له طالب زندانونو د معترضو مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنې او د وضعیت په اړه یې اندېښنې
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د طالبانو له لوري د نیول شویو معترضو مېرمنو:( ژولیا پارسي، ندا پرواني، پریسا ازادې او منیژه صدیقي) د خوشې کولو غوښتنه کړې.
ښاغلي فایق د دیسمبر په ۷مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:
" د معترضو ښځو نیول، شکنجه کول، تاوتریخوالی او جنسي ځورونه، د پخواني پوځيانو نیول، شکنجه او هدفي وژنې، د کورنیو د غړو څخه یې غچ اخېستنه او دهغوی توقیف او د هزاره او شیعه دیني عالمانو مرموزې، هدفي او زنځيري وژنې، د افغان ولس له کلتور، د اسلام د سپيڅلي دین له ارشاداتو او د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دي. "
نوموړي زیاته کړې د طالبانو د رژیم د دغو استبدادي او انحصاري کړنو او سیاستونو دوام، افغانستان له نړیواله انزوا او د دې هیواد خلک له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ کړي دي.
د طالبانو حکومت د نصیر احمد فایق د دې څرګندونو په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د ازادي راډيو پوښتنې ځواب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په زندانونو کې نیول شویو معترضو میرمنو ته نږدې کسان وايي چې د دوی روغتیايي وضعیت ښه نه دی او کورنۍ ته یې هم د لیدو اجازه نه ورکول کیږي.
د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې ندا پرواني ته یو نږدې کس چې نه یې غوښتل د دې موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل چې د اغلې پرواني روغتیايي وضعیت ښه نه دی او تیره دوشنبه د امنیت روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوې وه، خو کورنۍ ته یې تر اوسه د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
سرچینې زیاته کړه چې د اغلې پرواني څلور کلن ماشوم چې له هغې سره د وږي پر ۲۱مه د طالبانو لخوا نیول شوی و، بیرته خوشې شوی خو صحت یې ښه نه دی.
همدا شان د ښځو د حقونو ځینې افغان فعالانې دوه ورځې وړاندې ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د افغانستان د ښځو د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي چې د تلې په ۱۷مه نیول شوې وه، د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې ده او صحي وضعیت یې هم ښه نه دی.
دغه راز ادعا کیږي چې د ندا پرواني او ژولیا پارسي سربیره، منیژه صدیقي او پریسا ازاده هم د طالبانو په بند کې دي او د وضعیت په اړه هیڅ معلومات نشته.
د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې د طالبانو په زندانو کې دوی د وضعیت په اړه اندېښمنې دي.
یو له دوی ویدا ساغري ازادي راډيو ته وویل:
" فزیکي او رواني ځورونې او شکنجې ورکوي ، چې نجونې او ښځې په درو ، لغتو، څپیړو او سوکونو وهي. نجونې په یوه نمنجن ځای کې بندي دي، چې ډیر لږ اوبو او خواړه ورکوي هغه هم غیر صحي خواړه، همدا راز هلته حفظ الصحه نه مراعتیږي."
د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت مسوولې، شمایل توانا ازادي راډيو ته وویل:
" کله چې ښځو او نجونو په افغانستان کې، د خپلو حقونو د تر لاسه کولو او د هغوی د حقوقو نقضیدو لپاره خپل غږ پورته کړ، د طالبانو لخوا په سختۍ وځپل شوې ، هومره چې اوس څلور مېرمنې د طالبانو په زندان کې دي، چې له بده مرغه شکنجه کیږي او په سختو شرایطو کې دي، خو له بده مرغه ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې کوم عملي اقدام نه دی ترسره کړی، چې د ښځو خوشي کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي او ښځې خوشې کړي."
د طالبانو حکومت ویندویانو د دې ادعاوو په اړه د آزادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر اوسه یې د دې معترضو مېرمنو نیول نه تایید او نه هم رد کړی دی.
له دې وړاندې هم بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په وار- وار د طالبانو له حکومت څخه د دې مېرمنو د خوشې کولو او د ښځو پر وړاندې د دوی د سیاستونو د بدلولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په بر خه کې نرمښت نه دی ښودلی.
دوی ادعا کړې چې افغان ښځو ته یې د اسلامي شریعت له مخې حقوق ورکړي؛ هغه ادعا چې افغان ښځو او د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ته د منلو وړ نه ده.
راپور: ثنا کاکړ