Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 10.03.2022

پاکستاني پولیسو په خېبر پښتونخوا کې لسګونه افغان کډوال نیولي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني پولیسو په خېبر پښتونخوا کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي.  د ډېره اسماعیل خان چارواکو پرون چهارشنبه (د کب ۱۷مه) وویل چې ۴۷ تنه افغان کډوال یې په ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان او ټانک کې په دې تور نیولي چې د سفر قانوني اسناد یې نه لرل.  د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ځايي رسنیو ته ویلي چې نیولي کسان یې د پېښور محبس ته لېږلي او وروسته به افغانستان ته واستول شي.  ویل شوي چې په نیول شوېو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

روسیې اعتراف وکړ چې احتیاطي ځواکونه یې اوکراین ته لېږلي

Pa.azadiradio.com 

روسیې پرون چهارشنبې(د کب ۱۷مه) اعتراف وکړ چې احتیاطي ځواکونه یې اوکراین ته لېږلي او یو شمېر یې هلته د اوکرایني ځواکونو له لوري اسیران شوي دي.  د روسیې د دفاع وزارت ویاند ډګر جنرال ایګور کوناشنکوف په داسې حال کې دا اعتراف وکړ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې وه چې احتیاطي ځواکونه به اوکراین ته ونه لېږل شي او د اوکراین عملیات به یوازې په مسلکي پوځیانو متکي وي.

لېتوانیا پر اوکراین د روسیې د یرغل په اعتراض د یوه واټ نوم بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

لېتوانیا پرون چهارشنبې(د کب ۱۸مه) پر اوکراین د روسیې د یرغل په اعتراض کې د هغه واټ نوم بدل کړ چې د دغه هېواد په پلازمېنه ویلینیوس کې د روسیې سفارت موقعیت درلود.   د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ویلینیوس ښاروال وویل چې له دې وروسته به د دې سړک نوم د اوکراین د اتلانو واټ وي.

قطر: طالبان دې ښځو سره تبعیضي چلند پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

قطر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې د ښکارولو ترڅنګ له ښځو سره د تبعیض د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.  په جنیوا کې د قطر د دایمي استازولۍ سرپرستې السووایدي د بشري حقونو د شورا په ۴۹ مه غونډه کې وویل: "قطر پر هغه څه چې افغانستان کې د بشري حقونو د لوی کمېشنر په راپور کې ویل شوي، اندېښنه لري."  دې زیاته کړه، قطر د اګسټ له ۱۵مې نېټې را وروسته په افغانستان کې په پراخه پیمانه د وسله والو نښتو د کمېدو او په نسبتاً سوله ییز چاپېریال کې د افغانانو د اوسېدو هرکلی کوي، خو دې پر هغو... Читать дальше...

شفاجو: د مرستو د کمېدو له کبله د میندو او ماشومانو مړینې زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولادي نسايي ټولنې ريیسه او د ولادي نسايي ناروغیو متخصصه ډاکتره نجمه سما شفاجو تاییدوي چې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو له کبله د میندو او ماشومانو مړینې زیاتې شوي دي.   نوموړې د ازادي راډیو د خبریال عصمت څاروان سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:

طالبانو افغاني الاصله کاناډايي مرستندویه مېرمن ندیمه'پتینګړه کاکۍ' خوشې کړه

Pa.azadiradio.com 

افغان الاصله کاناډايي مرستندویه ندیمه نور د طالبانو په بند کې له ۲۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شوه.  د ندیمې ورور داستان نور وویل چې خور یې بې له کوم جرم او ثبوته نیول شوې وه.   ندیمه وايي: "غواړم تاسو ته په تېره بیا زموږ نویو خویندو او وروڼو ته یو څه ووایم، کله چې په رینجر موټرو کې ګرځئ، خپل توپکونه مه ښایاست، امکان لري ستاسو له لاسه پر چا ډز وشي یا ځان وولئ."  اغلې نور چې په خواله رسنیو کې په پتینګړه کاکۍ مشهوره ده،  دا خبرې د فبرورۍ په نهمه مخکې تردې چې بې درکه شي، په کابل کې کړې وې.  دا... Читать дальше...

بې وزلي او د روغتیايي خدماتو کمی؛افغانستان کې په اولاد د میندو مړینه زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په اولاد د میندو د مړینو شمېر یو وار بیا مخ په زیاتېدو دی. د بې وزلۍ د ډېرېدو، د بهرنیو مرستو او د روغتیايي خدماتو د کمېدو له کبله په اولاد د میندو د مړینو شمېر ډ‌ېر شوی دی. په ۲۰۰۱م زیږدیزکال په افغانستان کې له هرو یو لکو میندو ۱۶۰۰ د ماشوم په زېږون مړې کېدې، په تېرو دوو لسیزو کې د روغتیايي خدماتو د ډېرېدو په نتیحه کې دا شمېر په هرو یو لک میندو کې ۶۴۰ ته راټیټ شو، خو د تېرکال په اګسټ کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او له بلې خوا... Читать дальше...

حامدکرزي په لومړي ځل له هېواده بهر ته په تلو کې د ستونزو یادونه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، هغو سفرونو کې چې ټاکل شوې وه د ملي مصالحې د عالي شورا له پخواني ريیس عبدالله عبدالله سره یې له هېواده بهر ته وکړي، ستونزې وې.  دا خبره العالم خبري شبکې د ښاغلي کرزي په قول کړې ده.  په راپور کې ویل شوي چې ښاغلي کرزي له دې شبکې سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې ستونزې حل شي، خو دا یې نه دي ویلي چې ستونزې څه دي؟  ازادي راډیو د پخواني ولسمشر د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه وپوښتل چې څه وايي، خو ښاغلي مجاهد په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه. Читать дальше...

رلیف وېب: افغانستان کې ملکي وژنې کمې خو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

رلیف وېب رلیف وېب خپرونې د خپل وروستي راپور په اړه مقاله خپره کړې چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د افغانستان د بشري حقونو په اړه دا راپور تر لاسه کړی دی.   په مقاله کې راغلي چې په داسي حال کې چې په افغانستان کې ملکي وژنې کمې شوي دي، د بشري حقونو وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی. وروسته لولو چې د ۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ تر ۱۵مې دې ادارې ۱۱۵۳ د ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې ده.   رلیف وېب دې راپور ته په اشاره لیکلي چې تر ټولو زیاتې حملې چې ځانمرګي بریدونه نه وو، داعش ډلې کړي. ... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *