړی دی.  ډیپلوماتان وايي چې د ملګرو ملتونو اعلامیه به پر مسکو غږ وکړي چې خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي او اجازه دې ورکړي چې بشري مرستې ملکي وګړو ته ورسېږي. عمومي اسامبلې د روسیې د یرغل پر ضد رایه ورکړې ده، خو اوکراین او لوېدیځ متحدان‌یې غواړي دا اسامبله د مارچ د دوهمې نېټې د غندنې پر موافقو رایو سربېره... Читать дальше...

د پاکستان پوځ دوه پیلوټان د تمریناتو پر مهال د الوتکې غورځېدو کې ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پوځ دوه پیلوټان پېښور ته څېرمه هغه وخت ووژل شول چې د دوی الوتکه د تمریناتو پر مهال وغورځېده. د پاکستان پوځ په یوه بیان کې پرون وویل چې د دې پیلوټانو د وژلو د پېښې تحقیقات به وکړي. د تمریناتو پر مهال د پاکستان پوځي الوتکې پخوا هم بیا بیا ټکر شوې دي. پاکستان د دغو الوتکو پرزې له چینه اخلي. په ۲۰۱۹ کال کې یوه پوځي الوتکه راولپنډۍ ته نږدې پر کورونو ولګېده چې ۱۹ کسان‌یې ووژل او په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان یوه جټ الوتکه اسلام‌اباد ته نږدې د تمریناتو پر مهال ولوېده چې یوازې پیلوټ په‌کې وژل شوی و.

تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال له البانیا د امریکا په لور روان شول

Pa.azadiradio.com 

تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال چې له څو میاشتو راهیسې یې په البانیا کې ژوند کاوه، د امریکا متحده ایالاتو په لور روان شول. دوی د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي وو. متحده ایالاتو ته د دې کسانو د لېږدېدو مراسم پرون په پلازمېنه تیرانا کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې جوړ شوي وو. د البانیا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې دغه هېواد د شااوخوا دوه ۲،۴۰۰ افغان کډوالو کوربه دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له امیر خان متقي سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د بشري مرستو، بشري حقونو، پراختیایي پروژو او د افغانستان د بانکي مسایلو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې دیبرا لاینز په دې کتنه کې د هغه راپور جزئیات له ښاغلي متقي سره شریک کړل چې په وروستیو کې یې د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړی و. متقي بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مأموریت د غځېدو په اړه وویل، هیله‌من دی چې د افغانستان لپاره به ښې پایلې ولري. Читать дальше...

ملګري ملتونه: نږدې ۳،۶ ملیونه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه نږدې درې ملیونه او شپږ لکه اوکراینیان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د دې ادارې د اړیکو د برخې مسؤل انډریس کرچ هاف پرون وویل چې یوازې دوه ملیونه او یو لک اوکراینیان پولنډ ته تللي دي. نوموړي  زیاته کړه چې له نړیوالې دوهمې جګړې راوروسته دا په اروپا کې د کډوالۍ تر ټولو ستر بحران دی. پر اوکراین د روسیې د برید روانه اوونۍ میاشت پوره کېږي. د ملګرو ملتو په وینا تر اوسه په دې جګړه کې ۹۵۳ ملکیان وژل شوي،... Читать дальше...

د ایټالیا پارلمان ته د زلنسکي وینا: ماریوپول ښار کې د روسیې بمبارۍ څه نه‌دي پرېښي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وایي، د ماریوپول په ښار کې د روسیې د بمبارۍ له امله څه نه‌دي پاتې. ولاديمير زلنسکي په ورته وخت کې پر مسکو غږ وکړ چې د اوکراین په دې سرحدي جنوبي ښار کې لږ تر لږه یو لک خلکو ته لاره ورکړي چې ووځي. په ماریوپول کې چارواکي وایي چې خلک خواړه نه‌لري، دوا خلاصه شوې، برېښنا بنده ده او د څښاک د اوبو ستونزه هم شته. د چارواکو په وینا د ماریوپول ترڅنګ د خیرسون په ښار کې چې روسي ځواکونو نیولی دی درې لکه کسان خوړو ته سخته اړتیا لري. د اوکراین ولسمشر پرون د ایټالیا پارلمان ته په انلاین... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار ډلې تازه راپور: طالبانو په هلمند کې انتقامي هڅې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

داسې راپورونه خپاره شوي چې په هلمند کې د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو تر وژلو وروسته، طالبانو انتقامي هڅې پیل کړې دي. طالبانو دغه ادعاوې رد کړي. د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې طالبان باید غچ وانه‌خلي، بلکې تورن کسان دې عدلي او قضایي ادارو ته وروپېژني. د بشري حقونو د څار ډلې په افغانستان کې غچ اخیستلو ته اندېښنه ښکاره کړې ده. د دې بنسټ د اسیا د برخې مسؤلې پترېشیا ګاسمن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې دوی په هلمند کې انتقام نه‌دی اخیستی، خو ګاسمن څرګنده کړه چې طالبانو... Читать дальше...

افغانستان کې د ښوونځیو له بیا پیلېدو د زده‌کوونکو او بشري حقونو څار ډلې هرکلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې نن د نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیستل کېږي. نړیوالې ټولنې له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې له طالبانو په پرله‌پسې توګه دا غوښتنه کوله چې دا ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی دی چې نن به د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي له لومړي ټولګي تر ۱۲مه پرانیستل کېږي. د کابل د یوه ښوونځي زده‌کوونکې ۱۴ کلنه الینا نظري د مکتبونو پرانیستو ته خوشحاله ده، خو داسې فکر کوي چې دا پلا به هغسې نه‌وي لکه تېر کال: "ټول له دې هېواده په تېښته کې شول، ښایي نجونې ونه‌کړای شي چې سمې ښوونځيو... Читать дальше...

اوکرانيان له بمونو په پټنځايونو کې څنګه ژوند کوي؟

Mashaalradio.com 

پر اوکراين د روس يرغل په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدونکي لسګونو زره اوکرانيان مجبوره کړي چې د خپلو کورونو په ځمکتلونو يا زیرزميني کې ژوند وکړي. ځينو هنرمندانو خو له هغه ځایه کنسرټونه هم کړي او پر انټرنيټ یې نړيوالو ته رسولي دي. دوی له دې لارې د اوکرايني ځواکونو لپاره مالي مرستې راټولوي.

د افغانستان په اړه وروستیو تحولاتو ته د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کتنه

Pa.azadiradio.com 

ډېلي ټایمز د پاکستان ډېلي ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د اسلامي پراختیايي بانک د رئیس پر وروستیو څرګندونو لیکنه خپره کړې ده. محمد سلیمان الجاسر د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸مې غونډې ته په خبرو کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو، پراختیايي ادارو، بشري سازمانونو او مرستندویانو غوښتنه وکړه چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د نوي صندوق سخاوتمندانه ملاتړ وکړي. ډېلي ټایمز زیاتوي، اسلام‌اباد د اسلامي همکاریو سازمان د دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی چې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *