Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 25.09.2023

دیپلومات مجله: تاشکند واشنګټن ته په سیمه کې د داعش پر وړاندې طالبانو سره د یوه غیر مستقیم تعامل کړکۍ پرانیستې ده

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات مجلې تردې سرلیک لاندې چې ازبکستان ښایي د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه کې د امریکا کلۍ وي، د یوې لیکنې په پیل کې لیکي: تاشکند واشنګټن ته په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د زیاتیدونکي نفوذ په وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره د یوه غیرمستقیم تعامل کړکۍ پرانیستې ده. ډیپلومات لیکي، له طالبانو سره د ازبکستان نږدې اړیکي تاشکند د واشنګټن لپاره د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په منځ کې پریوه ضروري شریک بدلوي او زیاتوي سره له دې چې د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکي... Читать дальше...

د اتریش د ازادۍ ګوند یو شمېر غړو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د اتریش د ازادۍ ګوند یوشمېر غړو په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس شبکې په یوه بیان کې د دې لیدنې تصویرونه خپاره کړي او د ښاغلي متقي له قوله یې لیکلي دي چې نوموړی وايي، له اتریشي پلاوي سره له لیدنې خوښ دی څو نړیوالو ته د افغانستان رښتینی تصویر وړاندې کړي. ښاغلي ضیااحمد د یوهانس په نوم د اتریش د ازادۍ د ګوند د یوه غړي له قوله لیکلي چې وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې امنیت ټینګ کړی دی. د... Читать дальше...

ملګري ملتونه: روان کال مو افغانستان کې ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي. د م. م د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، دې لاسوهنو په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چارې له خنډ سره مخامخ کړې دي. د اوچا د راپور له مخې، د دې لاسوهنو موارد د سږني کال په اګست میاشت کې ۱۵ ته رسېدل چې ترټولو زیات وو، او د م. م د کارکوونکو د تګ راتګ او زیانګالو سیمو ته د موادو د لېږد مخنیوی پکې شامل وو. اوچا زیاتوي چې سږني موارد د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۷۳ زیاتوالی ښيي.

د اوکراین ولسمشر: دفاع وزیر د امریکایي ټانکونو د لومړۍ جوپې د ترلاسه کولو زېری راکړ

Pa.azadiradio.com 

اوکراین د ابرامز ډوله امریکايي ټانکونو لومړۍ جوپه ترلاسه کړه. ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل، چې دفاع وزیر رستم عمروف ده ته زېری ورکړی چې ابرامز ټانکونه اوکراین ته رسېدلي او پوځي تجهیزات یې پیاوړي کړي دي. اوکراین وايي دا ټانکونه به د دې هېواد په ختیځ کې د روسي ځواکونو پرضد په ځوابي تهاجمي حملو کې د اوکراین له پوځي پیاوړتیا سره مرسته وکړي. روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځه سیمه اودیسې کې په وروستیو هوايي حملو کې د غلې مهمې زېرمې له منځه وړي دي. متحدوایالاتو په جنوري میاشت... Читать дальше...

د ناګورناقره باغ کړکېچ؛ امریکایي پلاوی د خبرو لپاره ارمنستان ته رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

جګپوړي امریکايي چارواکي د ارمنستان له چارواکو سره د خبرو لپاره نن ایروان ته ورسېدل.  په دې پلاوي کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې مشره سامانتا پاور، د بهرنیوچارو وزارت ډیپلومات یوري کیم او نور چارواکي شامل دي. وروسته له دې چې تېره اونۍ د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د لانجمنې ناګورناقره باغ سیمې ارمن ټبره وګړي اوربند ته اړ شول، دا ارمنستان ته د امریکايي چارواکو لومړی سفر دی. ټاکل شوې چې مېرمن پاور د ارمنستان له جګپوړو چارواکو سره وګوري، هغوی ته د امریکا د شراکت ډاډ ورکړي، د ناګورناقره باغ... Читать дальше...

کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله په نړیوال جام کې د ګډون په موخه هندوستان ته ولاړه

Pa.azadiradio.com 

د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماښام له عربي متحده اماراتو څخه هندوستان ته روانه شوه. افغان کرکټ بورډ ادارې لیکلي دي، لوبډلې یې د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې لس ورځې تمریناتي کمپ ترسره کړ او نن هندوستان ته ولاړل. یادې ادارې ویلي، په همدې تړاو یې نن د مخه ښې یوه ناسته هم رابللې وه او د بورډ عمومي ریس میرویس اشرف له قوله یې لیکلي: " افغان ملت له تاسې ډيرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ "  د ویلو ده، چې د افغانستان... Читать дальше...

د ندا محمد ندیم څرګندونو ته غبرګون؛ د پوهنتونونو یو شمېر بهر مېشتي استادان: چې راتلونکی تضمین نه شي، د معاش لپاره نه ستنیږو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم، د یکشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، چې دوی د افغانستان نه بهر د استادانو د رابللو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته پلاوي استولي دي. خو هغه دا نه دي ویلي، چې دا پلاوي یې کومو هیوادونو ته لیږلي دي. د ندا محمد ندیم دغو څرګندونو د پوهنتونونو د یو شمېر هغو استادانو غبرګونونه راپارولي دي چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې افغانستان پرېښود. یو له دغو استادانو، سمیع راسخ ازادي راډیو ته وویل، تر کومه چې دوی ته د بیان د ازادۍ حق نه وي ورکړل شوی، بېرته به ستانه نه شي. Читать дальше...



د مغزي سکتې یا د فالج حملې لاملونه څه دي؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر مغزي سکتې، چې د فالج حمله هم بلل کېږي، غږېدلي یو. په خپرونه کې د مغزي سکتې پر وجوهاتو، علاماتو، تشخیص او علاج مفصل معلومات درکوو او دا هم اورئ چې ولې د دې ناروغۍ سمدستي علاج اړین وي. بشپړه خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

ارزګان: د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ خونړۍ دښمني پای ته ورسېده.  د یادوکورنیو د روغې جوړې لپاره دا مراسم تېره شپه ناوخته د مرکز ترینکوټ ښار څلورمه ناحیه کې جوړ شوي وو.  په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

اوکرایني چارواکي: روسیې مو پر جنوبي سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو ګڼ بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په جنوب کې پوځي چارواکي وایي، چې روسیې تېره شپه پر دې سیمې د شاهد په نوم ۱۹ بې پيلوټه الوتکې، دوه اونیکس سوپرسونیک او ۱۲ کلیپر کروس  توغندي توغولي دي.  د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، د کلیبر کروس ډوله توغندي په تور سمندر کې له یوې بیړۍ او یوه اوبتله توغول شوي دي چې له یوه پرته یې نور ټول ویشتلي دي.  د اوکراین په جنوب کې د تېرې شپې شویو دغو بریدونو کې د ادویسې د ښار بندري تاسیسات او د غلو دانو ګدامونه زیانمن شوي دي.  په ادویسه کې د اوکراین د حکومت والي اولې کېپر ویلي، په هغو ګدامونو کې چې په نښه شوي، نژدې زر ټنه غله زیرمه شوې وه. Читать дальше...

ننګرهار او کونړ کې سېلابونه؛ سلګونه جریبه ځمکه له منځه تللې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار او کونړ ولایتونو په يو شمېر سيمو کې تېره شپه د راوتلو سېلابونو له امله د لومړنیو د معلوماتو له مخې له ۲۰۰ جریبه زیاته ځمکه ويجاړه او لسګونه کورونه اوبو وړي دي. د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ اوسېدونکی رحمن وايي، تېره شپه دغلته سېلابونو لسګونه جريبه ځمکه له منځه وړې او بېلابېلو کليو کې يې کورونه ويجاړ کړي دي. هغه وايي: " تېره شپه سېلابونه راغلي وو، ځمکې يې هم وهلي دي، بعضې بعضې کورونه يې هم وړي دي، ځمکې يې ډېرې وړي دي، کوزه بېله کې سلګونه جريبونه ځمکې يې وړي دي، زيانونه خلکو ته ډېر اوښتي... Читать дальше...

د چین اسیايي سیالۍ؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه. ښاغلي رضايي نن په نیمه پایلوبه کې د کوریايي سیال جانګ جون پر وړاندې سیالي وکړه، چې په لومړي پړاو کې یې ۵ د ۷ او په دویم پړاو کې یې ۱۲ د ۱۴ پر وړاندې ماتې وخوړه او له مخکې تګ پاتې شو. محسن رضايي په منځلوبه یا کواټر فاینل کې د قزاقستان لوبغاړي ته ماتې ورکړه او دغه راز د لارموندنې په پړاو کې یې د تاجکستان او جاپان پیاوړي سیالان هم مات کړي وو. د ویلو ده، چې د چین په روانو سیالیو کې نوموړی د ۸۵ نارینه... Читать дальше...

اوچا: بشري مرسته رسوونکي په افغانستان کې لوی خطر سره مخ دي، سږ کال یې ۱۱۳ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره"اوچا" وايي، سږ کال یې د بشري مرسته رسوونکو له ډلې ۱۱۳ تنه نیول شوي دي، هغه څه چې دا اداره یې د بشري کارکوونکو خوندیتوب او امنیت ته لوی خطر بولي. اوچا پرون په خپل میاشتني راپور کې چې په خپله ویب‌پاڼه یې خپور کړی لیکلي، دې نېونو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو د پام وړ اغېز کړی دی. په راپور کې لیکل شوي، دوی له فبروري میاشتې وروسته په اګسټ کې د توقیف تر ټولو ډېرې پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د طالبانو د حکومت ویاند... Читать дальше...

هغه کورنۍ، چې د ورځې یونیم سل افغانۍ عاید او ۵ معلول غړي لري

Pa.azadiradio.com 

د دې کورنۍ نفقه یوه سبزي پلورونکي ته ور غاړې ده. دا کورنۍ د میلیونونو هغو افغان کورنیو له ډلې ده، چې ورځ تر بلې زیاتیدونکی بشري ناورین او کمیدونکې نړیوالې ورځې یې نور هم د ژوند ستونزې ور زیاتوي. د دوی کیسه په دې راپور کې ووینئ:

په نګورنو قره باغ کې د ناندریو شدت؛ اردوغان خپل اذربایجاني سیال سره ویني

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن له خپل اذربایجاني سیال الهام عليیف سره د نګورنو قره باغ پر وضعیت خبرې وکړي.  دا لیده کاته داسې مهال ترسره کیږي، چې په نګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې د اذربایجان له پوځي عملیاتو وروسته زرګونه ارمني ټبره خلک له دې سیمې وتښتېدل.  د نګورنو قره باغ ارمني ټبره خلک، چې له اذربایجاني ځواکونو سره جګړه کوي، تېره اونۍ د اذربایجان له ۲۴ ساعته پوځي عملیاتو وروسته د اوربند منلو ته مجبوره شول.  نګورنو قره باغ د اذربایجان د خاورې په توګه پیژندل شوې سیمه ده، خو اکثره اوسیدونکي یې ارمني ټبره دي. Читать дальше...

نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ وايي له عمران خان بغیر هم شفافې ټاکنې کېدلی شي

Mashaalradio.com 

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم ويلي چې په هېواد کې يې د تحریک انصاف له مشر عمران خان بغیر هم شفافه ټاکنې ممکنې دي. انوارالحق کاکړ د سيپتمبر پر ۲۴مه، له اسوشيېېټېډ پریس اژانس سره په ځانګړې مرکه کې دا تاثر رد کړ چې ګواکې پوځي اېسټېبلېشمنټ به په راتلونکو ټاکنو کې د عمران خان د ممکنه بریا مخنيوي لپاره لاسوهنه وکړي.  تحریک انصاف د انوارالحق کاکړ د خبرو په غبرګون کې پر اېکس پاڼه چې پخوانی نوم یې ټويتر دی ليکلي چېد عمران خان او تحریک انصاف له ګډون پرته به هرډول ټاکنې غیر ايیني، غير قانوني او عیر اخلاقي وي. Читать дальше...

د کراچۍ او کوټې لوی سړک کندې کپرې دی

Mashaalradio.com 

د کراچۍ او کوټی ترمینځ د لوی سړک ځینې برخې او پلونه تېر کال د پشکال سېلابونو وړي وو خو لا هم نه دي رغول شوې. د سړک خرابوالي له امله ترافیکي پېښې کېږي او مالي او ځاني تاوانونه اړوي. د سړکونو جوړولو اداره (اېن اېچ اې) وایي د دغه سړک پر جوړولو یې پیل کړی دی. تفصیل یې د نياز علي په ویډیو راپور کې

له ارزګان پرته نن ټول افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پیل شو

Pa.azadiradio.com 

له ارزګان پرته نن د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین کمپاین پيل شو.  په دغه څلور ورځني کمپاین کې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او له شپږو میاشتو نیولې تر پنځه کلنو ماشومانو ته د ویټامین اې ټابلیټ هم ورکول کیږي.  د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسول نیک ولي شا مومن نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل:  " په دې کمپاین کې زمونږ تر هدف لاندې ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ښکته دي، ۱۱ میلیونه دي. باید یادونه وکړم چې ارزګان کې اوس تازه... Читать дальше...

پاکستان: مشهور ژورنالست عمران ریاض خان له ۴ میاشتې لادرکۍ وروسته خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یو وتلی ژورنالست عمران ریاض خان له څه باندې څلور میاشتې لادرکۍ وروسته نن له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.  د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ریاض خان تېره مې میاشت د پنجاب د سیالکوټ په هوایي ډګر کې وروسته تر هغه ونیول شو، چې په یوه ویډیويي پیغام کې یې وویل، د کار کړۍ پرې تنګه شوې ده او غواړي هېواد پریږدي.  معلومه نه ده، چې نوموړی د لادرکۍ پر مهال چیرته و، خو اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې د پخواني صدر اعظم عمران خان دغه ملاتړی ژورنالست په غالب ګمان له استخباراتي ادارو سره و. Читать дальше...

خبریال عمران ریاض تر ۴ مياشتو لادرکۍ وروسته کور ته رسېدلی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان پنجاب پولیس وايي چې د شخصي ټېلېوېژني خپرونو پخوانی کوربه عمران ریاض يې موندلی او هغه خپل کور ته رسېدلی دی. د سيالکوټ پوليسو دا خبره د سیپتمبر پر ۲۵مه، پر خپله اېکس پاڼه چې پخوانی نوم يې ټویټر وو، ليکلې ده. پولیسو زیاته کړې چې عمران ریاض خان اوس له خپلې کورنۍ سره دی. پولیسو دا نه دي ويلي چې هغه چا تښتولی وو او تر اوسه په کوم ځای کې وو؟ د عمران ریاض خان وکيل میا اشفاق هم د هغه د تصوير په خپرولو سره نن پر اېکس پاڼه د دې خبرې تصديق کړی دی. نوموړي له تصویر سره ليکلي‌دي: "خپل شهزاده مې بېرته... Читать дальше...

چین کې اسیایي سیالۍ؛ افغان تکواندو کار خپل تاجکستاني او جاپاني سیالان مات کړل

Pa.azadiradio.com 

د چین په اسیایي لوبو کې افغان تکواندوکار محسن رضایي خپل تاجکستاني او جاپاني سیالان مات کړل.  د اسیایي لوبو د جوړولو کمیټې د معلوماتو له مخې، رضایي په لومړۍ سیالۍ کې تاجکستاني سیال نورالله مرادوف ته دولس- د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې جاپانی سیال په دوه پرله پسې پړاونو کې مات کړ.  له دې سره محسن رضایي د دغو لوبو په اتو غوره تکواندو کارانو کې راغی او کوارټرفاینل ته یې لاره پیدا کړه.  د چین اسیایي لوبې، چې د بېلابېلو ورزشي څانګو زرګونه لوبغاړو په کې برخه اخیستې، د سپتمبر په ۲۳مه پېل او د اکتوبر تر ۸مې نیټې دوام کوي.

د ۲ کلن ماشوم تر اوږو دنګ چرګ

Mashaalradio.com 

په برازیل کې د کرنيزو چارو پوه دعوه کوي چې د نړۍ تر ټولو دنګ چرګ له هغه سره دی. دغه تن وايي چې د چرګانو په جېنز کې د بدلون په کولو سره يې د نړۍ تر ټولو غټ چرګان پېدا کړي دي. په دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی.

د اوکراین د خرسون والي: د روسیې پرونیو راکټونو ۲ تنه وژلي او ۸ نور ټپیان کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د خرسون سیمې والي وايي، د روسیې په پرونیو راکټي حملو کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۸ نور ټپیان شوي دي. د اوکراین وسلوالو ځواکونو ویلي، دوی په ختیځ او جنوب کې د روسیې د پرمختګ مخنیوي ته دوام ورکوي. ولسمشر ولودمیر زلینسکي په دواړو سیمو کې د درې میاشتنیو عملیاتو پر مهال د اوکرایني ځواکونو بریاوې ستایلي دي، خو د نویو پرمختګونو په باب یې اشارې ورنه کړې. د خرسون والي الکساندر پرودکودین په ټلګرام کې لیکلي، د روسیې تر ولکې لاندې د دنیپرو سیند له ختیځې غاړې د توغول شویو توغندیو له کبله... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *