Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2023

کرکټ؛ افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته خپل سفر پیل کړ

0
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو سیالیو په پار بنګله‌دېش ته ولاړه.


د کرکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو او نورو کارکوونکو په ټولنیزو رسنیو د خپلو انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې له عربي متحده اماراتو د بنګله‌دېش پر لور روان شوي دي.


افغان لوبډلې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل کړی و.


په یاد کمپ کې د یو ورځنیو سیالیو د لوبغاړو ترڅنګ د شل اوریزو سیالیو تمریناتي کمپ هم پیل شوی و، خو لا د بنګله‌دېش پر وړاندې دوه شل اوریزو سیالیو ته لوبډله نه ده اعلان شوې.


ټاکل شوې، چې افغانستان د بنګله‌دېش په کوربتوب د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیل کړي.


تر دې دمه د کرکټ بورډ ادارې په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *