د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په پام کې لري نن د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په بلنه امریکا ته سفر وکړي.
هغه به سبا سې شنبه سپینې ماڼۍ ته لاړ شي.
زیلینسکي تر دې مخکې د لاتینې امریکا له رهبرانو سره د کتنې لپاره ارجنټاین ته تللی و.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر بایدڼ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې چې د سې شنبې ورځ ورسره وګوري.
د هغې په وینا، په دې کتنه کې به بایډن د اوکراین د وګړو د ملاتړ لپاره د امریکا پر کلک تعهد ټینګار وکړي. Читать дальше...