مراکش کې مرګونې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۳۷ ته لوړ شوی
په مراکش کې د وروستۍ سختې زلزلې له کبله د مړو کسانو شمېر ۱۰۳۷ ته لوړ شوی دی.
د جمعې په ورځ د اګست په اتمه ماښام مهال د مراکش په نوم د مراکش تاریخي ښار سختې زلزلې ولړزاوه چې له زرو زیات کسان یې ووژل.
د دې زلزلې له کبله په اطلس غرونو کې د پرتو کلیو له کورونو نیولې د مراکش تر تاریخي ودانیو پورې زیانمنې شوې.
د زلزلې عیني شاهد د الکترونیکي چارو کارګر حسن بونا اسوشېټېډپرېس خبري آژانس ته ویلي چې په لومړي سر کې یې د تالندې په څېر غږ واورېده او ورپسې یې کور پرېښوده او سړک ته راووت.
هغه وویل: "د تالندې په شان غږ مې واورېده چې د کور سخت ټکانونه ورسره وو خو له لسو پنځلسو ثانیو زیات وخت یې ونه نیوه. د مراکش په سلطنت کې به ښايي یوه سیمه له بلې سیمې سره توپیر لري."
د حسن بونا په وینا د سیمې خلکو ټوله شپه له کوره بهر په وېره کې تېره کړه.
دې زلزلې وروسته نور ټکانونه هم درلودل چې تر لومړۍ هغې کمزوري وو، خو ځینې هغه ودانۍ یې ونړولې چې په لومړۍ زلزله کې زیانمنې شوې وې.
د مراکش د کورنیوچارو وزارت پرون د اګست ۹مه اعلان وکړ چې دې زلزلې په نژدې ولایتونو کې لږترلږه ۸۲۰ کسان وژلي دي.
همداراز سلګونه کسان چې په زلزله کې ټپیان شوي وو، د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي، خو چارواکي وايي، د پېښې د قربانیانو شمېر خورا زیات دی.
دوی اټکل کوي چې ښايي په دې شمېرو کې بدلون راشي.
د مراکش تلوېزیون پرون د زلزلې ځینې صحنې خپرې کړې چې خلک په وارخطا حالت کې ښيي.
په دې تصویریونو کې هغه خلک هم ښکارېدل چې خپل کورونه یې پرېښي او پر واټونو او سړکونو ژوند کوي.
د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د نړیوالې بسپنې د څانګې مشرې کارولین هولټ ویلي چې له دې زلزلې د پاتې ژوندیو کسانو او د مړیو د موندلو لپاره ډېرو پېچلو او پراخو عملیاتو ته اړتیا لیدل کېږي.
مېرمن هولټ د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې د مړیو او ټپي کسانو د راایستلو د عملیاتو لپاره راروان له ۴۸ څخه تر ۷۲ پورې ساعتونه خورا مهم او ټاکونکي وبلل.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې دا زلزله په سیمه ییز وخت د شپې په یوولس باندې یوولسو بجو وشوه او قدرت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۸ درجې و، ټکانونو یې څو ثانیې دوام وکړ او نولس دقیقې وروسته دوهمه تعقیبي زلزله هم ورپسې وه چې قدرت یې د ریښتر ۴،۹ درجې و.
دا زلزله په تېرو ۱۲۰ کلونو کې په مراکش کې تر ټولو زوروره زلزله وه.