د چین اسیايي سیالۍ؛ خالد هوتک خپل سیال ته ماتې ورکړه
د چین په اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمدخالد هوتک خپل سیال ته ماتې ورکړې ده. ښاغلي هوتک چې په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې یې نن د قزاقستاني سیال پر وړاندې سیالي ترسره کړه، په لومړنیو دوو پړاونو کې بریالی شو او په دې سره منځلوبو یا کواټرفاینل ته ووت. په کواټرفاینل پړاو کې به د نوموړي سیال هندوستانی وي. که هوتک په یاد پړاو کې بریالی شو، نو په نیمه پایلوبه کې به د چینايي سیال پر وړاندې سیالي کوي. محمدخالد هوتک د ووشو سیالیو په برخه کې یوازینی لوبغاړی دی چې د ۲۰۱۳ کال په اسيايي سیالیو کې یې د برونزو مډال ګټلی و.