Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د افغان کډوالو مشر کمېشنر: پاکستان یوازې قانوني اسناد نه لرونکي افغانان ستنوي

0
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان لنډمهالی حکومت یوازې هغه افغانان هېواد ته ستنوي چې قانوني اسناد نه لري. نوموړي د اکتوبر پر څلورمه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته څه باندې اووه لکه افغانان ورغلي دي او ګڼ خلک هېڅ اسناد نه لري. ده دا تاثر ناسم وباله چې ګواکې په پاکستان کې رجسټر افغان کډوال په جرمونو یا ناامنۍ کې ککړ دي. مشر کمېشنر د قبایلو او سرحداتو چارو د وزارت (سیفران) چارواکی وي چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو چارې پر مخ وړي. له عباس خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *