Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 02.07.2023

ګرمه هوا؛ په نیمروز کې د ایسکریم خرڅولو بازار تود شوی

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې د هوا په ګرمېدو سره د ایسکریم خرڅولو د دوکانونو بازار تود شوی دی. د ایسکریم خرڅولو دوکانونه همداراز د ځوانانو د راټولېدو او بنداړ په ځای هم بدل شوی دی. نیمروز کې په دې وروستیو کې د تودوخې درجه ۴۵ سانتي ګراډ ته رسېدلې ده.

په جرمني کې د افغانستان لپاره کلتوري او هنري فیسټیوال

Pa.azadiradio.com 

ګویته انسټېټیوټ په جلا وطنۍ کې په جرمني کې د افغانستان لپاره کلتوري او هنري فیسټیوال. ګویته انسټیټیوټ په جلا وطنۍ کې د هغه فیسټیوال نوم دی، چې د جرمني کلتوري مرکز په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد په پلازمېنه برلین کې جوړ کړ. د یاد فیستیوال جوړونکي وايي، په یاد فیسټیوال کې په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغان هنرمندانو او فرهنګیانو ګډون کړی و. د دې فیسټیوال یو تن تنظیمونکي مسعود هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د ګویته انسټېټیوټ یا د جرمني کلتوري مرکز په کابل کې کار کاوه،... Читать дальше...

د بایډن څرګندونو ته غبرګونونه: صالح: طالبان د قراردادي ځواکونو په توګه استخدام شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ړنګ شوي جمهوري نظام ځینو چارواکو د ولسمشر بایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، طالبان د امریکا استخدام شوي ځواکونه بللي دي. د امريکا د ولسمشر جوبايډن دې خبرې چې القاعده په افغانستان کې نه شته او په دې برخه کې يې له طالبانو څخه مرسته ترلاسه کړې ده، بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. بایډن د جمعې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستان څخه د وتلو په اړه خپلې تېروتنې او ناکامي مني وویل، القاعده به نور په افغانستان کې نه وي او دوی له طالبانو څخه مرسته ترلاسه کوي، د هغه په وینا دا خبره یې اوس په حقیقت بدله شوې ده. Читать дальше...

د خوراکي توکو د بیو ټیټوالي په تړاو د طالبانو ادعا؛ خلک: د پېرلو توان نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د پرمختللو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ټیټې دي، خو یو شمېر افغانان بیا وايي، چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله د پېرلو توان نه‌لري. په داسې حال کې چې زیات شمېر افغانان د عایداتو له کموالي او بې کارۍ شکایت کوي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د احصایې نړۍ په نوم د ټویټر پاڼې د شمېرو په حواله په یوه ټوېټ کې ویلي، څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه منفي ١ ته رسېدلې ده. د احصایې نړۍ دا ټویټر پاڼه، ویبپاڼه نه لري،... Читать дальше...

چارواکي: روسي ځواکونو د کییف پر بېلابېلو برخو د بې پېلوټه الوتکو حمله کړې

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو تېره شپه هم د اوکراین د پلازمېنې پر بېلابېلو برخو د بې پېلوټه الوتکو حمله کړې ده. د اوکراین د پلازمېنې کییف د پوځي ادارې مشر سرهی پوپکو په ټلېګرام کې پر کییف د روسیې د تېرې شپې حمله د 'دښمن بله حمله' بللې ده. هغه لیکلي، چې دا مهال په دې حمله کې د احتمالي مرګ ژوبلې په باب معلومات په لاس کې نه‌شته. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په کییف کې نن سهار وختي پر ځايي وخت ۲ بجې د هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو. وروسته په کییف کې د چرو د لوېدو له کبله د یوه ملکي کس د سطحي ټپي کېدو راپور ورکړل شو. Читать дальше...

د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو ۶۵۱مه ورځ؛ د پرانيستو لپاره یې ملي کمپاين پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده، چې نن د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره ملي کمپاین پیل شي. داسې مهال چې د طالبانو له‌‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ۶۵۱ ورځې پوره شوې او ترڅنګ یې ۱۹۱ ورځې وشوې، چې دوی د نجونو پوهنتونونه هم تړلي، هاخوا په یوه تازه ګام کې نن د افغان نجونو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره ملي کمپاین پیلېږي. په دې کمپاین کې سلګونه سیاستوال، ټولنیز، مدني فعالان او نور برخه لري او نن د افغانستان په وخت د ماښام ۷نیمې بجې رسما پیلېږي. د دې کمپاین د رسنیزې کمېټې غړي عنایت ناصر ازادي راډیو ته وویل،... Читать дальше...

افغانستان کې د القاعده د نشتوالي په اړه د بايډن څرګندونې؛ طالبان: دا د حقايقو درک دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د امریکا د متحده‌ایالاتو د ولسمشر څرګندونې چې ویلي یې دي، په افغانستان کې القاعده نه‌شته، د حقایقو د درک په معنا بولي. د جون په ۳۰مه د امریکا د ولسمشر جوبایډن کومو څرګندونو ته چې په افغانستان کې یې د القاعده ډلې د نشتون په اړه کړي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د 'حقایقو د درک' نوم ورکوي. بایډن د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په اړه چې له افغانستانه یې د امریکايي عسکرو د ویستو په اړه د هغه په پرېکړې سخته نیوکه کړې، د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو:... Читать дальше...

د مثلث په دې خپرونه کې په سیمه کې د ترهګرو پر هلو ځلو بحث لرو

Pa.azadiradio.com 

دا مساله د جون په دوه ویشتمه یو ځل بیا وروسته تر دې ډيره مطرح شوه چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په ګډ بیان کې چې اته پنځوس مادې لري په سیمه کې د ترهګرو فعالیتونو ته اندیښنه ښکاره کړه. د دې ګډې اعلامیې په دوه دیرشمه ماده کې دواړو مشرانو، بایډن او مودي ټینګار کړی دی چې د هغو ترهګرو پرضد باید مبارزه وشي چې د ملګرو ملتو په لست کې شامل دي. په دې ډله کې د القاعده، داعش خراسان، لشکر طیبه، جیش محمد او حزب المجاهدین نومونه یاد شوې دي.



د بنګله‌دېش پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته د افغانستان لوبډله اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د بنګله‌دېش پر وړاندې دوه شل اوریزو سیالیو ته ۱۶کسیزه لوبډله اعلان شوه. د یکشنبې په ورځ د یادې ادارې له لوري ازادي راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې سیالیو ته یې ځینې پخواني لوبغاړي هم بېرته رابللي دي. په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، شهزادمحمدي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي، نوین الحق، وفادار مومند، فریدملک، نوراحمد او مجیب الرحمن شامل دي. Читать дальше...

په کابل کې د جاپان سفير د باميان کلتوري ساحې کتلي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، سفیر تاکاشي اوکادا په بامیان کې د کلتوري میراثونو ساحې وکتلې. سفارت وايي، جاپان په تېرو شلو کلونو کې یې د دې دغې کلتوري لرغونې شتمنۍ ملاتړ کړی، چې یونیسکو یې هم د ملاتړ هڅه کوي. د سفارت په ټویټر کې له پروني دې خبر سره عکسونه هم خپاره شوي، چې سفیر د بودا مجسمه او ورته څېرمه یې تاریخي ساحې له نږدې ګوري. سفارت لیکلي، چې دغه کلتوري میراث د بامیان اوسېدونکو ته یوه شتمني ده. ویل شوي د کابل لپاره د جاپان سفیر د دغو فرهنګي میراثونو د احیا او ساتنې لپاره د لرغونپوهانو د هغوی د غوره کار له کبله مننه کړې ده. Читать дальше...

آی او ایم: په تېر اپرېل کې ايران او پاکستان سره د افغانانو تګ راتګ زيات شوی

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي، په اپرېل میاشت کې له ایران او پاکستان سره د افغانانو تګ راتګ زیات شوی دی. دغې ادارې نن په یوه راپور کې ویلي، د روان میلادي کال له اپرېل تر مې میاشتې پورې د مخکېنۍ میاشتې په پرتله افغانستان ته له ایرانه د افغانانو تګ له ۸۴۹۱ څخه ۲۹زره ۴۴ ته زیات شوی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، له افغانستانه ایران ته هم د کسانو تګ په دې موده کې له ۵۶۶۹ څخه ۲۳زره ۶۸۱ ته زیات شوی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان خبر ورکوي، چې له افغانستانه پاکستان ته هم له اپرېل تر مې... Читать дальше...

د یوناما پخواني مرستیال د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما پخواني مرستیال توبي لینزر د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. هغه نن یکشنبه د ویسا په اړه د یوې ویډیو له بیا ټویټ کولو سره لیکلي، چې لوی اختر د ویسا د خوشې کولو لپاره بهترین وخت و. د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مسوول مطیع‌الله ویسا د مارچ میاشتې پر ۲۷مه په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شو، چې تر اوسه خوشې شوی نه دی. طالبانو ویلي، ویسا د دوی د نظام پر خلاف د خلکو د هڅونې په تور نیول شوی دی. پر افغانستان د طالبانو... Читать дальше...

فرانسه کې د اعتراضونو دوام؛ پر پنځمه شپه هم تر ۷۰۰ زیات کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې د اعتراضونو پر پنځمه شپه هم تر ۷۰۰ زیات کسان نیول شوي دي. پاریس، مارسي او لیون هغه ښارونه دي چې په تازه اعتراضونو، لوټ تالان او ورانیو کې زیات اغېزمن شوي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درمنن نن یکشنبه ویلي، چې تېره شپه د قانون د تنفیذ د افسرانو د قاطعانه اقداماتو له کبله لږه کراري وه. د فرانسې صدراعظمې الیزابت بورن ویلي، په ټوله فرانسه کې ۴۵زره امنیتي ځواکونه او اوروژونکي ګمارل شوي دي. تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په نانتر سیمه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه... Читать дальше...

چارواکي: روسیې پر کییف او شاوخوا ساحو بیا د بې پیلوټه الوتکو حمله کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین یو پوځي چارواکی وايي، روسیې تېره شپه تر ۱۲ ورځنۍ وقفې وروسته پر پلازمېنه کییف او شاوخوا ساحو بیا د بې پیلوټه الوتکو حمله کړې ده. اوکراین وايي، په دغه حمله ګې په ایران کې د شاهد په نوم جوړې شوې ۸ بې پیلوټه الوتکې او درې کروز توغندي شامل وو، چې ویشتل شوي دي. د کییف پوځي مشر سرهی پوپکو په ټلیګرام کې دا پر کییف د دښمن بله حمله بللې ده. په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز پرون شنبه ویلي، چې په اوکراین کې د روسیې جګړې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین تباه کوونکی اغېز کړی دی. Читать дальше...

 له رومانیا د روسیې د سفارت ۴۰ ډیپلوماتان او کارکوونکي وتلي

Pa.azadiradio.com 

پرون ناوخته د بخارست لپاره د روسیې د سفارت څلوېښت ډیپلوماتان او کارکوونکي له رومانیا ووتل. دا اقدام داسې وخت وشو، چې د رومانیا حکومت د جون میاشتې پر اتمه امر کړی و، چې مسکو دې په رومانیا کې خپل حضور کم کړي. د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په بخارست کې دې د مسکو استازولي په مسکو کې د بخارست له استازولۍ سره په انډول کې برابر وي. د دې امر له مخې مسکو اړ شو چې خپل ۵۱ بستونه کم کړي، خو ځینې بستونه له مخکې خالي وو، په دې معنی چې باید د یوولسو ډیپلوماتانو په ګډون ۴۰ کسان له بخارست وتلای. Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، نړۍ دې په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره اقدامات وکړي

Mashaalradio.com 

ایمنسټي انټرنېشنل د جولايي پر لومړۍ نېټه پر ټویټر په خپور کړي بیان کې ویلي چې" افغان نجونه او ښځې چې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ایسارې او له خپلو ټولو اساسي حقونو او ازادیو بې برخې دي."

کرکټ او افغانستان کې یې مينه‌وال؛ جهاد سنګين هر کال د کرکټ رمضاني سیالۍ جوړوي

Pa.azadiradio.com 

کرکټ داسې یوه نړیواله لوبه ده، چې ورځ تر بلې یې په ټوله نړۍ کې مینه‌وال ډېرېږي. په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو وروسته په دې هېواد کې هم د کرکټ د مينه‌والو شمېر زیات شوی دی. جهاد سنګین، د کرکټ داسې مینه‌وال او لوبغاړی دی، چې د ډېر شوق او علاقې له مخې یې په خوست ولایت کې د سپورټي وسایلو یو سنټر یا مرکز جوړ کړی او هر کال په روژې میاشت کې د کرکټ رمضاني لیګ هم جوړوي. له سنګین سره زمونږ همکاره ثنا کاکړ غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

ګارډين: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ایستلو جدي عواقب درلودل

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې پرون شنبه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر تازه راپور لیکنه خپره کړې، چې د هغه هېواد پر دواړو ولسمشرانو، له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي له کبله انتقاد شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور د جمعې په ورځ خپور شوی او وايي، د ۲۰۲۱م کال پر مهال د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن ادارو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې او وروسته اشتباهات کړي دي. ورځپاڼې د راپور یوه برخه را اخیستې چې وايي: "په افغانستان کې... Читать дальше...

یوې خيريه ټولنې په کابل کې زرګونه کورنيو ته د قربانۍ غوښه وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا اسلامیک ریلیف خیریه ټولنه وايي، د لوی اختر په مناسبت یې په پلازمېنه کابل کې زرګونه کورنیو ته د قربانۍ غوښه وېشلې ده. په هغه ویډیو کې چې دې کاناډايي مرستندویې موسسې پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، د دې ټولنې یو غړی چې نوم یې نه دی ښودل شوی د مرستې د وېشلو په حال کې وايي: "موږ په کابل کې شاوخوا شپږ زره کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشله او ځان مو ډاډه کړ چې باید هرې کورنۍ ته له پنځو کیلو لږه غوښه ورنه کړل شي." د کاناډا اسلاميک ریلیف ټولنه د دې مرستې خبر داسې مهال ورکوي چې د ازادي راډیو یو شمېر اورېدونکو... Читать дальше...

د ورزش يوه مدافع ټولنه: د نجونو د ورزش په خاطر بايد طالبانو سره حساب کتاب وشي

Pa.azadiradio.com 

د ورزش یوه نړیواله مدافع ټولنه وايي، له طالبانو سره د افغان ښځو او نجونو د ورزش د اساسي حق د تر پښو لاندې کولو په خاطر باید حساب کتاب وشي. د ځواک او ورزشي ظرفیت د مدافعانو د نړیوال ايتلاف په نوم د ټولنې مشرې اندریا فلورنس پرون پر خپل ټویټر لیکلي چې له افغان ښځو او نجونو څخه د ورزش حق تروړل شوی دی نو په کار ده، چې د طالبانو له حکومت او د ورزش له مسوولو ادارو څخه یې پوښتنه وشي. مېرمن فلورنس همدا راز لیکلي چې د المپیک نړیواله کمېټه او د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په دې برخه کې مهم رول لري. ... Читать дальше...

په ننګرهار کې د ترافیکو پېښو له کبله دوه کسان مړه او ۱۷۰ کسان ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، د لوی اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو په نتیجه کې شاوخوا ۱۷۰ کسان د ولایت او ولسوالیو روغتونونو ته د علاج لپاره راوستل شوي او درملنه یې شوې ده. باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، خبر ورکړی چې له دې ډلې دوه تنه مړه شوي هم دي. د اختر په ورځو کې د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم ترافیکي پېښو مرګ ژوبله اړولې ده چې په دې ترڅ کې د اختر په لومړۍ ورځ د بامیان- بندامیر په لویه لاره کې په یوه پېښه کې څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شول. د چارواکو په وینا، د موټر... Читать дальше...

د ایران ښځو ته د ورزشي سیالیو د لیدو اجازه غوښتل شوې

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د ایران پر رژیم غږ کړی، چې ښځو ته د ورزشي مسابقو د لیدو اجازه ورکړي. د منګولیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې دې وزیرانو په خپله وروستۍ غونډه کې همداراز په افغانستان کې هم په ټولنه کې د ښځو او نجونو د انډول، خوندي او با مفهومه ګډون غوښتنه کړې. د فرانسې، جرمني، اندونیزیا، لیښتین شتاین، منګولیا او جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرانې په دې وروستیو کې د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره راټولې شوې وې.

د هالنډ پاچا په مرییتوب کې د دې هېواد د تاریخي ښکېلتیا له کبله بخښنه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ پاچا ویلیم الکساندر په مرییتوب او وروسته په نننیو اثراتو کې یې د هالنډ د تاریخي ښکېلتیا په خاطر بخښنه غوښتې ده. پاچا الکساندر پرون د جولای لومړۍ نېټه په هالنډ او په کارابین کې د دې هېواد په پخوانیو مستعمرو کې د مرییتوب د پای ته رسېدو د ۱۶۰ کلیزې مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې په دې ورځ په هالنډ کې د مرییتوب د تاریخ یادونه کېږي نو ځکه د بشريت پر ضد د دې جنایت له کبله بخښنه غواړي. ویلیم الکساندر همداراز وویل چې د هالنډ په ټولنه کې توکمپالنه لا هم لویه ستونزه ده او ښايي ټول خلک د ده د بخښنې غوښتنه تایید نه کړي.

د افغان مېرمنو په ملاتړ د نړيوالو ډلو دريځ ولې نتيجه نه‌ده ورکړې؟

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل له نړیوالو غوښتي، چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي. دې سازمان په یو پیغام کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند له بشري جنایتونو سره انډول بلل کېدای شي. احمدتکل په دې اړه د ښځو د حقونو له مدافع فعالې نظیفې حقپال سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې په داسې حال کې چې د بشري حقونو نړیوالو ډلو په وار له طالبانو ورته غوښتنې کړي، علت څه دی چې تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *