ایران ته په جاسوسۍ یو تورن کس د بریتانیا له یوه زندانه تښتېدلی
په لندن کې له یوه زندان څخه هغه زنداني تښتېدلی دی چې ایران ته په جاسوسي تورن و. دا کس چې دانیل عابد خلیفه نومېږي په وانزوورس زندان کې د ترهګرۍ او جاسوسۍ په تور بندي و. ۲۱ کلن عابد خلیفه چې پخوانی برتانوي سرتېری دی، زندان ته د معلوماتو او اطلاعاتو د راټولو په تور اچول شوی و. ویل کېږي چې هغه دا معلومات ایران ته ورکول. عابد خلیفه پرون جهارشنبه د اشپزۍ د یونیفرم په اغوستلو سره له زندانه تښتېدلی دی. برتانوي چارواکو ویلي چې د دې تورن کس د بېرته نیولو لپاره یې لټون روان دی.