طالبانو د چین اسیايي لوبو کې ښځینه ورزشکارانې له ګډون منع کړي
په داسې حال کې چې په چین کې ترسره کېدونکو اسیایي لوبو کې لسګونه افغان نارینه ورزشکاران د ګډون لپاره چمتووالی نیسي، طالبانو ښځینه ورزشکارانې له ګډون څخه منع کړي دي. دې کار ته ډېرو ښځينه لوبغاړو غبرګون ښودلى او وايي چې داسې پرېکړې د ښځو د ورزشي پرمختګ مخه نيسي او ښځينه لوبغاړې به له نه جبرانېدونکې شا تګ سره مخ کړي. د 'ایم ایم اې' د برخې ښځینه ورزشکارې ارزو محمدي ازادي راډیو ته وویل: "طبیعي خبره ده چې په داسې سیالیو کې د ښځو منع کول به په سپورټ ټولنه کې د ښځو د شاتګ لامل شي. که مونږ کلونو هم هڅې وکړو نه یې شو جبرانولی. Читать дальше...