Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2023

Новости за 13.12.2023

د قوش تېپې کانال؛ هیلې، ننګونې او بې ځوابه پوښتنې

Pa.azadiradio.com 

د قوش تېپې کانال د افغانستان په شمال کې د اوبه خور تر ټولو ستره پروژه ده چې د طالبانو حکومت یې د جوړولو او بشپړولو ژمنه کړې ده. دې پروژې په افغانستان کې یو لړ هیلې ټوکولي خو د افغانستان ځینې ګاونډیان د دې اوبلارې له جوړېدو ښه زړه نه لري. د قوش تېپې کانال په اړه ډېرې پوښتنې شته؛ لکه دا چې د کار کیفیت به یې څومره معیاري وي؟ د جوړېدو بودجه به یې څنګه برابریږي؟ د ګاونډیو اندېښنو ته به څنګه ځواب وویل شي؟ او د بشپړېدو په صورت کې به د خلکو ژوند څنګه بدل کړي؟ په دې مفصیل راپور کې عصمت څاروان هڅه کړې چې دغو پوښتنونو ته ځوابونه ومومي.



خوست کې د صنعتي پارک جوړولو چارې بیا پیل شوې دي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د صنعتي پارک د جوړولو چارې یو ځل بیا پیل شوی دی. هغه چارې له ډېرې مودې راهیسې د بېلابېلو ستونزو له کبله ځنډېدلې وې. دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې زیاتره کارخانې په کورونو کې تولیدات کوي. صنعتکاران او پانګوال وایي، د صنعتي پارک له جوړېدو سره به یې د کار ساحه او فعالیتونه وده وکړي. ویډیویي راپور.

سپریم کورټ پوځي عدالتونو کې پر ولسي وګړو د مقدمو چلولو اجازه ورکړې ده

Mashaalradio.com 

د شپږ کسیزه جرګګۍ پینځو غړو د پخوانۍ پرېکړې ځنډولو په حق او یو یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده. له دې سره سم، جرګګۍ په پوځي عدالتونو کې د ملکیانو د محاکمې د لغوه کولو پخوانۍ فیصلې عملي کېدل تر بل امر پورې ځنډولي دي.

معذورانو پر چمن او سپین بولدک پوله د سفري اسنادو لازمي کېدو ضد لاریون کړی دی

Mashaalradio.com 

د ډېسېمبر ۱۲مې د لاریون ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومني او د چمن او سپین بولدک ترمینځ دې پر لاره د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د درابڼ اوسېدونکي پر امنیتي ځواکونو د وسلوال برید حال بیانوي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ کې د وسلوالو په برید کې د ۲۵ پوځيانو تر وژل کېدو وروسته ځايي خلک وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د خواوشا کورونو کړکۍ او دروازې یې ماتې کړې. بریدګرو د ډېسېمبر پر ۱۲مه لومړی له بارودو ډک ټرک له تاڼې سره نېږدې د پوځې مرکز په وره کې چوولی وو او بیا یې له سرتېرو سره نښته وشوه. د پاکستان نګران حکومت تور پورې کړی چې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري نو ځکه دې یې د طالبانو حکومت پر ضد کاروايي ‌وکړي. په کابل کې د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه غبرګون نه... Читать дальше...

د بلوڅانو د وژنې پرضد په کوټه کې پرلت دوام لري

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو پرضد له تربته د پیل شوي لاریون ګډونوالو د کوټې پر سرياب سړک پرلت وهلی دی. د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ تر انتظام لاندې د لاریون مشران وایي، حکومت هغوی د کوټې په سریاب سيمه کې ایسار کړي او د ښار مرکز ته یې نه پرېږدي. دا احتجاج تر هغه وروسته پیل شو چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د نومبر پر ۲۳مه په نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ. خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو. Читать дальше...

پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري

Mashaalradio.com 

خبرپاڼه وايي، په درابڼ کې د هغه بريد ذمه واري وسلوالې ډلې "تحريک جهاد پاکستان" منلې چې پکې "۲۳ امنيتي سرتېري ووژل" شول او لسګونه نور ژوبل شول. په خبرپاڼه کې دعوه شوې ده چې هغه وسلواله ډله له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *