Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 04.12.2023

د اسراییل د پوځ ټینګار؛ د غزې له خان یونس ښارګوټي دې خلک ووځي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ په غزه کې له خان یونس ښارګوټي د خلکو د وتو غوښتنه بیا تکرار کړه. په دې ښارګوټي کې چې په غزه کې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې څواوونیو کې په لسګونو زره بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې خلکو ته یې د وتلو خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې اسراییل په غزه کې ځمکني عملیات او هوایي بریدونه زیات کړي دي. اسراییل په غزه کې پوځي عملیات د یوه اوه ورځني اوربند له پای ته رسیدو وروسته پراخوي چې هدف یې د سخت دریځې حماس ډلې له منځه وړل ښودل شوې دي. حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره... Читать дальше...

د تاجکستان ولسمشر له نړیوال بانک څخه د کاسا زر پروژې د بېرته پیل غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وایي چې ولسمشرامام رحمان د نړیوال بانک له مشراجی بنګا Ajay Banga سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې اړتیا ده د برېښنا د لوړ ولتاژ لرونکې کاسا زر پروژې چارې بېرته پیل شي. د روسیې د انترفاکس خبري آژانس د راپورله مخې، په دې کتنه کې چې په دوبۍ کې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون د ۲۸ م کنفرانس په څنډه کې ترسره شوه، ولسمشر رحمان ټینګار وکړ چې د دغې سترې پروژې چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د انرژۍ مارکیټ له جنوبي آسیا سره نښلوي، کار یې باید له سره پیل شي. د راپورله مخې،... Читать дальше...

یوناما: تېره میاشت د هزاره ټبر شیعه ګانو ته خونړۍ وه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، تېره میاشت د هزاره ټبره شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات و. يوناما نن دوشنبه ( د ډسمبر ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې تېره میاشت په کابل، بغلان او هرات ولایتونو کې پر شیعه ګانو بریدونه شوي دي. افغانستان کې پر شیعه مذهبو وروستی برید د تېرې جمعې په ورځ په هرات کې وشو چې د دوو دیني علماو په ګډون یې ۶ تنه ووژل شول. یوناما د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د شویو پیښو د څیړنې، د عاملینو د حساب کتاب او له ګواښ سره... Читать дальше...

پاکستان: د ګیلګیټ د پېښې په تور ۱۷ کسان نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وایي، پولیسو په ګیلګیټ کې پر یوه بس د وروستي برید په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیولي دي. په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او پنځه وییشت نور ټپیان شوي دي. د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپورله مخې، د شمالي ګیلګیټ بلستان د سیمې د پولیسو مشرشاه ولي خان وویل چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې چې دغه پیښه شوې، پر یو شمېر ځایونو عملیات کړي او ۱۷تنه یې نیولي. هغه همدارنګه وویل چې د دې پیښې یوه بل سخت ټپي په روغتون کې ساه ورکړه او د مړو شمېر لسو ته ورسېد. پر دغه بس چې سپرلۍ یې له ګیلګیټ څخه د راولپنډۍ... Читать дальше...

د اقلیمي بدلون اغېزو ته اندېښنه؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یکشنبې په ورځ پر خپله X پاڼه لیکلي دي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی خو د اغېزو په وړاندې یې تر ټولو لږ مسوولیت لري. د اوچا په وینا، د ګلخانه يي د ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه یوازې ۰،۸ سلنه ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دي چې دوی باید د عادلانه حل لارو لپاره متحد شي او له هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنېدو په لومړۍ کرښه کې دي. په ورته وخت کې په افغانستان... Читать дальше...

د افغان پنا غوښتونکو پر وضعیت خبرې؛ درې لوړپوړي امریکایي چارواکي پاکستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت درې لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته ځي، څو په دې هېواد کې د مېشتو هغو افغان کډوالو په اړه چې د متحده‌ایالاتو ویزو ته یې غوښتن‌لیکونه سپاري، له پاکستان چارواکو او نورو ادارو سره خبرې وکړي. تمه ده چې له درېیو چارواکو څخه لومړنۍ یې(د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د وګړو او مهاجرینو چارو مرستیاله جولیتا والس نویس) نن اسلام‌اباد ته ورسېږي. د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په لومړۍ نېټه یوه اعلامیه کې لیکلي، اغلې نویس به د ډسمبر تر... Читать дальше...

اېچ ای وي او اېډز له یو بله څه توپیر لري؟

Mashaalradio.com 

نن په روغتیا او درملنه کې پر اېچ ای وي او اېډز غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي، اېچ ای وي یو داسې وایرس دی چې د وجود د رطوبتونو له لارې بدن ته داخلېږي او که پر وخت یې تشخیص او علاج و نه شي نو اېډز ناروغي ورڅخه جوړېږي. نن په دې اړه مفصل معلومات درکوو. بشپړه خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

امریکايي او پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په اړه خبرې کوي

Mashaalradio.com 

یوه امريکايي چارواکې په پاکستان کې میشت امریکا ته تلونکو افغان کډوالو د خوندي ليږد په اړه اسلام اباد ته ځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د کډوالو، نفوس او بې کوره شويو په برخې کې مرستیاله وزیره، جولیتا والس نویس به د دیسمبر له څلورمې تر اوومې پورې په پاکستان کې له چارواکو سره خبرې وکړي. په بیان کې راغلي چې د هغې د سفر هدف له خطر سره مخامخ اشخاصو د ساتنې لپاره د ګډو هڅو او په خوندي توګه امريکا ته د هغوی افغان کډوالو ليږدول دي چې پخوا یې په افغانستان کې له امريکايانو سره کار کړی وو. دغه... Читать дальше...



ایران۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په ورتګ بندیز لګولی دی

Mashaalradio.com 

د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس ته د دسمبر پر دویمه وویل چې دا بندیز د نومبر له ۳۰مې پیل شوی او دوی په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم کړي دي.

سپين ږیری دلاور خان د خپلو لمسو د عمر ماشومانو سره یوځای زده کړې کوي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د کوز دیر دلاور خان ۶۵ کلن دی خو اوس یې ښوونځي ته تګ پيل کړی دی او په لومړي ټولګي کې یې داخله اخیستې ده. هغه وایي له ماشوموالي څخه یې د زده کړو سره مینه وه خو د غریبۍ او سهولت د نشتوالي له وجې ترې سکول پاتې شوی وو. دلاور خان وایي د لمسو په عمر زده کونکو سره په یو ټولګي کې زده کړی کوي خو بده ورته نه ښکاري. د وسیم سجاد ویډیویي راپور.

استرالیا خپلو اتباعو ته؛ افغانستان ته له تلو ډډه وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته هغه خبرداری تمدید کړی چې افغانستان ته د نه سفر کولو په هدف یې ورکړی دی. دغه وزارت نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو دوامداره او لوی ګواښ لا پر ځای دی. په بیان کې زیاته شوې چې استرالیایي اتباع په افغانستان کې د تښتونې او توقیف له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د استرالیا بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د ګواښونو دغه راپورونه یې څنګه ترلاسه کړي، خو خپلو اتباعو ته یې سپارښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونه کړي. Читать дальше...

د کابل او ولایتونو د برېښنا پرچاوي ولې زیاته شوې؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ژمي له رانېږدې کېدو سره هوا مخ په سړېدو ده، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان د اکثرو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د برېښنا پرچاوي ډیره شوې ده. د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی جان محمد وايي، دوی په ورځ کې د څو محدودو ساعتونو ان کله کله د دقیقو په حساب برېښنا لري. هغه ازادي راډیو ته وویل: " يو څه وخت کېږي چې ننګرهار ولايت کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده، ننګرهار ته له پاکستان د کډوالو د راتلو شمېر هم ډېر شوی دی، بې‌وزلي او بې‌کاري هم زياته شوې. د خلکو ټول ژوند او کاروبار په برېښنا پورې تړلی دی. Читать дальше...

له ۷ ورځني اوربند وروسته په غزه کې د جګړو شدت

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلي پوځیانو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، بریدونه وروسته له هغه بیا پیل شوي چې د دوی ترمنځ ۷ ورځني لنډمهاله اوربند د جمعې په ورځ پای ته ورسېد. د دغه اوربند پر مهال د حماس له خوا یرغمل شوي ۱۰۵ تنه چې تر ډيره اسراییلیان وو، له ۲۴۰ فلسطیني زندانیانو سره تبادله شول. رویټرز خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې په کلابندې شوې او د کډوالو په ګڼ میشتې جنوبي سیمه کې پلان شوي ځمکني عملیات هم پيل کړي دي. دغه تاوتریخوالی داسې مهال... Читать дальше...

چین د هرات زلزله ځپلو ته لسګونه خېمې لېږلي

Pa.azadiradio.com 

چین د هرات له لسګونو زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو مرسته کړې ده. د چین د پیپلز ډیلې د ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۲۸۰ زیاتو زلزله ځپلو کورنیو سره د چین د خېمو مرسته شوې ده. ورځپاڼې په هرات کې طبعي پیښو ته د رسیدو د چارو ریاست د چارو د یوه چارواکي عبدالسلام بارکزي له قوله ویلي چې په زنده جان ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ هرې کورنۍ ته یوه خېمه ورکړل شوې او د مرستو دغه لړۍ به دوام ولري. د راپور له مخې، چین په دې وروستیو کې پربشري مرستو بار ۴۱کانټینرونه سیمې ته استولي او د وېش لړۍ یې له یکشنبې ورځې راهیسې پیل شوې ده. Читать дальше...

په بلوچستان کې د منظور پشتين په مشرۍ پر قافلې ډزې شوې دي

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په بلوچستان کې یې د مشر منظور پښتين په مشرۍ قافله ډزې شوې خو نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی البته دوه تنان ټپي شوي دي. په بلوچستان کې د دې غورځنګ مرستيال مشر زبیر اغا د دیسمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې ډزې په چمن کې هغه مهال وشوې چې د پي‌ټي اېم غړي د منظور پشتين په مشرۍ په تربت کې د بلوڅانو پرلت کې د ګډون لپاره تلل. هغه زیاته کړه چې په دې ډزو کې ۲ کسان زخميان شوي خو مشر ته یې زیان نه دی رسېدلی. زبیر اغا زیاته کړه: "ډزې امنيتي ځواکونو وکړې. په دغو امنيتي ځواکونو کې پولیس، لېويز او ايف سي (سرحدي ځواکونه) وو. Читать дальше...

کنعاني: ایران به په سوریه کې پر خپلو ګټو حملو ته ځواب ووایي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران به په سوریه کې پر خپلو ګټو حملو ته ځواب ووایي. د دې وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه څرګندونې نن دوشنبې په سوریه کې تېره اوونۍ د اسراییل له خوا د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو د دوو غړیو د وژل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. کنعاني وویل: "د ایران د ګټو پر خلاف او په سوریه کې زموږ د مشورتي ځواکونو پر وړاندې هر عمل به بې ځوابه پاتې نه شي." د ایران دولتي رسنۍ د ډسمبر په دوهمه راپور ورکړ چې په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د ځواک دوه... Читать дальше...

ګلګت بلتستان برید: حکومت نوي امنيتي تدابير اعلان کړل، خلکو احتجاجونه کړي دي

Mashaalradio.com 

د ګلګت بلتستان حکومت د ديامر په چلاس کې د ۹ کسانو تر وژل کېدو وروسته نوي امنيتي تدابیر اعلان کړي او خلکو د امنيت لپاره مظاهرې کړې دي. د ګلګت بلتستان وزیراعلی ګلبرخان د دیسمبر پر درېيمه په دغه پېښه کې د وژل شويو دوو پوځيانو تر جنازې وروسته خبریالانو ته وويل چې اوس به په حساسو سیمو کې د مسافرو بسونو سره امنيتي ګاډي ځي. د هغه په وينا په بريد کې د ښکېلو کسانو د نيولو کوښښ‌ روان دی. نوموړي زیاته کړه: "تر دې وروسته به له سکردو او ګلګت څخه د مسافرو موټرې سهار کې ووځي. دوی به د دیامر له حدودو د شپې په تياره کې نه بلکې په رڼا ورځ اوړي. Читать дальше...

د کندهار اوسېدونکي د بېلابېلو توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار اوسېدونکي د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه راټیټه شوې او باید د توکو بیې هم راټيټې شي. خلک په داسې حال کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي چې د افغانیو په مقابل کي د ډالرو بیه د پخوا په پرتله ډېره راټيټه شوې ده. په همدې حال کې د کندهار ښاروالۍ وايي، د سوداګرو او حکومتي مسوولانو په ګډون یو کمېسیون د نرخونو د ټاکلو لپاره مکلف شوی دی. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اسراییلي پوځیانو په غزې کې له حماس سخت دریځې ډلې سره جګړه کړې

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي پوځیانو نن دوشنبه په غزې تړانګه کې له حماس سخت دریځې ډلې سره چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، جګړه کړې ده. رویټرز خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیانو د کډوالو په ګڼ مېشته او کلابنده شوې جنوبي سیمه کې پلان شوې ځمکنۍ جګړه پيل کړې ده. رویټرز بې له دې چې د کره مرګ‌ژوبلې شمېر وښيي لیکلي چې د اسراییلو په تازه بمباریو کې لسګونه فلسطینیان وژل او ټپیان شوي دی. د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ جګړه له ۷ ورځني اوربند وروسته چې د ‌ډسمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد، بېرته پيل شوې ده. Читать дальше...

جاپان له افغانستان سره د ٥۸.۴ میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

جاپان له افغانستان سره د اته پنځوس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې ده. په کابل کې د جاپان سفارت نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسېږي. د دغو مرستو اعلان داسې مهال کېږي چې نن د اکتوبر څلورمه په افغانستان کې د وژل شوي بشرپاله جاپاني تیتڅو ناکامورا څلورم تلین دی. ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. Читать дальше...

د کراچۍ پولیسو په زور د افغانانو د ایستلو پر ضد د احتجاج کونکو په خلاف مقدمه لیکلې ده

Mashaalradio.com 

د کراچۍ صدر  دارټیلري ميدان تاڼې د پولیسو مشر امین کوسو د ډیسېمبر پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې هغه کسانو د احتجاج په مهال د ریاستي ادارو ضد وېناګانې کړي او هڅه یې کوله چې خلک د ریاست ضد راوپاروي.

د اوکراین په خرسون کې د روسي ځواکونو د ډزو له کبله دوه اوکراینیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د روسیي ځواکونو په درنو ډزو کې لږ تر لږه ۲ اوکراینیان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د ازادي راډیو د اوکراین څانګې د خرسون د والي اولکساندر پروکودین په حواله ویلي چې روسي ځواکونو دغلته تېره ورځ ۱۱۷ هدفونه ویشتي دي. د نوموړي په خبره په دغو بریدونو کې د هستوګنې کورونه، روغتیایي مرکزونه او یو شمېر نورې ودانۍ هم زیانمنې شوي دي. روسي چاروکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري.

طالبان: تېر کال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمن شوي

Pa.azadiradio.com 

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، تېر کال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمن شوي دي. د دغه وزارت ویاند ملاجانان سایق د افغانستان له ملي تلوېزیون سره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په مرکه کې ویلي، همدې اغېزو ته په پام، دوی ته باید د اقلیمي بدلون نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي. د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کانفرانس د نومبر له ۳۰مې پر دوبۍ کې پیل شوی او د ډسمبر تر ۱۲مې پورې به دوام ولري. د راپورونو له مخې دغه کنفرانس کې د ۱۵۰... Читать дальше...

د ایران ملي امنیت شورا ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په سفر بندیز لګولی

Pa.azadiradio.com 

ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو سفر منع اعلان کړ او په دوی یې بېلابېل بندیزونه ولګول. د ایران ملي امنیت شورا ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په سفر بندیز لګولی او په دې ولایتونو کې یې د دوی استوګنه او کار روزګار هم منع اعلان کړی دی. دا خبره د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې کړې ده. هغه ویلي، له دې ولایتونو یو یې هم کرمانشاه دی چې په کې د لیندۍ له ۸مې د دې پلان تطبیق پیل شوی او دوی د ښار په ګډون په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم کړي دي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *