Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2023

Новости за 14.09.2023

الکوزی: د تورخم د دروازې پرانیستلو لپاره خبرو نتیجه نه ده ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د پاک-افغان سوداګرۍ خونې یو مسوول خان جان الکوزي ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره خبرو نتیجه نه ده ورکړې. هغه وايي، په تېرو نهو ورځو کې چې تورخم تړلی پاتې دی دواړو خواو ته دوه میلیونه ډالر تاوان رسېدلی دی. صفي الله ستانکزي له خان جان الکوزي سره مرکه کړې ده.

خالد ملک: سندرغاړي د سندرو زياتو لګښتونو پرېشانه کړي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی خالد ملک دی. نوموړی اصلاً د صوابۍ دی خو په پېښور کې لوی شوی او هم له هغه ځايه يې د هنر پيل کړی دی. د ملک يوشمېر سندرې مشهورې شوې دي. دی البته وايي چې اوسمهال د يوې سندرې په جوړولو لږترلږه ۵۰،۰۰۰ روپۍ لګښت کېږي او په خبره يې چې پښتانه سندرغاړي له دې امله پرېشانه دي. د خالد ملک دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د مېوو او سبزیو د خرابېدو وېره؛ ځینې افغان بڼوال او بزګران د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان باغ لرونکي او کروندګر په افغانستان کې د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي. د تورخم لارې له شاوخوا لسو ورځو بندېدو او د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت د مېوو، سبزیجاتو او سوداګرۍ توکو د خرابېدو وروسته یو شمېر افغان باغ لرونکي، کروندګر او سوداګر د خپلو محصولاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي. د ننګرهار ولايت يو تن بزګر ذاکر، چې کرنيزې ځمکې او باغونه لري په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: ‌"موږ باغوانان له ډېرو ستونزو سره مخ يوو. Читать дальше...

پاکستان کې بمي چاودنه؛ د پخواني سناتور حافظ حمدالله په ګډون ۸ کسان ژوبل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې نن یوې بمي چاودنې د پخواني سناتور حافظ حمدالله په شمول اته کسان ژوبل کړي. حافظ حمدالله د جمعیت علمای اسلام 'ف' ګوند لوړپوړی غړی دی. د مستونګ پولیسو په بیان کې ویلي چې د حافظ حمدالله کاروان له کوټې څخه د مستونګ پر لوري روان وو چې د چوټو پوستې په سیمه کې د چاودنې هدف وګرځېد. د مستونګ انتظامي مشر عبدالرزاق ساسولي رسنیو ته ویلي چې ټول ژوبل کسان د مستونګ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. دی زیاتوي چې د حافظ حمدالله روغتیايي حالت له خطره بهر دی او تر لومړنیو طبي مرستو وروسته کوټې ته لېږدول شوی دی. Читать дальше...

ایګلنډ: د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د بهرنیو ډیپلوماتانو ستنېدو ته اړتیا ده

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، په افغانستان کې د بشردوستانه اصولو او د بشري حقونو له مبارزې سره د مرستې لپاره د نورو بهرنیو ډیپلوماتانو بېرته ستنېدو ته اړتیا ده. د بشري حقونو د وضعیت له خرابېدو او له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، د بشري حقونو او بشردوستانه اصولو سره د مرستې لپاره افغانستان ته د نورو بهرنیو ډیپلوماتانو بیرته ستنېدو ته اړتیا ده. یان ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې افغانان تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې ګډې ونډې ته اړتیا لري. Читать дальше...

طالبانو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه او پر ځای يې کمېسيون جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د لوړو زده‌کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه کړې او پر ځای يې يو کمېسيون رامنځته کړی دی. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د بنسټونو د لغوه کېدو په دوام، تازه د د لوړو زده‌کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه کړې ده. هغه مکتوب چې دغه وزارت خپور کړی او ازادي راډيو ترلاسه کړی، په‌کې ليکل شوي: "وروسته تر دې د لوړو زده‌کړو وزارت تر چوکاټ لاندې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي مؤسسو په نوم، اتحاديه وجود نه‌لري." خو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د يادې... Читать дальше...

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ امریکا د ستونزې حل لپاره طالبان او پاکستان ګډ کار ته هڅوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالات وايي، پاکستان او طالبان به دې ته وهڅوي چې د تورخم د دروازې د بندېدو مسئله د ګډ کار له مخې حل کړي. په داسې حال چې د تورخم دروازې د تړل کېدو نن نهمه ورځ ده د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان او پاکستان به وهڅوي چې دغې ستونزې ته د حل یوه لاره راوباسي. د دې وزارت ویاند متیو میلر تېره ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دوي د یادې مسئلې د حل لپاره هڅه کوي. هغه وویل: "په روښانه ډول موږ به دوی وهڅو چې د دې ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي." د تورخم... Читать дальше...



ګوټېرېش: په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله د ملګرو ملتونو بنسټیزه اندېښنه ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسئله د دوی بنسټیزه اندېښنه ده. د ملګرو ملتونو عمومي ناسته د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیلېږي او ۸ ورځې دوام وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي وايي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونه موضوع به د دې ناستې په اجنډا کې شامله وي. انټونيو ګوټېرېش، چې پرون یې په نیویارک کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د افغان ښځو او نجونو د حقونو مسئله د دوی یوه اساسي اندېښنه ده. په همدې حال کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې او محصلانې... Читать дальше...

د لیبیا په درنه ښار کې د توپان له کبله سېلابونو ناورین رامنځته کړی

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا چارواکو په دې هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره اعلان کړی دی. د درنې ښار اوسېدونکو تېره ورځ د خپلو ورکو شویو خپلوانو لټون کاوه. په دې سېلابونو کې تر اوسه د ۵۱۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او وېره ده چې له دې به هم زیات شي. په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو. د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

احسان غني وايي وسلوالو د چترال ارزښت ته په کتو پر هغه سیمه حمله کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان یو مهم پخوانی چارواکی احسان غني وايي، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ځکه پر چترال حمله وکړه چې هغه سیمه په ستراتیژیکه توګه خورا زیاته مهمه ده او ورسره د افغانستان او چین پولې لګېدلې دي او مرکزي اسیايي هېوادونو ته نېږدې پرته ده. د سېپټېمبر پر شپږمه د خیبر پښتونخوا په هغه غرییزه سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې وه. د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (نېکټا)، او د خیبر پښتونخوا د پولیسو او استخباراتي ادارې انټېلېجنس بیورو پخوانی مشر احسان... Читать дальше...

په پاکستان کې بندي افغانانو د دوی د خلاصون غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شویو افغانانو د پاکستان او طالبانو له حکومتونو غوښتي چې د دوی د خلاصون لپاره دې ګام پورته کړي. یو شمېر دغو بندیانو د ازادې اروپا مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ناروغان دي او د علاج لپاره پاکستان ته تللي وو. له دې ډلې یو افغان بندي عزیزالرحمن وویل: "ما څلور میاشتې تېرې کړي. زموږ درخواست له حکومته او قاضیانو دی چې موږ ته برائت راکړي. موږ په تکلیف کې یوو. ناروغان یوو. ما عملیات کړی. دا نور هم ناروغان دي." په کراچۍ کې د سپټمبر له نهمې راهیسې تر ۳۰۰ زیات افغانان... Читать дальше...

کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ پاکستان او سریلانکا خپلو کې برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په اسیا جام کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي. د سریلانکا او پاکستان لوبډلې به د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې لوبه وکړي. دغو دواړو لوبډلو د اسیا جام د څلورو غوره لوبډلو یا سوپر فور په پړاو کې یوه لوبه ګټلې او یوه یې بایللې ده. په لوړ توپیر د نننۍ لوبې ګټل دواړو لوبډلو ته خورا اهمیت لري ځکه ښايي له هند سره پایلوبې ته چانس پیدا کړي. هند بیا په سوپر فور کې دوه لومړنۍ لوبې ګټلي او راساً پایلوبې ته وتلی دی. تمه ده پایلوبه د سپټمبر په ۱۷مه وشي.

د لیبیا چارواکي: د وروستیو سېلابونو له کبله ۱۰زره کسان ورک شوي

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا چارواکو په دغه هېواد کې په وروستیو سېلابونو کې د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره تنه اعلان کړ. د درنې ویجاړ شوي ښار اوسېدونکي پرون د خپلو ورکو شویو خپلوانو په لټه کې وو. د دغو سېلابونو په پایله کې تر اوسه د ۵۱۰۰ کسانو د وژل کېدو تایید شوی، خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر به زیات شي. په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو. د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

د لیبیا سېلاب ځپلي ښار کې د ورکو کسانو لټون روان دی

Mashaalradio.com 

درنه د لیبیا په ختیځ کې پروت ساحلي ښار دی چې ابادي یې ۸۹،۰۰۰ ښوول کېږي او هلته تر طوفان وروسته چې په سیند کې د اوبو کچه لوړه شوه نو دوه بندونه (ډیمونه) یې مات کړل او د ښار لویه برخه یې لاندې کړه.

په يورپ کې د لټانو ترمنځ مقابله شوې

Mashaalradio.com 

که څه هم د اکبر باچا د لټانو کیسې کېږي خو حقیقت یې معلوم نه دی البته په یورپي هېواد مونټينېګرو کې هر کال د لټانو ترمنځ سیالي کېږي چې پکې بریالي تن ته تر ټولو ډیر لټ وګړي ټایټل او زر (۱۰۰۰) یورو انعام ورکول کېږي. په دې سیالۍ کې برخه اخیستونکي وايي هر وخت ملاسته هم ډیر ګران کار دی او انسان ډیر ستړی کوي. په دې هکله د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې په دې رپورټ کې تفصیل وګورئ.

کراچۍ کې بندي افغانان وايي حکومت دې یې خوشې کړي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې ګرفتارو افغانانو د پاکستان او د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې هغوی دې خوشې کړي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دوی د سېپټېمبر پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تاڼو او زندان کې له مشکل سره مخامخ دي ځکه چې ډېری ګرفتار کسان ناروغه دي او د علاج لپاره پاکستان ته تللي ول. دا په داسې حال کې ده چې د سیند ګورنر په وروستیو کې وویل چې وفاقي حکومت د افغانانو خپل هېواد ته د ستنولو پرېکړه کړې ده. په کراچۍ کې د سېپټېمبر له نهمې راهیسې تر ۳۰۰ زیات افغانان نیول شوي او پولیس وايي، یوازې قانوني اسناد نه لرونکي نیسي. Читать дальше...

یو افغان سرتېری له څو میاشتو بند وروسته امریکا د کډوال په توګه ومانه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېر نظام یو سرتېری چې د طالبانو له حکومته تښتېدلی و او د ټکساس او مکسیکو پولې ته یې ځان رسولی و، له څو میاشتو راهیسې په بند کې و، خو د ده ورور پرون وویل چې اوس د امریکا متحد ایالتونو د کډوال په توګه منلی دی. ۲۷ کلن عبدالواسع ساپی له هغو لسګونو زره افغانانو څخه دی چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راوروسته د امریکا متحد ایالتونو ته تللی دی. عبدالواسع ساپی چې د امریکا متحد ایالتونو پولې ته رسېده، له څه باندې لسو هېوادونو تېر شوی و.

د فلسطینیانو په یوه کمپ کې د نښتې له کبله ۷ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فلسطین د سرې میاشتې د لبنان څانګې خبر ورکړ چې د فلسطینیانو په ستر کمپ کې د اوربند له ماتېدو سره سم د چهارشنبې په ورځ په جګړه کې اووه تنه ووژل شول. د لبنان په جنوب کې د صیدا ښار ته څېرمه د عین‌الحلوه په نوم د کډوالو په کمپ کې له نږدې اوونۍ راهیسې شخړې په زیاتېدو دي. هلته د فتح په نوم افراطي تحریک له حماس پرته له نورو بنسټ‌پالو ډلو سره په نښتو کې ښکېل دی. وروسته تر دې چې په ۱۹۴۸م کال کې له جګړو وروسته د اسراییل دولت تاسیس شو، دغه کمپ ته فلسطینیان ورمات شول.

د هلمند یو شمېر بزګران د محصولاتو لپاره د سړخونو د جوړېدو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوب هلمند ولایت کې یو شمېر بزګران وايي، که نړیوال غواړي له دوی سره مرسته وکړي نو سړې خونې دې ورته جوړې کړي. دوی وايي، د تازه مېوو او ترکاریو د موسم په رارسېدو سره هر کال د کرنیزو محصولاتو د پلور بازار سوړ وي. د یاد ولایت ګرونګر د دې ستونزې حل لپاره سړې خونې او د کرنیزو توکو لپاره کورنی او بهرنی مارکېټ مهم بولي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

یان ایګلنډ: یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان ستونزې نه شي هوارولی

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو د شورا رییس وایي، یوازې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې د دې هېواد ستونزې نه شي هوارولی باید د پراختیایي چارو په برخه کې هم مرستې وشي. یان ایګلنډ تېره ورځ ناوخته په خپله ټولینزه شبکه ایکس کې کښلي چې د افغانستان وګړي اوس تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. هغه ویلي، د ښځینه کارکوونکو په ګډون یې د شورا کارکوونکو په افغانستان کې ښځو او نارینه‌وو ته مستقیماً مرستې رسولي دي. ایګلنډ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو دې شورا له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي،... Читать дальше...

د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یوځل بیا خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو چې مرستو ته اړ دي، یوه ته یې مرستې رسولی شي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په ټولنیزه شبکه ایکس کې وویل چې په افغانستان کې باید د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي او هغه مالي بودیجه ورته برابره شي چې دې پروګرام یې غوښتنه کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو د مخه له زیانګالو کسانو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د روانې سپټمبر... Читать дальше...

د کډوالۍ نړیوال سازمان د کونړ او ننګرهار سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په کونړ او ننګرهار کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې په دغو ولایتونو کې د سختو بارانونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې زیانونه رسولي دي.  دغه سازمان ویلي، ټیمونو یې په کونړ او ننګرهار کې له زیانمن شویو سره د خیمو، کمپلو، د سولري تختو او بېړنیو سرپناوو مرسته کړې ده. په دې اړه چې دغه مرستې له څومره زیانمن شویو کورنیو سره شوي، نور جزییات نه دي ورکړل شوي.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *