Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 27.07.2023

رسنۍ: د سینګارتونونو تړل د افغان ښځو پر حقونو د یو بل سخت ګوزار څرګندونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه نیویارک ټایمز: نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سینګارځایونو د تړلو موضوع ته پام اړولی او تر دې سرلیک لاندې چې طالبانو د سینګار سالونونه، د افغان ښځو د عامه ځایونو وروستی ځای هم وتاړه، لیکي، دا په افغانستان کې یو له هغو محدودو ځایونو څخه و چې ښځو کولای شوای له کوره بهر په کې راټولې شي او تړل یې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د یو بل سخت ګوزار څرګندونه کوي. نیویارک ټایمز لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا... Читать дальше...

قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي له طالبانو او یو شمېر نورو افغانانو سره د خبرو لپاره قزاقستان او قطر ته روان شوي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د دوی استازې رینا امیري به تر راتلونکې دوشنبې پر دې سفر بوخت وي. د رویټرز خبري اژانس په حواله له طالب استازو او افغانو سره د امریکایي ډیپلوماتانو خبرې به د افغانستان پر اوسني بشري وضعیت، د ښځو پر حقونو او امنیتي مسئلو ورټولې وي. Читать дальше...

ایران د طالبانو حکومت ته ۳۲ افغان زندانیان سپارلي

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت هغه ۳۲ افغان زندانیان چې د اسنادو د نه درلودلو له کبله یې زنداني کړي و، خوشې او د افغانستان لوري ته سپارلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو زنداني شویو کسانو کې چې په نیمروز کې دوی ته سپارل شوي ماشومان هم شامل دي. تر دې وړاندې هم ایران لسګونه ورته زندانیان خلاص او افغانستان ته لېږلي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې له دغه هېواده... Читать дальше...

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د شدید باران د ورېدو خبرداری ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې نن او سبا هم د افغانستان په نږدې نیمایي ولایتونو کې د شدید باران د ورېدو خبرداری ورکړی دی. دغې ادارې ویلي چې په ګڼو مرکزي، شمالي، ختیځو او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې ممکن تندریز باران وشي چې کچه یې ممکن تر دېرش ملي مترو پورې ورسېږي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۴۸ کسان مړه کړي او ۵۸ نور یې ټپيان کړي دي. دغو سېلابونو سلګونه څاروي تلف کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه یې ویجاړ کړي دي.

لسګونه فعالانو په تبعید کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې رسمیت پېژندل غوښتي

Pa.azadiradio.com 

د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او شاوخوا سلو نورو فعالانو له فیفا غوښتي چې د افغان نجونو د فوټبال لوبډله چې په تبعید کې ده په رسمیت وپېژني. ګارډین او یو شمېر سپورټي ویبپاڼو لیکلي چې د اروپا او اسټرالیا د پارلمان یو شمېر ښځینه غړې او فعالانې په دې کمپاین کې برخه لري. دوی په یوه لیک کې له فیفا یا د فوټبال له نړیوال فدراسیون نه غوښتنه کړې چې پر افغان ښځینه فوټبالرانو بندیزونه لرې او په ازادنه توګه د فعالیت اجازه ورکړي. د راپورونو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو... Читать дальше...

د بېلاروس ختیځ کې د واګنر ډلې پوځي تجهیزات او ګاډي لیدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس په ختیځ کې هغه کلي ته د تجهیزاتو او زغره‌والو ګاډو کاروانونه روان دي چې ګمان کېږي د واګنر اجیرې ډلې جنګیالي په کې ځای پر ځای شوي دي. د واګنر ډلې مشر یفګیني پریګوژین او زرګونه غړي یې تېره میاشت په روسیه کې له وسله‌وال بغاوت وروسته د یوې هوکړې له مخې بېلاروس ته ولېږدول شول. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د بېلاروس په ختیځ کې د واګنر جنګیالو کمپ ته نږدې ۷۵۰ بېلابېل ډوله پوځي تجهیزات او ګاډي لیدل شوي دي. د بېلاروس چارواکو ویلي، دوی دغلته د واګنر ډلې لېږدونکي وسایل او تجهیزات... Читать дальше...

قطر او قزاقستان کې د افغانستان په اړه غونډې؛ پر اقتصادي، امنیتي او بشري حقونو خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او طالبانو د حکومتونو استازي په دوحه کې پر اقتصادي او امنیتي مسئلو او د ښځو پر حقونو خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دوه امریکایي ډيپلوماتان له طالبانو او تکنوکراتو افغانانو سره د خبرو اترو لپاره قزاقستان او دوحې ته روان شوي دي. رویټرز خبري اژانس د دغه وزارت د اعلامیې په حواله ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري دغه سفر به پنځه ورځنی وي. د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...

د ژغورنې نړیواله کمېټه د افغانستان سېلاب ځپلو ته د مرستو پر چمتووالي بوخته ده

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا 'آی آر سي' وایي، د افغانستان په درېیو ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته د مرستو پر چمتووالي بوخته ده. له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان نږدې نیمایي ولایتونه د سختو موسمي سېلابونو شاهدان دي. سېلاب ځپلي سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو کې را ګیر دي او شکایت کوي، چې د لاسنیوي چارې يې کمزورې او ټکنۍ دي. د ازادي راډیو یو اورېدونکی نبي الله زابلی وایي، تېره دوشنبه د ارغنداب ولسوالۍ په سیند کې سېلاب خلک زیانمن کړل، خو تراوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې. زابلي وویل: "سخت سېلاب... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *