Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2022

Новости за 17.03.2022

ایران کې له زندانه خوشې شوې دوه ایراني‌الاصله بریتانویان کور ته په لاره دي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې له زندانه خوشې شوې دوه ایراني‌الاصله بریتانویان بریتانیا ته په لاره دي. د نازنین زاغري راتکلیف او انوشه عاشوري مدافع وکیلانو ویلي چې دوی د تهران هوایي ډګر کې دي چې خپل هېواد ته ستنې شي.  نازنین زاغري راتکلیف او انوشه عاشوري په ایران کې له څو کلن زندان وروسته اوس بریتانیا ته روان شوي دي.  د دوی دواړو مدافع وکیل حجت کرماني او د بریتانیا د پارلمان یوه غړي تولیپ صدیق ویلي چې دا کسان نن د تهران هوایي ډګر ته خوځېدلي او کور ته په لاره دي. نازنین زاغري چې د یوه خیریه بنسټ مدیره وه، شپږ... Читать дальше...

امریکا کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ 'وتړل' شوې

Pa.azadiradio.com 

فارین پالېسي خپرونه د یو شمېر باخبره سرچینو په وینا خبر ورکوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د بندېدو خبر ورکړی دی.  دا خپرونه د یو شمېر افغان چارواکو او د کانګرس له چارو د باخبره سرچینو په وینا څرګندوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مالي سرچینو د نه‌موجودیت له امله په واشنګټن ډي سي کې د افغان سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې د افغان قونسلګریو د تړلو غوښتنه کړې ده. د خبر له مخې د چهارشنبې تر اخره به د دې سفارت او قونسلګریو... Читать дальше...

طالبان: هلمند کې د مخدره موادو یوه کارخانه تخریب شوه

Pa.azadiradio.com 

طالبان د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مخدره موادو د یوې کارخانې د تخریب خبر ورکوي. په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض ازادي راډیو ته وویل چې په دې تړاو اته تنه نیول شوي هم دي. د ریاض په وینا په دې کارخانه کې تریاک، هیروئین او ښیښه جوړېده.

د مرکزي اروپا درې هېوادونو مشرانو د روسیې په وړاندې د اوکراین دفاع وستایله

Pa.azadiradio.com 

د مرکزي اروپا د درېیو هېوادونو مشرانو د روسیې د تېري په وړاندې د اوکراین دفاع وستایله. د پولنډ، چک او سلوانیا صدراعظمان پرون په رېلګاډي کې پلازمېنې کیف ته ولاړل او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره‌یې وکتل.  د پولنډ د حکومت یوه ویاند نن وویل چې دا مشران نن بېرته په تللي رېل کې خوندي پولنډ ته ستانه شول. د فبرورۍ له ۲۴مې راوروسته چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی دا لومړی ځل دی چې بهرني چارواکي کیف ته سفر کوي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې هر دوو ساعتونو کې یوه اومېندواره مېرمن مړه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي اې) وایي، په هر دوو ساعتونو کې یوه اومېندواره مېرمن افغانستان کې د زېږون یا د اومېندوارۍ د ناوړه اغېزو له کبله مړه کېږي.  دغه بنسټ ویلي، په افغانستان کې اوسني ناورین وضعیت تر پخوا ډېر پېچلی کړی دی.  دوی په خپل یوه راپور کې چې نن د کب په ۲۵مه خپور شوی ویلي، د افغانستان په هرو دوو مېرمنو کې یوه هغه له جنسیتي تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي. دغه صندوق ویلي چې د افغانستان د روغتیایي نظام د بېرته پیاوړي کولو او څه باندې ۹ ملیونه کسانو ته د رسېدنې په پار شااوخوا ۲۵۲ ملیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ناټو د دفاع وزیران نن بروکسل کې سره جرګه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د دفاع وزیران نن په بروکسل کې سره جرګه شوي او د اوکراین پر وضعیت خبرې کوي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، په دغې غونډه کې به د اروپا په ختیځ کې د ناټو د متحدانو په دفاعي پیاوړتیا خبرې وشي.  د راپورونو له مخې د ختیځې اروپا ځینو هېوادونو لکه چک جمهوریت، پولنډ، بلغاریا او رومانیا پر اوکراین د حملې له کبله روسیې ته د ناټو د سخت ځواب غوښتنه وکړه. د امریکا د دفاع وزیر لوېډ استېن دغې غونډې ته ویلي، د ناټو ټول غړي د تړون ۵مې مادې ته ژمن دي. دې ماده کې راغلي، د ناټو پر یوه غړي حمله پر ټولو غړو د حملې په معنی ده. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *