Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 30.07.2023

جرګې د لطیف اپرېدي او د افتاب اپرېدي کورنیو ترمینځ روغه کړې

Mashaalradio.com 

په پېښور کې یوې جرګې د پخواني نومیالي وکیل او پښتون ملتپاله سیاستوال عبداللطیف اپرېدي او د پخواني قاضي افتاب اپرېدي د کورنیو ترمینځ روغه کړې ده. دواړو کورنیو له اته کلونو راهیسې دښمني لرله چې پر مهال یې د لطیف اپرېدي او افتاب اپرېدي په ګډون د دواړو خواوو اووه تنه ووژل شول. د جولای ۳۰مې جرګې ته یوشمېر سیاستوالان او ګڼ خلک ورغلي ول. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

افغان بڼوال او کروندګر: حاصلات زیات شوي، خو بازار نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تازه مېوو او ترکاریو د موسم په را رسیدو سره، د بېلا بېلو ولایتونو یو شمېر بڼوال او کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو د پلور د بازار له پیکه والي شکایت کوي. د ننګرهار ولایت بڼوال، سید اکبر ازادي راډيو ته وویل، سږ کال یې د خپل د باغ شفتالو په نېمه بیه پلورلې ده. سید اکبر وایي:" ما به په تېرو کلونو کې د شفتالو یو باغ له ۱۳ تر ۱۵ زره پورې پلوره، خو اوس مې هماغه باغ په شاوخوا اته زره افغانیو پلورلی، په دې مې یوازې د ځمکې اجاره اېستلې، په بازارونو کې ونه پلورل شو او دا یوه اقتصادي ضربه... Читать дальше...

یو شمېر ښځینه سېنګارکوونکې: طالبانو بې کارۍ او بې کارۍ جلاوطنۍ ته مجبوره کړو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر سينګار کوونکې وايي، وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې د هغوی فعالیتونه ودرول، له نهیلۍ او بې کارۍ څخه اړ وتي، چې له افغانستان څخه ووځي. په افغانستان کې د سينګارتونونو له تړلو څخه تر یوې اونۍ لږ وخت تېر شوی دی. د سينګارتونونو د بندیدو په اړه سينګارکوونکې د اندیښنې په څرګندولو وايي، چې د خپلو فعالیتونو په بندیدو سره، دوی د عايد بله سرچينه نلري او له همدې امله هېواد نه د وتو هڅه کوي. د کابل ښار يوه سينګارکوونکې، چې په خبره يې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل... Читать дальше...

خوست کې "ټن غر" کلنۍ مشاعره شوې

Mashaalradio.com 

د خوست په ورزې سیمه کې د جولای پر ۲۸مه د "ټن غر" په نوم کلنۍ دودیزه مشاعره وشوه چې پکې لسګونه شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون وکړ. ټن غر مشاعره له تېرو څلورو کلونو راهیسې کې کېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

د مسکو یو بوخت هوایي ډګر د بې پېلوټه الوتکې له برید وروسته لږ وخت وتړل شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پلازمېنې مسکو یو بوخت هوايي ډګر، د بې پېلوټه الوتکې د تېرې شپې تر یوې حملې وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شو. د تېرې شپې په حمله کې یو تن ټپي شوی او دوې ودانۍ زیانمنې شوي، چې دفترونه په کې وو. د روسیې د دولت تر ولکې لاندې ریا نووستي خبري اژانس هغه تصویرونه خپاره کړي، چې په کې ښکاري د مسکووا-سیټي تجارتي ساحې د یوه دفتر یو برج زیانمن شوی دی. د روسیې دفاع وزارت راپور ورکړی، چې پر پلازمېنه مسکو یوه بې پېلوټه الوتکه ویشتل شوې او دوې نورې ظاهراً هدف ته تر رسېدو مخکې سقوط شوي دي. دغه ادعاګانې په خپلواک دول تایید شوي نه دي. Читать дальше...

د ارزګان یو شمېر اوسیدونکي: نړیوال دې د خیریه مرستو پرځای پر اساسي پروژو کار وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت یو شمیر اوسیدونکي له نړیوالو خیریه موسسو غواړي، چې ورسره د خوراکي او غیر خوراکي توکیو د مرستې پر ځای، پر اساسي پروژو پانګونه وکړي. دوي وايي، د نړیوالو ترسره شویو میلیاردنو ډالرو مرستو، د خلکو په ژوند کې کوم محسوس بدلون نه دی راوستی. یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته دا هم ویلي، چې د موسسو د مرستو په وېش کې فساد هم موجود دی او په لرې پرتو سیمو کې د خلکو ترمنځ د ناندریو سبب شوي. په دې اړه د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

د ویسا د زنداني کېدو ۱۲۵ مه ورځ؛ بنېټ: د طالبانو دا کړنه خپلسرې او غیر عادلانه ده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وايي، د قلم لار بنسټ مشر مطیع‌الله ویسا بې له کوم تور څخه، له ۱۲۵ ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی. د ده له قوله، دا خپل‌سری او غیر عادلانه عمل دی. ښاغلي بېنېټ نن یک‌شنبه "د زمري میاشتې په اتمه" نېټه پر خپل ټوېټرپاڼه سمدستي او بې له کوم قید و شرطه د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې. د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا چې د زده کړو په برخه کې یې فعالېت کاوه، څلور میاشتې مخکې د طالبانو حکومت له لوري د دوی... Читать дальше...



اسټرالیا د سقوط شوې الوتکې د احتمالي مړو نومونه اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا لوی درستیز نن یکشنبه د هوايي ځواک د څلورو هغو غړو نومونه خپاره کړل، چې وېره کېږي د پوځ د یوې څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې به مړه شوي وي. د جمعې ناوخته د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو دغه  MRH-90 ډوله الوتکه د کوینس­لنډ ساحل ته څېرمه سمندر ته نسکوره شوه. دغې الوتکې په هغو پوځي تمریناتو کې برخه اخیسته، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او اسټرالیا ترمنځ پلان شوي وو.   د اسټرالیا لوی درستیز ډګر جنرال سایمن ستو-ارت  نن یکشنبه په سیډني کې له رسنیو سره په خبرو کې د دغو څلورو هغو پوځیانو نومونه خپاره کړل. Читать дальше...

د چین یو شمېر سیمې د سختو ورښتونو او دوکسوري استوایي توپان خطر سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د چین پلازمېنه پیکنګ او د دغه هېواد د شمال نورې برخې د احتمالي سختو اورښتونو او د دوکسوري په نوم د استوايي توپان د راتلو له خطر سره مخامخې دي. د چین د هواپېژندنې ادارې پرون په پلازمېنه پیکنګ کې د سختو اورښتونو جدي خبرداری خپور کړ او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې دباندې دې نه راوځي. د دوکسوري په نوم توفان تر دې مخکې د چین ساحلي ولایت فوجیان وځاپه او بیا نورو برخو ته خپور شو. د چین د پلازمېنې پیکنګ په تیانجین ښار او دوو شمالي ولایتونو هیبی او شانشي کې د خرابې هوا جدي خبرداری خپور شوی دی. د چین... Читать дальше...

راپورونه: سعودي به د اوکراین په اړه د یوې سرمشریزې غونډه کوربه وي

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان به د اګسټ میاشتې په لومړیو کې د اوکراین په اړه د یوې تنظیم شوې سرمشریزې کوربه وي. د سعودي یوه چارواکي د شنبې په ورځ اسوشېټېډ پریس اژانس ته ویلي، په دې غونډه کې به په اوکراین کې د روسیې پر روانه جګړه خبرې وشي. ریاض او کییف د دغو پلان شویو خبرو راپور سم دلاسه تایید کړی نه دی. دغه چارواکي، چې پر دې موضوع یې په عامه د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط اژانس ته ویلي، دغه سرمشریزه به د سره سمندرګي په بندري ښار جده کې وشي. د یاد شوي چارواکي په وینا، په دغو خبرو کې به د اوکراین... Читать дальше...

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن هم د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د بهېدلو اټکل کړی دی. دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شنبې تر څنګ نن یکشنبه هم په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پنجشېر، کاپیسا، پکتیکا، لوگر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی. دغې ادارې اټکل کړی چې په دغو ولایتونو کې به د اورښتونو اندازه له پنځلسو تر دېرشو ملي مترو پورې وي. د طالبانو حکومت ویلي، د تېرو څو ورځو سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د مړو شمېر تر ۴۰ اوښتی دی.

امریکایي پلاوی نن دوحه کې د طالبانو استازو سره دوه ورځنۍ خبرې پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو پلاوی نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره خپلې دوه ورځنۍ خبرې پیلوي.   په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: " دوی به د جولای پر دېرشمه په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره د تور لېست، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د اعتماد جوړونې د اقداماتو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.دا غونډې به دوه ورځې دوام ولري." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به د ښځو د حقونو، امنیت، اقتصاد او د نشه یي... Читать дальше...

یو شمېر خلک: د بهر ته تګ په نوم جعلي توریستي شرکتونو زرګونه ډالر راڅخه خوړلي

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر افغانان وايي، په افغانستان کې ځيني ګرځندوی او توريستي شرکتونه له خلکو په يوه او بل نوم پيسې او پاسپورټونه اخلي او بهرنيو هېوادونو ته یې د تللو ژمنې ورسره کوي، خو د دوی په خبره د ځينو شرکتونو ژمنې دروغ وي او خلک غولوي. د خيرالله خيرخواه په نوم د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی وايي، د يو فېس بوکي اعلان له امله ترې يو سياحتي شرکت ۱۵۰۰ ډالره واخيستل، خو وروسته ورته په ډاګه شوه چې ياد شرکت خيالي و او ده ته ورکول شوي ادرس کې يې ونه موند. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، د ده په څېر لسګونه ځوانان هره... Читать дальше...

امريکا او طالبان نن او سبا په دوحه کې پر اختلافي مسایلو غږیږي

Mashaalradio.com 

په غونډه کې د امریکا له خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري برخه اخلي. د طالبانو له خوا به د هغوی د حکومت د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی د طالبانو په استازولۍ ګډون کوي.

بېنېټ: له ۱۲۵ ورځو راهیسې د ویسا بې دلیله بندي ساتل غیر عادلانه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د تعلیمي هڅو مخکښ فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا ازاد کړي.   ښاغلي بېنېټ نن (د زمري میاشتې پر اتمه) پر خپل ټوېټر لیکلي،  چې مطیع الله ویسا له ۱۲۵ ورځو راهېسې بې له کومه تور څخه په زندان کې ساتل شوی او د نوموړي په باور دا خپلسرې او غیرعادلانه کړنه ده.   دیارلس ورځې وړاندې د قلم لار ټولنې غړو هم په یوې اعلامیې کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و چې د مطیع الله ویسا برخلیک معلوم کړي. Читать дальше...

ډېلي مېل : افغانستان به د نړیوالو بشري مرستو د کمیدو یو لوی قرباني وي

Pa.azadiradio.com 

ډېلي مېل : د برېتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د ملګرو ملتونو د یوه لوړ پوړي چارواکي په وینا لیکلي، چې په نړۍ کې بشري اړتیاوې اوج ته رسېدلي او دا ستونزه په پراخېدو ده. د لیکوال په باور له دې سره د اړتیاوو د تامین لپاره مرستې هم کمېږي، چې افغانستان به یې یو لوی قرباني وي. ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اجرائیه ریس د مرستیال او عملیاتي مشر، کارل سکاو (Carl Skau) په وینا لیکلي چې ویلي یې دي، دغه بشري بحران د دې سبب شوی، چې د خوړو نړیوال پروګرام په مارچ میاشت کې له افغانانو... Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر په باخموت کې د جګړې له لومړۍ کرښې لیدنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې درنې جګړې روانې دي، د دغه هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون په بخموت ښار کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدو ته ورغلی و. بخموت د دونېڅک سیمې په ختیځ کې پروت دی چې په تېرو ۱۷ میاشتو کې د خونړیو جګړو ډګر و، او روسیې په تېره مې میاشت کې ونیوه. زیلینسکي پرون (د جولای ۲۹مه) داسې مهال دې سیمې ته تللی و، چې د اوکراین په جنوب کې درنې جګړې روانې دي. هغه پر ټولنیزو شبکو هغه تصویرونه خپاره کړل، چې دی بخموت ته نژدې له اوکرایني سرتېرو سره یوځای ښيي. زیلینسکي د اوکراین... Читать дальше...

دوحه کې د امریکایي او طالب استازو د مذاکراتو بیا پيل؛ پایله به یې څه وي؟

Pa.azadiradio.com 

د متحدوایالتونو او طالبانو پلاوي د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې نن او سبا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف وړ مسایلو په اړه خبرې وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د واشنګټن له لوري، او د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی به د طالبانو په استازولۍ ګډون وکړي. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چې امریکايي پلاوی به د ښځو د حقونو،... Читать дальше...

د برېتانیا د مسلمانانو کلنۍ ستره غونډه نن هم دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په برېتانیا کې د مسلمانانو ۵۷ مه کلنۍ غونډه، چې پرون پیل شوه نن هم دوام لري.  پرون (د جولای ۲۹مه) د دې غونډې په لومړۍ ورځ اسلامي پوهانو ټینګار وکړ، چې د نړۍ ټول مسلمانان باید اوږه په اوږه، د یوې ټولنې په څېر د یوبل ترڅنګ ودرېږي.  دا غونډه د احمدیه فرقې په کوربه توب او د نژدې پنځه زره رضاکارانو په مرسته د همپشایر ښار په اوکلنډ فارم الټن سیمه کې جوړه شوې ده. په دې غونډه کې د ګډون لپاره له برېتانیا او نورو هېوادونو څخه شاوخوا ۴۰ زره کسان په همپشایر کې راټول شوي دي.

د ترکیې حکومت: خپلسري سوري کډوال دې له استانبول څخه ووځي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د استانبول ښار د والي دفتر د سوریې هغو پناه غوښتونکو ته، چې په دې ښار کې نه دي ثبت شوي، له ۲ میاشتو لږ مهلت ورکړی څو هغو سیمو ته ستانه شي چې لومړی ځل یې نومونه پکې ثبت شوي دي.  د والي د دفتر پر رسمي ویبپاڼه په خپاره شوې بیان کې په نورو ښارونو کې د سوریې ثبت شوي وګړو ته د سپټمبر تر ۲۴مې پورې مهلت ورکړی، چې له استانبول څخه ووځي او خپلو لومړنیو سیمو ته ستانه شي.  د سوریې له کورنۍ جګړې تښتېدلي میلیونونه سوریايي کډوال د ترکیې په بېلابېلو برخو، په تېره په سرحدي ښارونو کې اوسېږي.  له استانبول... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: په سرپل او روزګان کې د اوبو دوه بندونه جوړوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت غواړي د کانونو په بدل کې دوه د اوبو بندونه، یو په سرپل او بل په روزګان کې ورغوي.  د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پرون پر خپل ټویټر په یو بیان کې لیکلي، چې د مالیې، د کانونو او پټرولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت له استازو جوړې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم او د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د اغاجان بند د رغونې عملي تګلاره جوړه او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وسپاري.  دا دواړه پروژې د پرځېدلي جمهوري... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *