Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 04.07.2023

اکپس بنسټ: ښايي په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي

Pa.azadiradio.com 

د اکپس په نوم یوه خپلواک بنسټ په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې ښايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان بشري وضعيت لا خراب شي. د اکپس په نوم یوه خپلواک بنسټ په خپل راپور کې چې د جولای په ۴مه یې خپور کړی دی، راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري وضعيت د خرابېدو وړاندوینه کړې ده. اکپس چې یوه څېړنیز بنسټ دی او د بشري مرستو رسوونکو موسسو ته راپورونه او تحلیلونه برابروي، تازه یې په خپل راپور کې څلور هغه عوامل روښانه کړي چې له امله یې په افغانستان کې بشري وضعيت خرابېدلای شي. دې بنسټ په کلیوالو سیمو... Читать дальше...

طالبانو په افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې یوه سرچینه وايي، د طالبانو د حکومت د نوي بندیز له مخې به په ټول هېواد کې د ۱۲۰۰۰ ښځینه سینګارتونونو فعالیت بند شي. د افغان ښځو او نجونو پر فعالیتونو د بندیزونو د لګولو په دوام، ادعا کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، دوی د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د ښځو د سینګارتونونو د کار د بندېدلو مکتوب... Читать дальше...

د ژوب پرلتوالو سبا کاربنديز اعلان کړی

Mashaalradio.com 

پرلت کوونکي وايي، تر څو چې یې ټولې غوښتنې منل شوې نه وي احتجاج او پرلت ته به دوام ورکوي. دوی د جولای پر پینځمه نېټه په شیراني کې د کار بندیز (پهیه جام هړتال) اعلان کړی دی او دا یې هم ویلې دي چې پر دغه ورځ به د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې (های وې) څوک سفر ته نه پرېږدي.

ایا برتانيا کې د پښتنو د دوو کلیو په زرګونو مېشتو کورونيو خپل دود ساتلی؟

Mashaalradio.com 

ایا خبر یاست چې په برتانيا کې د پښتنو د خټک قبیلې يوازې د دوو کليو له ۳۰ څخه واخلې تر ۴۰ زره پورې کسان ژوند کوي.؟ هم له دې وجې د نوښار د کوټلي کلان او صالح خانې کليو ته وړوکې برتانيا ويل کېږي. په برتانيا کې دوی د صالح خانې په پښتنو مشهور دي. خو دوی کله او څنګه برتانيا ته ولاړل، ایا له څلورو نسلونو هلته ابادو دغو پښتنو خپل دود او دستور ژوندی ساتلی او ایا دوی د برتانيا په ټولنه کې ضم شوي او که نه؟ د دې او نورو پوښتنو ځوابونه په برمنګهم کې مېشت د کوټلي کلان اوسېدونکي بیرسټر اورنګزېب خټک څخه واورئ چې هم هلته زېږېدلی او لوی شوی دی. Читать дальше...

رسنۍ: القاعده په افغانستان کې ځایونه لري او الظواهري د سراج‌الدین په کور کې اوسېده

Pa.azadiradio.com 

لانګ وار ژورنال: امریکایۍ لانګ وار ژورنال انټرنېټي خپرونې په افغانستان کې د القاعده د حضور په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې د جون په ۳۰مه یې په یوه خبري کنفرانس کې کړي دي. بایډن وویل چې القاعده په افغانستان کې نه شته او متحدو ایالتونو په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره له طالبانو مرسته ترلاسه کړې ده. خو د لانګ وار ژورنال په وینا، د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، القاعده په افغانستان کې خوندي پټنځای لري... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *