د نورستان خلک طالبانو ته : د پارون ۵۰ بستریز روغتون نا تمامه چارې بشپړې کړئ
د نورستان اوسېدونکي وايي،په پارون کې د تېر حکومت پر مهال د یو پنځوس بستریز روغتون د ودانۍ چارې پیل شوې وې چې نزدې پنځوس سلنه کارونه يي ترسره شوي،خو د نامعلومو ستونزو له امله يي چارې پر ټپه ولاړې دي.
دوی وایي، د تعمیر نشتون ناروغان او روغتیا پالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پارون قومي شورا مرستیال مولوي عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل د مجهز روغتون نشتون په وجه يي ډیری وخت ناروغان ډاکټر ته له رسېدو وړاندې په لاره کې ساه ورکوي چې تازه بېلګه يي درې ورځې وړاندې د یوې ماشومې مړېنه ده.
هغه وویل:" یوه ماشومه ناروغه وه،موږ د درملنې لپاره کونړ ته روانه کړې وه چې په لاره کې يي ساه ورکړه.داسې ډېرې بېلګې موږ لرو چې د روغتون نشتوالي په وجه مو ناروغان د معمولې ناروغۍ له امله بې درملنې مرې.پنځه کاله کېږي چې د روغتون پر ودانۍ کار پیل شوی و.لومړیو وختونو کې يي کارونه چټک روان و،خو دري کاله کېږي چې چارې يي بندې دي.لاره هم خرابه ده،کندې پکې جوړې دي.په خټو کې روان یو،کله موټر چپه شي او کله هم بله ستونزه جوړه شي.ناروغان په اسانه بل ځاي ته نشو رسولی."
صاحب داد همدرد وایي د روغتون د نشتون له امله په ډېرو ستونزو یې ځان جلال اباد ته رسولی او هلته يي درملنه پیل کړې ده.
همدرد د نورو نورستانیانو په څېر له حکومته غواړې چې د روغتون پر ټپه ولاړې چارې دې بېرته پیل کړې او دوی دې له اوسنیو ستونزو وژغورې.
همدرد زیاتوې:" پارون د نورستان مرکز دی.هلته یو پنځوس بستریز روغتون شروع شوی و،خو څه موده کېږې چې کارونه يي بند دي.له حکومته مو هیله دا ده چې دا یو روغتون خو جوړ کړې چې دنورستان د مرکز خلکو ته خو اسانتیاوې برابرې شي.په پارون کې د ناروغانو درملنه نه کېږي.خلک کوشش کوي چې د درملنې لپاره یي کونړ ته ورسوې،خو هغوي د ډاکتر او روغتون په ارمان په لاره کې ساه ورکړې."
په نورستان کې د عامې روغتیا ریاست مسؤلین هم وايي،اوس مهال دوی په یوه کرایه کور کې چې په صحي لحاظ د روغتون لپاره مناسب هم نه دی خپل کارونه پرمخ وړي.
د دوي په خبره چې یاده ستونزه يي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له مشرانو او اړوندو مؤسسو سره شرېکه کړي او وزارت ورته ډاډ ورکړی چې د پارون روغتون په ګډون د ټولو نېمه کاره پروژو کارونه به پیل کړې.
په نورستان کې د عامې روغتیا سرپرست رئیس مولوي نقیب الله نوري ازادۍ راډیو ته وویل:" په پارون کې د جوړېدونکي روغتون ودانۍ چارې تقریباً ۴۵٪ ترسره شوې او نورې نېمه کې پاتې دي.دغه ستونزه مو وخت په وخت وزارت،سویډیش،اوچا او ډبلیو اېچ او سره شرېکه کړې ده.وزارت راته ډاډ راکړی چې کومې نیمګړې پروژې دي دا به بیا شروع کېږي او په دې کې به د نورستان ولایتي روغتون هم شامل وي."
د نورستان اوسېدونکي پخ داسې حال کې د مرکزي روغتون د ابادۍ چارو د بیا پیل کولو غوښتنه کوي چې څو ورځې وړاندې د یاد ولایت چارواکو د اته اتیا ملیونه افغانیو پر لګښت په پنځوو ولسوالیو کې د یو شل بستریز روغتون په ګډون لسو روغتیايي مرکزونو ته د ودانیو جوړلو اعلان وکړ.