Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 11.07.2023

سلیوان: مونږ طالبان د دوحې تړون کې په خپلو ژمنو پابند ساتو

Pa.azadiradio.com 

یو جګپوړی امریکايي چارواکی وايي، حکومت یې هڅه کوي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه‌شي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان بریتانیا ته د خپل سفر پر مهال د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل: "هغه څه چې زه یې ویلای شم دا دي چې مونږ طالبان د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو پابند ساتو، چې افغانستان د هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، زموږ د متحدینو او شریکانو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پلان او طرحې لپاره نه‌شي کارول کېدای." په دوحه کې د ۲۰۲۰... Читать дальше...

په لېتوانيا کې د ناټو سرمشريزه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو سازمان سرمشریزه نن او سبا د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې جوړېږي. د امریکا ولسمشر جوبایډن په شمول د ناټو د غړو هېوادونو ولسمشران ویلینوس ته تللي دي. تمه ده په دې غونډه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو بحثونه وشي. تر دې سرمشریزې مخکې د ناټو ۲۴ غړو هېوادونو په دې سازمان کې د اوکراین د یوځای کېدو د غوښتنې ملاتړ ښودلی دی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي هم د ناټو دا سرمشریزه برخلیک ټاکونکې بللې ده.

پوتين د واګنر ملېشو مشر سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

کريملین تایید کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین او د دې ډلې له قومندانانو سره کتلي. د واګنر د اجیرو ملېشو له مشر یوګیني پرګوژین سره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د لیدنې خبر لومړی وار فرانسوۍ ورځپاڼې لیبراسیون ورکړی وو او د دوشنبې په ورځ کريملین هم تایید کړ. د کريملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر پوتین له پریګوژین سره د جون په ۲۹مه لیدلي. پنځه ورځې وروسته له هغه چې پریګوژین د روسیې د پوځي مشرتابه پر ضد له بغاوته لاس واخیست. Читать дальше...

د تور سمندرګي د غنمو تړون تمدید د سلګونه میلیونه خلکو لپاره حیاتي وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا 'آی آر سي' اندېښنه ښيي، که د تور سمندرګي د غنمو تړون ونه غځېږي له لوږې سره مخ هېوادونه به له سختو ناورینونو سره مخ شي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه تازه بیان کې د تور سمندرګي د غنمو د تړون تمدید د نږدې درې نیم سوه میلیونو خلکو د ژوند لپاره خورا حیاتي بللی دی. دې کمېټې اندېښنه ښودلې چې د یاد تړون موده په پای ته رسېدو ده او که د جولای تر ۱۷ بیا تمدید نه شي نو له لوږې سره مخ هېوادونه به ترې سخت اغېزمن شي. د تور سمندرګي د غنمو تړون ۲۰۲۲ کال پر اوکراین د روسیې د یرغل پر... Читать дальше...

طالبانو په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو پلور رد کړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو او تجهیزاتو پلور رد کړی دی. ذبیح‌الله مجاهد وروسته له هغه په دې اړه غبرګون وښود چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال او دوو څېړنیزو بنسټونو؛ پر طالبانو تور پورې کړی چې له امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوې وسلې او تجهیزات پلوري. د افغانستان د سولې د څار بنسټ چې مرکز یې امریکا کې دی او په سویس کې مېشت د کوچنیو وسلو د سروې انسټېټیوټ د وروستي راپور موندنې ښيي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د وسلو پېر او پلور ګرم شوی دی. Читать дальше...

ریلیف ویب: 'ډبلیو ايف‌ پي' اړ شو چې اته ميليونه افغانانو ته د مرستې بهير ودروي

Pa.azadiradio.com 

ریلیف ویب: ریلیف ویب خپرونې د طالبانو تر حاکمیت لاندې بشري وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو چې اته میلیونه افغانانو ته د مرستو بهیر ودروي. د لیکنې په دوام راغلي، په جولای میاشت او وروسته موده کې به د پنځلس میلیونه اړو افغانانو له ډلې یوازې پنځو میلیونو ته مرسته رسېږي، د دې کار لامل هم د خوړو نړیوال پروګرام سره د پیسو کموالی دی. د ریلیف ویب په لیکنه، په افغانستان کې ۱۵ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې بل څاښت ډوډۍ یې له کومه کېږي. تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *