Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2022

د بريتانيا دفاع وزارت: د کیف څنډو کې د درنې جګړې احتمال شته

0
د بريتانيا د دفاع وزارت نن (د مارچ په ٣١مه) اعلان وکړ چې روسي ځواکونه د يو شمېر محدودو قطعاتو له شاتګ سره سره د کيف په ختيځ او لوېديځ کې دېره دي. 


دغه وزارت وویل، احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د کیف په څنډو کې درنه جګړه وشي. 


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم تېره شپه په یوه وېډیويي وینا کې وویل چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې د روسي ځواکونو یوه غونډه وه او د نویو بریدونو لپاره تیاری نیسي.


زلنسکي زیاته کړه چې دی د روسیې پر هغو ژمنو باور نه‌لري چې ګواکې خپل پوځي فعالیتونه کموي.


په عین حال کې، روسي ځواکونو د عملیاتو د کمولو له ژمنې سره سره، د اوکراین پلازمېنې او شمالي ښار چرنیهیف ته نږدې بمباریو ته دوام ورکړی دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *