Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28
29
30
31

په تهران کې د پخواني افغان جنرال وژنه؛ پخواني پوځیان خپل امنیت ته انديښمن دي

0

وروسته له هغه چې په ایران کې د افغانستان د پولیسو یو پخوانی لوړپوړی جنرال او همکار یې هدف وګرځول شول، په هغه هېواد کې مېشت یو شمیر افغان پخواني پوځیان د ځان د امنیت اړوند سخت اندېښمن او د ګڼو نورو غبرګونونه یې راپارولي دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د تخار، بغلان او نورستان ولایتونو د وژل شوي امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع سکرتر او نږدې خپلوان د پنجشنبې په ورځ د «ډسمبر په ۲۵مه» ازادي راډیو ته وویل، سریع او د صافي په تخلص هغه سره مل یو همکار یې پرون چهارشنبې د ماښام شاوخوا شپږ بجې په تهران کې د دوو ناپېژانده «نقاب لرونکو» وسله والو لخوا د دفتر او کور پر لاره په ډزو ووژل شول.

ده چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، له تهرانه او د جنرال سریع له کوره ازادي راډیو ته وویل:

"د جنرال صاحب کور او زموږ دفتر یوازې دوه درې کوره لاره لرې دی، دی چې کور ته روان شو لاره کې نقاب لرونکو کسانو پرې د وسلې حمله وکړه څنګ کې یې بل قوماندان د صافی په نوم هغه و، درې مرمۍ د جنرال صاحب پر زړه، ملا او ځان لګېدلي او مخکې له دې چې روغتون ته ورسېږي لاره کې شهیدان شول، له شک پرته یوازې موږ او کورنۍ مو نه بلکې نور پوځیان هم سخت اندېښمن یو چې ولې د تهران په زړه کې داسې پېښه وشوه."

دی وایي هغه سره یې یو بل همکار هم شدیدا ټپي شوی دی او زیاتوي چې سریع په تهران کې د خپلو افغان پوځیانو د اقامتي ستونزو د حل لپاره یو دفتر پرانیستی وه.

د اکرام الدین سریع جسد لا تهران کې دی او د سکرتر په خبره یې تراوسه یې په ایران یا خپلې خاورې؛ افغانستان ته د انتقال او تدفین اړوند پرېکړه نه ده شوې.

ده د ایران له حکومت او نړیوالو د دې پېښې د عاملینو د نیولو او ورته د قانوني سزا ورکولو غوښتونه وکړه.

تهران کې دې شوې پېښې ایران کې مېشت ګڼ پخواني افغان پوځیان د خپل ځان، کورنیو، همکارانو او ملګرو د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په تهران کې مېشت د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پخواني پوځي جنرال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل،

"قطعاً، یوازې موږ نه بلکې زموږ ټول ملګري چې دلته ورسره تماس کې یو، سخت اندېښمن یو، ګروپونو کې ټولو لیکلي چې ځان ته پام وکړئ او له یو بل سره اړیکې مه نیسئ، تګ راتګ مه کوئ،له کله چې دا پېښه شوې زمونږ د ځان، کورنیو او خپلو همکارانو اړوند اندېښنې په مراتبو ډېرې شوې، باید د ایران دولت زموږ په اړه پام وکړي."

دغه شان د ایران په شېراز کې بل مېشت افغان پخوانی پوځي او د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني کارکوونکي هم چې د ورته دلیل له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل،

"موږ هم دلته په وېره کې ګرځو، ستونزې مو زښته زیاتې دي، دا وضعیت له یوې میاشتې راهیسې بیخي ډېر شوی، دلته ډېر د خطر احساس کوو او افغانستان ته هم تللی نه شو، که چېرې دې ځای نه مو ونیسې او ډیپورت مو کړي، له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې له طالبانو تضمین واخلي چې که موږ افغانستان ته واستوي هم موږ ته څه ونه وایي، موږ يو ځای اولاد او ښځه بل ځای، ایران مو بیرته لېږي چې خپل وطن کې مو امن شو، دلته مخکې هم زموږ قوماندانان وژل شوي چې ځینې یې رسنیز کېږي ځینې نه."

د اکرام الدین سریع وژنې ته یو شمیر غبرګونونه هم ښودل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق تر دې پېښې وروسته پر خپله ایکس پاڼه د دغو دوو افغان پخوانیو پوځیانو وژل غندلي او دا یې یو تنظیم‌شوی جنایت او د جدي خطر زنګ بللی دی.

فایق لیکلي "د افغانستان د پخوانیو نظامیانو له منځه وړل حتی په جلاوطنۍ کې هم دوام لري او عاملین یې له بشپړ معافیته برخمن دي، د دې جنایت پر وړاندې چوپتیا له هغوی سره همکاري ده."

دغه شان په جنوا کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه هم دا وژنه «پلان شوې» بللې او د جدي پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

ګڼو نورو پخوانیو افغان پوځي جنرالانو او چارواکو هم په دې اړه خپلو خواله رسنیو کې ورته پیغامونه خپاره کړي دي.

خو ایراني چارواکو تر اوسه د دې وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې هم پر خپله ایکس پاڼه د یو بیان په خپرولو د اکرام الدین سریع او د هغه د همکار وژنه غندلې خو د دې جبهې ویاند علي میثم نظري بیا د چهارشنبې په ماښام ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یو جلا بیان کې طالبان د دې وژنې تر شا په لاس لرلو تورن کړي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه د دې ادعا په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نظر ولري، خو د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او نه د کوم بل طالب چارواکي تر اوسه د دې تور اړوند کومه تبصره کړې ده.

د یادونې ده چې تهران کې مېشت او هلته ګڼو افغان پخوانیو پوځیانو سره ارتباط لرونکي د تېر جمهوري حکومت دې پوځي وژل شوي قوماندان اکرام الدین سریع تل د طالبانو حکومت د پخوانیو افغان سرتېرو په وژلو او نیولو تورناوه او د طالبانو د حکومت له مخالفینو څخه و.

دا په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د طالبانو ضد شخصیتونو دوهمه وژنه ده.

څلور میاشتې وړاندې، یو پخوانی جهادي قوماندان معروف غلامي هم مشهد ښار کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.

په تهران کې د دې پوځیانو د وژلو راپورونه او پرې د طالبانو تورونېدل په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د روان کال د اګسټ په ۲۱ مه بریټانوۍ ورځپاڼې ټلیګراف راپور ورکړی وه چې د ایران سپاه پاسداران او د طالبانو د حکومت تر منځ د یوې استخباراتي معاملې په ترڅ کې طالبانو ایران ته هغه نوملړ ورکړی چې په کې په افغانستان کې د بریټانیا پخوانیو افغان پوځي همکارانو او «جاسوسانو» نومونه شامل دي.

په راپور کې راغلي و، ایران غواړي دا کسان د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه له لوېدیځ سره خبرو کې پر دوی د فشار د یوې وسیلي په توګه وکاروي او په ټکو یې په مقابل کې یې طالبان ترې د ایران له لوري د رسمیت پېژندلو تمه لري.

خو هغه مهال د ایران او د طالبانو حکومت رسماً په دې اړه څه نه وو ویلي.

د اکرام الدین سریع خپلوانو ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی ۵۲ کلن، د افغانستان د کاپیسا ولایت اصلي اوسېدونکی او د څلورو اولادونو (دو هلکان او دوه نجونو) پلار او په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره د ایران تهران ته کډه شوی و.















Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *