په خوست کې ځینې شخصي بنسټونه هغو سیمو ته ګرځنده ډلې او درمل استوي چې خلک پکې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. په وروستیو کې ترېزیو ته هم یوه ډله تللې وه چې هلته یې د خلکو وړیا معاینې وکړې او ورته یې دواګانې ورکړې. د خوست اوسېدونکي د دې ډول خدماتو د زیاتېدو غوښتنه کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په وینا لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر پر ۲۳مه د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی. دوی حکومت ته درې ورځې وخت ورکړی دی چې نیولي مظاهرچیان دې خوشې کړي. دا تر هغې وروسته ده چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه پولیسو له بلوچستانه اسلام اباد ته پر ورغلیو لاریونوالو تشدد وکړ او لسګونه یې ونیول چې د بشري حقونو سازمانونو یې غندنه وکړه. خو پولیس وايي چې بلوڅانو ورباندې کاڼي وویشتل ځکه یې هغوی ونیول. په همدې حال کې د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په وینا... Читать дальше...
د غورځنګ يو مخکښ ادریس پشتين مشال راډيو ته وويل چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه به په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د پشتين د قضیې اورېدنه کوله خو د جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنین د نه موجودیت له امله وځنډېده.
کمېشن د ډېسېمبر پر۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ملک په بېلابېلو برخو کې په مبینه ډول د انتخاباتو کمېشن چارواکو د تحريک انصاف د ځينو نوماندانو له نوملیکنې انکار کړی چې د جمهوري اقدار خلاف کار دی.
په چمن کې د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.
په مراکش کې له سلګونو کلونو راهیسې د موسیقۍ يو ځانګړی قسم مشهور دی. دغه هنر ته "ملحون" ويل کېږي. له دې لارې شاعران خپل شعرونه له موسیقۍ سره وايي او هغه خبرې چې په عام ډول يې نه شي کولی، د سندرو په بڼه يې خلکو ته رسوي. په پخوا زمانو کې به عالمانو د ملحون په کارولو، د هنرمندانو په مرسته بې تعليمه خلکو ته علم رساوه خو اوس د مراکش د يو ځانګړي تاريخي هنر په توګه پېژندل کېږي. البته نوي ټېکنالوژۍ او کمپيوټري موسیقي، دې ارزښتمن او دودیز هنر ته خطر پېښ کړی چې ملګري ملتونه او د مراکش حکومت یې د ژغورلو کوښښ کوي. Читать дальше...