په کندهار کې یو شمېر کسانو بېرته نشو ته مخ کړې
په کندهار کې یو شمېر هغه کسان چې اعتیاد یې پريښی و بېرته په نشهيي توکو روږدي شوي دي. خو ولې؟ نور په دې راپور کې وګورئ:
په کندهار کې یو شمېر هغه کسان چې اعتیاد یې پريښی و بېرته په نشهيي توکو روږدي شوي دي. خو ولې؟ نور په دې راپور کې وګورئ:
نن د وږي اتلسمه نېټه د افغانستان د یو مشهور جهادي قومندان احمدشاه مسعود د ترور ۲۲ کلونه پوره شول. نوموړی چې د طالبانو پر ضد جنګېده، د القاعده شبکې د دوو غړو په وسیله چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، په تخار ولایت کې ووژل شو.
د ایران د فوټبال تر ۲۳ کلونو کمعمره ملي لوبډلې نن افغان لوبډلې ته څلور د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه. دا لوبه د اسیا د ملتونو جام ته د لارموندنې په موخه د ازبکستان په تاشکند که ترسره شوه. افغانستان په خپلې لومړنۍ لوبه کې د ازبکستان پر وړاندې یو د اتو په مقابل کې ماتې خوړلې وه. ازبکستان د ۹ امتیازونو پر درلودلو سره د جدول په سر کې ځای لري. افغانستان د روانې میاشتې په ۱۲ مه د هانګ کانګ سره لوبه لري. هانګ کانګ د ایران او ازبکستان څخه ماتې خوړلې او په جدول کې درېیم ځای لري. د اسیا د ملتونو... Читать дальше...
د طالبانو تر کنټرول لاندې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالحلیم اغا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سالنګ لویه لار به سر له سبا یکشنبې د هر ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ تر نامعلوم وخت پورې وتړل شي. د سالنګونو د تړل کېدو علت د دې لویې لارې بیارغونه ښودل شوی ده. تر دې مخکې د شپې له خوا موټرو په نوبت له دې لارې تګ راتګ کاوه. د سالنګ لویه لاره یوازېنۍ لار ده چې د افغانستان مرکز له شمال سره نښلوي.
په مراکش کې د زورورې زلزلې د قربانیانو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو واوښت. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا شمېرې د مراکش د کورنیو چارو وزیر اعلان کړې او ویلي دي چې څه باندې ۶۷۰ کسان نور ټپیان شوي دي. د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ویلي، د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه اته و چې د شپې یولس بجې شوې ده. د راپورنو پر بنسټ، په زلزله کې د مراکش تاریخي ښار ته هم زیان رسېدلی دی.
په چترال کې د سپټمبر په شپږمه تحریک طالبان پاکستان د دولسو پاکستاني عسکرو د وژل کېدو او د نوي تنو د ژوندي نیولو خبر ورکړ، پوځ بیا وایي چې څلور سرتېرې یې وژل شوي او پوځیان یې ژوندي نه دي نیول شوي. د دې جګړې او په همدې ورځ په تورخم کې د نښتې له امله د مرګ ژوبلې دقیقې شمېرې د خپلواکو رسنیو له لوري نه دې خپرې شوې. د مثلث په دې خپرونه کې په دې اړه دلته بحث لیدلی او اوریدلی شئ:
د یو شمېر خصوصي شرکتونو مسوولان چې د ړنګ شوي جمهوري نظام له بېلابېلو ادارو سره یې تړونونه کړي وو، وايي چې د دوی د پروژو پیسې لا نهدي ورکړل شوي. د هغو خصوصي شرکتونو مسوولان چې د ړنګ شوي جمهوري نظام له بېلابېلو ادارو سره یې تړونونه لاسلیک کړي، شکایت کوي چې د طالبانو حکومت له دوو کلونو څخه د زیاتې مودې په تېرېدو لا هم د هغو پروژو پیسې نهدي ورکړي چې دوی پلې کړي دي. د ودان ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو د ټولنې مسوولان، چې ۱۸۰ ساختماني شرکتونه په دې اتحادیه کې غړيتوب لري، ادعا کوي چې د تېر حکومت... Читать дальше...
د 'زده کړې تم کېدای نه شي' په نوم صندوق وايي، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د محرومیت له ننګونې سره باید مبارزه وشي. د جمعې په ورځ د 'زده کړې تم کېدای نه شي' په نوم د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د خپل کلني راپور په خپرولو سره د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې له حق څخه ملاتړ وکړي. یاد سازمان د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان، جنوبي سوډان او یمن کې زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د پام وړ جنسیتي توپیر موجود دی. د دغه سازمان... Читать дальше...
نن د سپټمبر نهمه له برید څخه د زده کړو د ساتنې نړیواله ورځ ده. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې پر پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ګڼ بریدونه شوي چې د ډېری دې پېښو پړه د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستې او کله هم د ښوونځیو له ودانیو څخه د سنګر په توګه هم کار اخیستل شوی دی. ۱۸ کلنه مرضیه، چې د کابل ښار په لوېدیځ کې د سید الشهدا لېسې یوه زده کوونکې وه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال کال د غويي میاشتې په ۱۸مه، په دغه ښوونځي په وسلهوال برید کې ټپي شوې وه. نوموړې ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
په مراکش کې زلزلې په سلګونو کسان وژلي او په سلګونو نور یې ټپيان کړي دي. د امریکا د جیولوجي سروې د ادارې په وینا، دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه اته درجې وه. د مراکش دولتي تلوېزیون نن د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په وینا خبر ورکړ چې د تېرې شپې د زلزلې له امله لږ تر لږه اته سوه شل تنه مړه شوې او شپږ سوه دوه اویا تنه نور ټپيان شوي دي. د خبر له مخې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي. دا په تېرو شپږو لسیزو کې د افریقا په شمال لوېدیځ کې پروت مراکش کې تر ټولو خونړۍ زلزله ده، چې لومړی لوی ټکان... Читать дальше...
د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د نښتې له امله د تورخم دروازه نن د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې ده. په ټولنیزو رسنیو په دې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې د جلال اباد ښار د مېوې او سبزۍ په منډي کې لسګونه په تازه مېوې او تازه ترکارۍ بار موټرې ولاړې دي او خاوندان یې د خرابېدو له ویرې په خلکو په نیمه بیه پلوري. د افغانستان د تازه مېوې د مارکېټ مسوولان هم مني چې په تازه مېوې بار لسګونه موټرې یې د جلال اباد منډوي ته ستنې کړي او د لیلام په بیه یې پلورلي دي. د افغانستان د تازه مېوې د مارکېټ رییس اختر محمد احمدي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې یو میلیون ماشومانو او مېرمنو ته د هغو خوړو د کمېدو خبر ورکړ چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره په کارېږي. د خوړو نړیوال پروګرام دا خبر نه په خپله ایکسپاڼه کې خپور کړ. یوه ورځ مخکې تر دې د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوول وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، که مرستې ورسره ونه شي په ژمي به د لرې پرتو سیمو خلک په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې کوي له سختو ستونزو سره مخامخ شي. د اماني په وینا، پنځلس میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ... Читать дальше...
امریکایي چارواکي وایي، متحد ایالتونه به ښایي د لرې واټن ویشتونکو تاکتیکي توغنديو سیستم اوکراین ته ورکړي. دا سیستم چې د 'اټک- ایمز' په نوم یادېږي، تر درې سوه کیلومترو پورې هدف ویشتلی شي. دا تر امریکایي ایمرز توغندیو چې اوس اوکراین د روسیې پر ضد په جګړه کې ترې استفاده کوي، لرې واټن ویشتلی شي. کییف له څو میاشتو راهیسې له واشنګټنه د 'اټک-ایمز' توغندیو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
افریقایي ټولنې، چې پنځه پنځوس غړي هېوادونه لري، نن د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل غړیتوب ترلاسه کړ. د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د جي شل غونډې د پرانیستو پر مهال د افریقایي ټولنې د غړیتوب هرکلی وکړ او ویې ویل چې نن د نړۍ د ستونزو د مخنیوي لپاره ګډو نړیوالو هڅو ته ضرورت دی. د جي شل په غونډه کې د چین د ولسمشر شي جین پېنګ پر ځای د دغه هېواد صدراعظم لي کیګ یانګ او د روسیې د ولسمشر پر ځای د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف برخه اخیستې ده. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به... Читать дальше...
په مراکش کې زلزلې په سلګونو کسان وژلي او په سلګونو نور یې ټپيان کړي دي. د مراکش دولتي تلوېزیون نن د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په وینا خبر ورکړ چې د تېرې شپې د زلزلې له امله لږ تر لږه اته سوه شل کسان مړه شوي او شپږ سوه دوه اویا نور ټپيان شوي دي. د خبر له مخې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي. د مراکش چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د پلټنې د عملیاتو په ترڅ کې ښایي څرګنده شي چې نور تلفات به هم اوښتي وي. د امریکا د متحد ایالتونو د زلزلې پېژندنې ادارې په وینا، دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه اته درجې وه.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د شمالي وزيرستان د اتمانزيو جرګې مشر ملک نصرالله مېلمه دی. نوموړي په دې وروستيو کې په سيمه کې د امن لپاره جرګې بللي وي. هغه وايي، په سيمه کې د امنیت د ټینګولو لپاره یې د مقامي انتظامیې او د پوځي چارواکو سره څو وارې مذاکرات کړې دي او هیله لري چې مثبتې نتیجې به یې مخې ته راشي. د ده په خبره د خپلو غوښتنو منلو لپاره د پوليو له کمپاين څخه بايکاټ نامناسبه فيصله وه خو د خپل اواز رسولو لپاره يې دا کار کړی وو. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
د سېپټېمبر نهمه «تعلیم له وسلوال حملو څخه د خوندي ساتلو» د نړیواالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د خیبر پښتونخوا په سوات او قبایلي ضلعو کې، په خاصه توګه په دې وروستیو کلونو کې په وسلوالو حملو او د پوځي عملیاتو پرمهال په سلګونو سکولونه ړنګ او ویجاړ شوي دي. په دغو کې زیاتره د نجونو سکولونه وو. د خیبر پښتونخوا په دغو سیمو کې استادان او د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکي وایي ډېری سکولونه چې په ناامنۍ او پوځي عملیاتو کې وران شوې ول لا هم غېر فعاله دي او ځینې یې په پوره ډول نه دي رغول شوي. خو بلخوا د خیبر... Читать дальше...
په مراکش کې یوې تېزې زلزلې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې د سېپټېمبر په اتمه نېټه ناوخته د شپې راغلې په دغه زلزله کې د اطلس له غرییزې سیمې نه نیولې تر تاریخي ښار ماروکیش پورې په یو شمېر کلیو کې ودانیو ته زیانونه رسېدلې دي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په دې ویډیويي راپور کې:.
محمد علي د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې پر دویمه ورځ هم "له لیرې ځایونو څخه د راکټونو یا مارټرو مرمیو اوازونه" راځي خو په چترال ښار کې ارامي ده. دی وايي، د چترال ضلعې "ټول سړکونه خلاص دي او یوازې د کالاش د بمبورېت لاره تړلې" ده.
د سپټمبر نهمه او یوولسمه د افغانستان لپاره خورا مهمې ورځې دي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹مه چې د سنبلې له اتلسمې سره برابره ده نامتو جهادي قوماندان احمدشاه مسعود په داسې حال کې چې د هېواد د قلمرو پر څه دپاسه نوي سلنه طالبان واکمن وو، د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ظاهراً له دوو عرب خبریالانو سره د تلوېزیوني مرکې پرمهال د کمرو د چاودونې په نتیجه کې ووژل شو. له دې پېښې دوه ورځې وروسته د سپټمبر په یوولسمه په نیویارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ د مرکز د دوو ودانیو او پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته... Читать дальше...
د سېپټېمبر په نهمه د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په زلزله کې لږ تر لږه ۲۹۶ کسان وژل شوې دي او ۱۵۳ نور ژوبل کسان یې روغتونونو ته رسولې دي. یاد وزارت لیکلي چې زیاتره مرګ ژوبله په ښارونو او کلیو کې مخې ته راغلې ده.
په کراچۍ کې د مرمرو کاروباریان وايي، د بجلۍ لوړو بیو او کمښت له کبله یې لګښتونه څو چنده لوړ شوي او کاروبار یې زښت اغېزمن شوی دی. دوی وايي، د دې له کبله ګڼ مزدوران هم بې کاره شوي دي. د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور تر موافقې وروسته د انرژۍ پر سر رعایت کم کړی دی چې له وجې یې د برېښنا بیه لوړه شوې ده. ویډیويي رپورټ.
یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په چترال کې د پاکستاني طالبانو له بریدونو وروسته په اسلاماباد کې د طالبانو سرپرست سفیر احضار کړی دی. دې رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سرپرست سفیر ته په چترال کې په پاکستاني پوستو په بریدونو کې د افغان خاورې د کارول کېدو په اړه خپل اعتراض سپارلی دی. د طالبانو حکومت رسماً په دې اړه څه نهدي ویلي، خو وړاندې یې په پاکستان کې د بریدونو په اړه د افغانستان د خاورې کارول کېدو په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې تل رد کړي دي. Читать дальше...
د سپټمبر ۹مه 'له بریدونو د تعلیم د خوندیتوب نړیواله ورځ' ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش نن سهار د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي، ښوونځي باید د خوندیتوب او زدهکړې ځای وي، خو د ده له قوله، په زدهکوونکو، ښوونکو او تعلیمي پرسونل بریدونه عامېږي. هغه له ټولو هېوادونو غوښتي چې په تعلیمي بنسټونو د بریدونو د مخنیوي ډاډ حاصل کړي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال د مې په ۲۸مه د سپټمبر ۹مه 'له بریدونو د تعلیم د ساتنې نړیواله ورځ' ونوموله او ویې ویل، ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي مرکزونه باید تل د سولې او پرمختګ لپاره خوندي ځایونه وي.
یو شمېر سینګارګرې چې د طالبانو لهخوا له کاره منع شوي له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. یو له دغو سینګارګرو په کابل کې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې بېکاره او بېروزګاره شوې، سلګونه زره افغانۍ هم تاوانې شوې ده.