یوناما د کابل ښځینه معترضانو سره په تاوتریخوالي ژوره اندیښنه وښوده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په کابل کې د ښځو د نننۍ مظاهرې د تیت او پرک کولو په تړاو ژوره اندیښنه ښودلې ده. یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان له تاوتریخوالي پرته په ازاده توګه د نظر څرګندونو حق لري. یوناما ویلي، اوسني حاکمان باید خلکو ته دغه حق ورکړي. د طالبانو وسلوالو نن چهارشنبه د هغو لسګونو افغان ښځو د اعتراض د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې او پر دوی یې اوبه وشیندلې، چې په کابل کې د سینګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض راټولې شوې وې. اعتراض کوونکو ښځو د کار، ډوډۍ او عدالت شعارونه ورکول ... Читать дальше...