Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 12.12.2023

میانمار د تریاکو په تولید کې له افغانستان څخه مخکې شو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، میانمار په ۲۰۲۳ کې د نړۍ په کچه د تریاکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد اعلان شوی. په راپور کې دا هم راغلي چې په دغه کال کې د افغانستان د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی.



د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي چې له وسلوالو ډلو سره به هیڅکله مذاکرات ونکړي، د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په وسلوالو بریدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي. تحریک جهاد پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید ذمه واري منلې ده. دا اوونۍ "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر دې موضوع له مېلمنو سره خبرې کوو چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ولې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی؟

شاه سعود له روایتي شاعرۍ لرې د شعر خپله یوه نوې نړۍ لري

Mashaalradio.com 

شاه سعود خپله اتمه شعري ټولګه تازه چاپ کړه چې «یو څوک به راشي » نومېږي. هغه مشال راډیو ته وویل، کوشش یې وي چې هر کتاب یې له بل نه جلا وي. هغه وايي، یوازې په شعر کې یې فلسفه نه ده ګډه کړې بلکې د ژوند نورو چارو ته هم د فلسفې له زاویې نه ګوري. هغه مني چې فلسفه او شعر ځان ځان له نړۍ دي خو وايي دا چې خپله یې فلسفه لوستې ده نو ځکه یې په شعرونو د فلسفې وزرې خورې دي. په خپرونه کې د ښاغلي سعود خوږه شاعري هم اورېدلی شئ:

يمن کې ولس د اوبو ذخيره کولو پخوانۍ لارې چارې کاروي

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه وایي یمن د نړۍ يو له هغو هېوادونه دی چې ولس یې د اوبو له کمي سره مخامخ دی. هلته په ځینو سیمو کې خلک د څښاک پاکې اوبه نه لري. دا شان په زیاتره سیمو کې خلکو د اوبو ذخیره کولو پخوانۍ طریقې خپلې کړي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیویي راپور.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *