Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 07.10.2020

عبدالله عبدالله د هند د ملي امنیت سلاکار سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیان شنکر سره وګوري.  ښاغلی عبدالله د سولې د پروسې او د سیمه ییزې اجماع د غښتلتیا په خاطر د همکاریو د جلب لپاره هند ته تللی.  تمه ده ښاغلی عبدالله په دې څلور ورځني سفر کې وروسته د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره هم وګوري. د ملي مصالحې د عالي شورا سلاکار مجیب رحیمي ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی عبدالله به تر هند وروسته ازبکستان ته هم سفر وکړي. عبدالله عبدالله تر هند مخکې... Читать дальше...

نن سیمرغ البرز او شاهین آسمایي سره سیالي لري 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په ترڅ کې د سیمرغ البرز او شاهین آسمایي ټیمونه نن لوبه کوي.  د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې نننۍ مسابقه د ټولو ټیمونو د درېیمې مرحلې په ترڅ کې ترسره کېږي.  د دغې مرحلې په پیل کې پرون د طوفان هریرود د سپین غربازانو ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.  طوفان هریرود د نهو امتیازونو په ګټلو سره د دوهم ګروپ په سر کې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.  سپین غربازان ټیم هم د ۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره نیمه پایلوبې ته ووت.... Читать дальше...

ډبلیو اف پي: میلیونونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب خطر سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وایي، د دې احتمال شته چې په افغانستان کې به د هغو کسانو شمېر د ۲۰۲۰ کال تر پایه له پنځلسو میلیونو واوړي چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې ستونزې لري.  دا خبره د ډبلیو اف پي ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وکړه اوویې ویل چې ماشومان به ترټولو زیات اغېزمن شي. هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې له ۱۲ میلیونه زیات وګړي د خوړو د نه خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ وو، خو موږ اټکل کوو چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله به دغه شمېره څومیلیونه... Читать дальше...

د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال کنفرانس لپاره بحثونه پیل شوي 

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د څه باندې اویا هېوادونو، نړیوالو سازمانو او د مدني ټولنو استازیو د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال د کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحثونه پیل کړل.  افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په یوې ثبت شوې وینا کې وویل چې دغه کنفرانس به یو ښه فرصت وي چې نړیواله ټولنه یې له افغانستان سره د دوامداره ملاتړ په برخه کې نندارې ته وړاندې کوي.  د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د نومبر د میاشتې په ۲۳ او ۲۴ په جینوا کې د ملګروملتونو په مقر کې جوړېږي.  د افغانستان د مالیې وزارت د خبرپاڼې له... Читать дальше...

ایران کې د مدافعانو، وکیلانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنر میشل باچله په ایران کې د بشري حقونو د مدافعانو، وکیلانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.  ویل شوي چې په اوس وخت کې په ایران کې د بندیانو شمېر تر هغه زیات دی چې د دې هېواد زندانونه یې د ساتلو ظرفیت لري.  په دغو زندانونو کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله د حفظ الصحې شرایط لا خراب شوي دي.  باچله پرون په یوه بیان کې وویل چې د اوبو او ویروس ضد وژونکې مادې او نورو اړینو شیانو کموالي په بندیانو کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د یو شمېر مړینو سبب شوي دي. Читать дальше...

روسیه کې دوه ورونه د محرمو اسنادو د ورکولو په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکي وایي، یوسرتېری او د هغه ورور یې ګاونډي هېواد ایستونیا ته د دولتي محرمو اسنادو د ورکولو په تور نیولي دي.  د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي ادارې، اف اس بي پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دواړو تورنو کسانو لپاره جرمي دوسیه پرانیستل شوې خو په دې یې نورجزییات نه دي ورکړي.  دغه دواړه وروڼه چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي که مجرم وپېژندل شي، هریو به یې په شل شل کاله بند محکوم شي.  رویټرز خبري آژانس د ایستونیا د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبرورکړی چې ویلي یې دي په دې اړه روسیې ورسره رسمي تماس نه دی نیولی. Читать дальше...

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د جګړې دوام؛ تر اوسه ۲۴۰ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ سخته جګړه پرون هم روانه وه.  د نړیوالو له خوا د جګړې د درولو د غوښتنې سره سره دواړو لورو په قره باغ او شاوخوا سیمه کې پر یو بل بریدونو ته دوام ورکوي. د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند شوشان استیپانیان وویل، د شپې له خوا د قره باغ مرکز استاپاناکرت د لنډې مودې لپاره آرام و چې د آذربایجان ځواکونو بیا حملې پیل کړې.  آذربایجان ویلي چې ارمني ځواکونو یې پر څو سیمو بریدونه کړي دي.  د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې شخړې، د سپټمبر په ۲۷ مه پیل شوې.  دواړه لوري د په لسګونو ملکیانو... Читать дальше...

د روسي سیاستوال الکسي ناوالني پر مسمومېدو نوې موندنې

Pa.azadiradio.com 

د کیماوي وسلو د مخنیوي سازمان تایید کړه چې د روسیې د حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د مسموم کېدو په پېښه کې د نوویچوک مادې ته ورته مادې څخه استفاده شوې ده.  ښاغلي ناوالني د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پړ بللی دی.  له کیماوي وسلو څخه د استفادې د مخنیوي سازمان پرون وویل چې د آزموینو نتیجه ښیي چې د کیمیاوي منع شوې نوویچوک د کورنۍ د کیماوي مادې نښې د الکسي ناوالني په وینه او ادارو کې لیدل شوي دي.  د دغه سازمان عمومي ریس فرنانډو اریس وویل، د آزموینو نتیجه د جدي اندېښنې وړ ده.  هغه د دې سازمان... Читать дальше...

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې: له اوربنده مه وېرېږئ

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر وایي، طالبان باید له اوربنده ونه وېرېږي او باید دا په عمل کې وښي چې غواړي په دې هېواد کې روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي.  اشرف غني دغه څرګندونې پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې چې له څه باندې درې اونیو راهیسې د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، یوه څېړنیزانسټېټوټ کې وکړې. د افغانستان ولسمشر وایي، له طالبانو سره خبرې د دې لپاره کوي چې په هېواد کې روانه جګړه د خبرو له لارې هواره کړي او پر طالبانو هم غږ کوي چې همدغه لاره جدي مخ ته ونیسي.  هغه زیاته کړه: "موږ لېواله... Читать дальше...

د نواز شریف خلاف د بغاوت مقدمه حکومت نه ده کښلې: شبلي فراز

Mashaalradio.com 

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ويلي چې د دې هېواد د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن د رهبر نواز شريف پر ضد د بغاوت مقدمه حکومت نه ده درج کړې او نه هم پکې لاس لري. شبلي فراز د اکتوبر پر شپږمه (پرون) د وفاقي کابينې له غونډې وروسته په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې وزيراعظم عمران خان هم په دې کې ښکېل نه دی. له دې وړاندې پرون د لاهور پوليسو هم ويلي ول چې د نواز شريف او د هغه د ګوند د لسګونه غړو پرضد د بغاوت مقدمه د هېڅ رياستي ادارې لخوا نه ده درج شوې بلکې د بدر رشيد په نوم يوه کس درج کړې ده. Читать дальше...

سپټمبر میاشت کې له ږوبه تر کراچۍ غځېدلي سړک ټرافیکي پېښو ۱۲۸ تنه وژلي

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې خیر ښېګڼې یوه اداره وايي، په دغه صوبه کې یوازې په سېپټمبر میاشت کې ټرافیکي پېښو ۱۲۸ تنه وژلي او تر ۱۷۰۰ زیات ژوبل دي چې لویه وحه یې په صوبه کې د دوه رويه سړکانو نشتوالی دی. د ایوب ترین راپور

افغانستان کې ۱۹ کاله جګړه؛ ایا امریکا خپل هدف ته ورسېده؟

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د امریکا له برید ۱۹ کاله وروسته، متحده ایالاتو او طالبانو د سولې هوکړه‌لیک لا‌سلیک کړ، په داسې حال کې چې له دې هوکړې ۲۲۰ ورځې تېرېږي، لا هم په دې هېواد کې جګړه په شدت روانه ده.   د اکټوبر ۷مه، د طالبانو پر رژیم د امریکا د برید له ۱۹مې کلیزې سره برابره ده، خو د سولې له هڅو سره سره لا هم په دې هېواد کې د ټول‌شموله سولې، ثبات او امنیت څرک نه‌لیدل کېږي. دا جګړه چې په یو امر پیل شوه، خو په یوه توافق لا پای ته نه‌ده رسېدلې.  د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه د امریکا پخواني جمهور رئیس جورج... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *